اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۸ مه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې کابل کې استوګن د فدراتیفی روسیې سفارت د فرهنګي برخې مسئول او مرستیال ښاغلي ویچسلو نکراسوف سره وکتل.

28-Jadi98-MUL5.JPG

دې کتنه کې ښاغلي نکراسوف د تحصیلي بورسونو د ورکړې په ګډون بېلا بېلو برخو کې د افغانستان خلکو سره د مرستو په موخه د خپل هېواد له چمتوالي څخه په یادونې وویل، اوسمهال شاوخوا څلور سوه افغان محصلین د روسیې پوهنتونونو کې د لوړو زدکړو په ترلاسه کولو بوخت دي.

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نایب په داسې حال کې چې یو شمېر سناتورانو هم حضور درلود، بېلا بېلو برخو کې د یاد هېواد مرستو څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو اړیکو څخه یادونه وکړه اوهم یې د پارلماني اړیکو د پراخوالي په ګډون مختلفوبرخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

همدا راز دواړو لورو د سیمې او نړۍ اړوند د بحث ترڅنګ د نشه یی توکو د کښت او قاچاق څخه د مخنیوي، تروریزم سره د مبارزې او د ترهګرو دملاتړو هېوادونو باندې د نړیوالې ټولنې له خوا د سیاسي لازمو فشارونو د واردولو په اړه په ګډو هڅو ټینګار وکړ.

د یو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې لومړي نایب د یوې ناستې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د کورنۍ پلټنې د مرستیال او د یادې ادارې د یو شمېر کارکوونکو کړنې وستایلې او په ورسپارل شویو چارو کې یې د دوی د لا زیاتو بریاو غوښتنه وکړه.

28-Jadi98-MUL6.JPG