اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۸ مه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د رئیسانو د کمېټې ناسته کې د راتلونکو عمومي ناستو اجنداوې وټاکل شوې.

28-Jadi98-Komita1.JPG

د کمېټې د پرېکړې له مخې د مرغومې د ۲۹ د سبا ورځې عمومي ناسته کې آزاد بحثونه، د تخنیکي اومسلکي تعلیماتو ادارې د جوړېدو په اړه ۱۱ ګڼه تقنیني فرمان، د افغانستان او ملګرو ملتونو سازمان دجمعیت صندوق ترمنځ د اساسي همکاریو معیاري هوکړه لیک، د بهرني حکمیت پرېکړو د رسمیت پیژندلو او انفاذ اړوند د سوداګرۍ نړیوال قانون له پاره

28-Jadi98-Komita2.JPG

 دملګرو ملتونوکمېسیون کنوانسیون، د افغانستان اوعراق ترمنځ د هوایي هوکړه لیک په اړه د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوي د روان کال د لړم د اتمې نېټې د پنځلسمې ګڼې پرېکړې په مورد د ولسمشر د رد دلایل او هم د ځینو کمېسیونونو کاري رپوټونه اجندا کې شامل شول.

28-Jadi98-Komita3.JPG

د سنامجلس د رئیسانوکمېټې، د مرغومي د ۳۰ د دوشنبې ورځې فوق العاده غونډه کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون دځینو موادو د تعدیل او زیاتوالي په اړه ۲۶۹ ګڼه تقنیني فرمان او د تقنیني اوولسمې دورې په لومړي کال کې د مشرانوجرګې د فعالیتونو د کلني رپوټ وړاندې کول کاري اجندا کې شامل کړل.

28-Jadi98-Komita4.JPG