اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د كب ۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۵ مه

د مشرانو جرګې پنځو کمېسیونونو د بېلا بېلو موضوعګانو اړوند غونډې او بحثونه وکړل.

د مواصلاتو او مخابراتو دکمېسیون غونډه د کمېسیون د رئيس الحاج لطف الله بابا په مشرۍ جوړه شوه.

غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د ترانسپورت وزارت سرپرست، د ملکي هوایی چلند ادارې رئيس، د حامد کرزی د نړیوال هوایی ډګر د چک او پلټنې رئیس او مسئول د عرب متحده اماراتو سره د هوایی هوکړې او پرانیستی آسمان د منلو، د هوایی شرکتونو د الوتنو د مسافرینو له خوا هېواد څخه بهر ته د ممنوعه اشیاو او توکو د قاچاق، د لاسته راوړنو او کلنيو عوایدو د رپوټ وړاندي کول، د ترانسپورت وزارت ترنامه لاندي د پنځو خپلواکو بودجوی واحدونو د یوځاي والي د څرنګوالي، د کابل- جلال آباد، سالنګ- کندهار، دوشی – بامیان، د ډرونټې – سرخاب، د ارګون او ګیان پوری د پکتیا د مرکز سړک او د اوسپنې پټلۍ پروژو، د سړکونو د ساتنې او سارنې او یو لړ نورو موضوعګانو اړوند رابلل شوي وو چې د یادو مواردو اړوند د معلوماتو وړاندي کولو په موخه د ترانسپورت وزارت سرپرست حاضر نه شو چې د کمېسیون له خوا پرې سخته نیوکه وشوه او وپتییل شوه تر څو د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون د مرغومي د اته ویشتمې نېټې د شنبې ورځې غونډه کې حاضر کنه کمېسیون به د خپلو قانوني واکونو څخه ګټه واخلي او موضوع به د خپلې لوري عدلي او قضایی ارګانونو ته راجع کړي.

مسئولانو په دې برخه کې وویل، د هوایی هوکړه لیک تعدیل به د دواړو هېوادونو پراړیکو مسقیمه تاثیر ولري او په نږدي راتلونکې کې ټاکل شوی عربی متحده امارات د افغانستان سره مهمو پروژو کې ملګرتیا وکړي او د هوایی هوکړه لیک د تعدیل غوښتنه به د دواړو هېوادونو د همکاریو سلامت ترپوښتنې لاندي راوړي.

ترڅنګ یې عربی متحده اماراتو هیڅکله اماراتو ته د افغان شرکتونو الوتنو سره مخالفت نه دې کړی بلکې نورو هېوادونو ته د اماراتو د بېلا بېلو ښارونو څخه د مسافرینو د پورته کېدو او اماراتو ته د لا زیاتو الوتنو د امکاناتو هوکړه لیک یې برابر کړی خو په الوتنو کې باید نړیوال شرایط او ستندردونه ومنل شي، په خواشینۍ سره افغان شرکتونو دې برخه کې ستونزې درلودې او په ځینو مواردو کې الوتنې د ټاکلیو ستندردونو سره نه دي ترسره شوي.

او دې برخه کې د ملکي هوایی چلند اداری هڅه کړې تر څو د هوایی ترانسپورت د خدمتونو د تړلتیا د حل په موخه د هوکړه لیک د تعدیل پوري نوری لاری وپلټي او  ټاکل شوې د اماراتو هوایی ډګر پرځاي د جدې هوایی ډګر څخه ګټه واخیستل شي چې په دې برخه کې بحثونه شوي او علاقه مندي هم شتون لري، د  افغانستان له خوا شرط ایښودل شوې چې د مسافرو د هڅونې په موخه د عربستان اته څلويښت ساعته ویزه په پام کې ونیول شي تر څو د اته څلویښتو ساعتونو په موده کې مسافر د عمری حج ادا کړي.

مسئولانو زیاته کړه، د قاهری هوایی ډګر چې کولای شي موږ له افریقا، امریکا او اروپا سره و نښلوي مرسته کوي تر څو د بدیل په توګه تری ګټه واخیستل شي او د لا زیاتو نورو لارو چارو له پاره کار جریان لري تر څو هغه صورت کې چې د افغانستان او ماراتو د هوایی هوکړې د تعدیل غوښتنه لرو د هېواد الوتنو ته ستونزه پېښه نه شي.

