اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۵ مه

د دولتي ادارو د بشري سرچینو د رئیسانو کړنې نن د مشرانوجرګې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې د تقدیر لیکونو په وېشلو سره وستایل شوې.

25-Jadi98-GEN1.JPG

دې غونډه کې چې د مشرانوجرګې دویم نایب ډاکټرمحمد آصف صدیقي او د دارالانشاء لوی رئيس عبدالمقتدر ناصري هم ګډون درلود، د سنامجلس د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون مشرې ګلالۍ اکبري او مرستیالې صدیقې بلخي پخپلو ویناو کې وویل: ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي خو په دولتي بنسټونو کې یې حضور کمرنګه دی او اړتیا شته چې د بشري سرچینو ریسان چې د استخدام برخه کې اساسي رول لري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ ادارو کې د ښځو کارکوونکو د لا زیات استخدام زمینه برابره کړي.

هغوی زیاته کړه نړیوالې ټولنې سره د حکومت د ژمنې له مخې د ۲۰۲۰ کال  ترپایه پورې دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه  دېرشو سلنو ته لوړه شي.

25-Jadi98-GEN2.JPG

همداراز د دارالانشاء لوی رئيس عبدالمقتدر ناصري، د دارالانشاء مرستیال تیمور شاه قویم او د بشري سرچینو سرپرست ایمل سلطانزي په دې  اړوند خبرې وکړې او وویل،ښځې په ټولنه کې د کاري ځواک لویه برخه تشکیلوي او باید هڅه وکړو چې د دوی کمه ونډه زیاته کړو ترڅو د هېواد پراختیا کې یې له ظرفیت او ځواکمنتیا څخه ګټه واخیستل شي.

د محفل په پای کې د کمېسیون تقدیرلیکونه د حاضرو سناتورانو او دمشرانوجرګې د دارالانشاء دمشرتابه له خوا د بېلابېلو ادارو د بشري سرچینو ریسانو ته ډالۍ شول.

25-Jadi98-GEN3.JPG

د دوی په استازولۍ د بهرنیو چارو وزوارت د بشري سرچینو رئيس د مشرانوجرګې د معنوي هڅونې څخه قدرداني څرګنده او ډاډ ورکړ چې د استخدام په وخت به توازن رعایت شي.