اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۷ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۸ مه

د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د یوې ناستې په ترڅ کې د شینوارو د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو د غوښتنو د اورېدو ترڅنګ د دوو تنو هغو ځوانانو لاسته راوړنې چې توانیدلي په نړیواله کچه عملي برخه کې ښه وځلیږي، وستایل.

28-Jadi98-MUL1.JPG

ناسته کې څو تنو د نورو په استازیتوب وویل، افغان ځوان زکریا شینواری توانیدلی ترڅو په نړیوال لوی  پروګرام کې چې د امریکا متحده ایالاتو کې جوړ شوی وو او په کې د نړۍ د نهه اویا هېوادونو څخه ۱۲۰۰ تنو زده کوونکو برخه اخیستې وه ساینسی مضامینو کې لومړی مقام خپل کړي او د سرو زرو دوه مډالونه هېواد ته راوړي، همدا راز د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد نقیب الله اتل د مالیزیا هېواد معتبر پوهنتون کې د غوره محصل لقب ګټلي او د افغانستان ویاړونه یې زیات کړي.

28-Jadi98-MUL2.JPG

د دې ترڅنګ د شینوارو قوم مشرانو او مخورو خپلې یولړ ستونزې د مجلس رئیس سره مطرح او وویل، جګړې او ناامنیو یې سیمو ته زیانونه اړولي خو هیله ده د ترسره شویو ژمنو سره سم مرکزي حکومت یې په بیا رغاونه کې اقدام وکړي او علمي کادرونو ته یې کاري زمینې برابرې کړي.

28-Jadi98-MUL3.JPG

ورپسې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د خبرو په لړ کې د زکریا شینواري او نقیب الله اتل د لاسته راوړنو له امله مبارکي وویله، زیاته یې کړه چې دغه مجلس تل د ځوانانو څخه چې خپل هېواد ته ویاړونه راوړي، ملاتړ کوي.

فضل هادي مسلم یار د داعش ترهګرې ډلې پروړاندي د شینوارو ولسونو مقاومت څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د دوی په سیمو کې یې د ټولګټو پروژو له پاره د حکومت له ژمنو څخه خبر ورکړ.

28-Jadi98-MUL4.JPG

پای کې یې د مجلس تقدیر لیکونه او نښانونه زکریا شینواري او نقیب الله اتل ته ډالۍ او هغوی ته یې د لا زیاتو بریاو هیله وکړه.