مسئولانو د فلای دوبۍ د څلورم پرواز اړوند وویل، موضوع د جمهوری ریاست مقام ته وړاندي شوې او د جمهوری رئیس د حکم له مخي اجازه ورکړل شوې ده، همدا راز د جهت خلاف پروازونو په ګډون ځینې بی نظمۍ چې د ترکش ایرلاین او فلای دوبۍ شرکتونو له خوا ترسره کېدی، د هوایی ترافیکو د ګڼې ګوڼي سبب ګرځېدی چې د ملکي هوایی چلند اداری له خوا متوقف شول او د غه اداره پام کې لري چې د عمری الوتنې کورنیو شرکتونو ته وسپاري چې تر یوې کچې کولای شي د فلای دوبۍ الوتنې کمي شي.

دوي د څارنیز بهیر د پیل اړوند د معلوماتو د وړاندي کولو سربیره وویل، دم ګړۍ د آریانا افغان هوایی شرکت د شپږو الوتکو څخه یوه یې فعاله ده او نه شي کولای الوتنو ته رسیدګي وکړي، همدا راز د کام ایر شرکت د پنځلسو الوتکو په لرلو سره د کورنیو الوتنو اړتیاوی حل کولای نه شي چې پردې بنسټ د آریانا افغان هوایی شرکت کې د بنسټیزو اصلاحاتو د څېړنو په موخه جمهور رئیس پلاوی ګمارلي دې.

مسئولانو څرګنده کړه چې د باختر هوایی شرکت د جوړېدو تدارکاتي کړنې د جریان په حال کې دي چې د لمریز نوی کال پيل پوری به تکمیل او دغه شرکت به د کورنیو الوتنو د ترسره کولو په موخه کار پیل کړي، له بلي خوا روان کال کې د امنیتی چک پنځه ویشت نوی دستګاوی پیرل شوی او لګول شوي چې توانیدلی تریو بریده امنیتی ستونزی حل کړي او هم د قاچاق سره د مباری امر کې اقدام شوی د ې او مسئولین چې په یو ډول دې برخه کې همکاره وو، نیول شوی او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د غونډې په دویمه برخه کې د اترا اداری مرستیال او د مخابراتی شرکتونو مسئولانو سره د دولت مخالفینو سره د مخابراتي شرکتونو د همکارۍ، د پرانیستی لاسرسی پالیسۍ، د بیو د کمښت او د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړېدو او د بی راجستره سیم کارتونو د وېش څخه د مخنیوی اړوند د رپوټ د خپرولو اړوند بحث وشو.

دوي په خبرو کې وویل، د پرانیستي لاسرسی پالیسۍ عملي کېدو سره باکیفیته خدمتونو ته د هېوادوالو او ګډونوالو لاسرسی اسانیږی او  د بیې د کمښت سبب ګرځي او ټول به وکړاي شي تر څو د نوری فایبر څخه ګټه واخلي.

دوي د دولت مخالفینو څخه د ملاتړ اړوند خپاره شوي رپوټونه بی بنسټه وګنل او په دې برخه کې یې له څېړنو خبر ورکړ او هم یې د دوه سوه شلو مخابراتي ستنو د بیا فعالیدو له پاره د هڅو څخه چې د مخالفینو له خوا ړنګې شوی وی،یادونه وکړه او په همدې توګه د سیم کارتونو د ثبت، د قیمت د کمښت او د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه کيدو اړوند یې د مجلس غړو ته معلومات وړاندي کړل.

 25-Jadi98-Mukhabirat.JPG

د ډاکټر زلمي زابلی په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د لارو شکولو، تښتونو، د مبایل د تښتونې، د ښار د اوسېدونکو د ټپی کېدو او وژلو او ځینو نورو اړوندو جنایی جرمونو د زیاتوالي په اړه راغلي شکاتونه د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایی څېړنو رئیس سره مطرح شول.

نوموړي د جنایی جرمونو سره د مبارزی او د  امنیتی حوزو په کچه د تغیر او بدلون اړوند د کورنیو چارو وزارت د طرحو د مطرح کولو ترڅنګ وویل، باید ملي پولیسو سره خلک، د ګذر وکیلان د پوهنې، روغتیا، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو مسئولان او منسوبین لازمه همکاري وکړي او ترڅنګ دې د پولیسو په چارو کې د زورواکو او شخصیتونو د لاسوهنو مخه ونیول ش.

کمېسیون د کابل د جنایی څېړنو د رئیس خبری د نه منلو وړ  وګڼلې، د امنیتی بنسټونو او نورو بنسټونو لکه د عامي روغتیا، پوهنې،و ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ په تړاو ټنیګار وکړ، پرېکړه یې وکړه چې ده موضوع دې د یادو ادارو چارواکو سره ګډې ناسته کې تربحث لاندي ونیول شي.

دغه راز د کابل د منډوی د یو شمېر هټۍ والو شکایتونه د کابل ښاروالۍ د پانګونې د جلب او ملکیتونو د ریسانو او معین سره مطرح شول.

هټۍ وال وایی چې د څو لسیزو راپدیخوا د کابل ښاروالۍ اړوندو هټیو کې فعالی لري خو په دې وروستیو کې څلورو تنو چې ځان د کابل  ښاروالۍ قراردادي راپیژني، د د وکانونو د بیا ځلي رغاونې په پلمه له دوی زیاتي پیسی راټولي کړي او ترڅنګ یې د بیا ځلي قرارداد غوښتنه کړی.

کمېسیون د کابل ښاروالۍ د مسئولانو د څرګندونو په اورېدو سره د پیسو راټولول غیر قانوني وګڼل، څرګنده یې کړه که چیر ثابته شي چې د کابل ښاروالۍ مسئولان په دې امر کې د فریب کاره اشخاصو سره همکاری لري، موضوع به څارنوالۍ ته راجع شي او ترڅنګ یې پرېکړه وشوه تر څو د کابل ښاروالۍ معروض علیه اشخاص احضار او د هټیوالو د پیسو په بیرته سپارلو کې اقدام وکړي.

دغه راز د کابل ښار د پنځمې او دیارلسمې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو شکایتونه چې ملکیتونه یې د ښاري پلان د پلي کېدو په موخه تخریب شوي او تراوسه ښاروالۍ د ملکیت د بدیل نمرو برخه کې اقدام نه دې کړی، د یادو چارواکو سره مطرح او د ښاروالۍ د ملکیتونو رئیس ژمنه وکړه چې د یوې اونۍ په اوږدو کې به موضوع ته رسیدګي وکړي.

پاي کې د ترانسپورت وزارت سره د همغږۍ پرته د ښارجوړونې چارو وزارت له خوا د موټرو له پآره د غیر معیاری ترمینال د انتخاب، د شمال زون د موټرو ترمینان د ټاکلو په موخه د سری میاشتي ادارې بنسټ یوه کارکوونکې ته د یادې ادارې د ملکیت د اجاری غبرګون کې د یو شمېر ترانسپورتي شرکتونو شکایت مطرح او پرېکړه وشوه چې د ښارجوړنوې او ترانسپورت وزارتونو معینان، د خصوصی سکتور او د یادو وزارتونو د ځمکني ترانسپورت رئیسان دې د کابل د ترافیکو مدیر سره یوځاي راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

25-Jadi98-Shikayat.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د غزني ولایت د سناتور او مشرانو په حضور سره د عامي روغتیا وزارت یو شمېر مسئولانو او د ادا او سنایی موسسو د ریسانو په حضور کې جوړه شوه.

د غونډې پیل کې د غزني سناتورانو او مشرانو فاریاب، غزني او ځینو ولایتونو کې د روغتیایی خدمتونو په برخه کې د ستونزو، د غزنی ولایت یو شمېر ولسوالیو کې د نویو روغتیایی مرکزونو د نه جوړېدو، د خلکو د اړتیا له مخې غزنی کې د شته روغتیایی  مرکزونو د نه ارتقا، د روغتیایی پرسونل استخدام کې ستونزې، غزنی ولایت کې د روغتیایی پرسونل د معاشاتو او امتیازونو کمښت، د کابل ښار روغتیایی مرکزونو کې د ناروغانو څخه د ډېرو معایناتو غوښتل، ناروغانو سره ناسم چلند، پلازمینه کې بېلا بېلو معاینو ته د ناروغانو لیږل، د فاریاب د عامي روغتیا رئيس په لارښوونه د فاریاب ولایت د ولایتی روغتون د ډاکټرانو له خوا  د ځینو مخالفینو درملنه، دری سوه بستریز ته د فاریاب ولایتی روغتون د ارتقا اړوند د جمهور رئس د حکم د نه پلي کېدو او ځینو نورو مواردو اړوند پوښتنې مطرح شوې.

د عامي روغتیا وزارت معین او مسئولانو او د غزنی او فاریاب ولایتونو د روغتیایی برخې د قراردادي موسسی ریسانو دې برخه کې څرګندونې وکړي د روغتیایی خدمتونو وړاندي کول یې د حکومت مکلفیت وګڼه، زیاته یې کړه چې د عامي روغتیا وزارت د قراردادي موسسو سره په همکارۍ د فاریاب او غزني ولایتونو ته د روغتیایی خدمتنو د وړاندي کولو په برخه کې هڅه کوي.

د عامي روغتیا مسئولانو یاد وزارت کې د بودجې کمښت اساسی ستونزه یاده کړه، زیاته یې کړه چې دغه مورد سبب ګرځي چې ونه شو کولای په سمه  توګه د خلکو روغتیایی اړتیاوی پوره کړو.همدا راز مسئولانو د روغتیایی پرسونل د کمو معاشونو، د سون توکو او درملو د کمښت په برخو کې یو لړو څرګندونې وړاندي کړي.

ورپسې سناتورانو د دې ترڅنګ چې د عامي روغتیا وزارت مسئولانو او قراردادي مسئولانو څرګندونې یې د نه قناعت وړ وګڼلې، زیاته کړه قراردادي موسسی مکلفي دي چې د قرارداد متن سره سم د خلکو ټولو روغتیایی اړتیاو ته ځواب ووایی او خپل ټول اکمالات د اړوندو ولایتونو د ولسوالیو د آب هوا وضعیت سره سم ترسره کړي.

همدا راز پرېکړه وشوه چې دغه مسئولان دې د اړوندو ولایتونو سناتورانو سره په هوکړه د غزنی او فاریاب ولایتونو روغتیایی اړتیاوی وڅيړي او د شته ستونزو د حل په برخه کې دې اقدام وکړي او د خپلو اجرااتو پایلې دې کميسیون سره شریکي کړي.

 25-Jadi98-Rifai.JPG

د کمېسیون د رئیس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې  د پلازمینې او ولایتونو د زندانونو د اوپراتیفی وضعیت رپوټ، د توقیف خانو رپوټ او د کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهارو فراه، بامیان او د ایکندي ولایتونو کې د ملکیت سندونو د ویش،ثبت او سروي اړوند رپوټ چې د محابس د عمومي ریاست او ښارجوړنې وزارت د مسئولانو له خوا د کمېسیون مخکینۍ غونډې ته وړاندي شوی وو، تائید شو.

 25-Jadi98-Adli.JPG

د کمېسیون د مرستیال سید صفی الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډه کې د بهرني حکمیت د پرېکړو د انفاذ او رسمیت پیژندلو اړوند د سوداګرۍ د نړیوال قانون له پاره د ملګرو ملتونو کمېۍیون کنوانسیون، د افغانستان اسلامي جمهوریت او عراق جمهوریت ترمنځ د هوایی خدمتونو هوکړه لیک او د افغانستان اسلامي جمهوریت( منل شوي هېوا) او د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق موارد د بحث او مطالعي وروسته د کمېسیون د غړو له خوا تائید او پرېکړه وشوه چې یاد سندونه د ې یوې عموي غونډې ته وړاندي شي.

25-Jadi98-Bio.JPG