اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۴ مه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې  دنن ورځې ناسته کې کې د دوو مهمو سړکونو د رغاونې له پاره د سعودي عربستان پراختیایي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ترمنځ دوه هوکړه لیکونه تصدیق شول.

24-Jadi98-JAL1.JPG

د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د ارملک، سبزک او قلعه نو سړک رغاونې پروژې د پور هوکړه لیک او د کابل حلقوي سړک د پروژې د پور هوکړه لیک چې د مجلس کمېسیونونو کې څېړل شوي وو د نړیوالو چارو کمېسیون د مرستیال او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او تصدیق شول.

د غونډې آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو د سولې د خبرو د پیل له پاره د افغان حکومت طرحې څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل دې طرحه کې د اوربند په موضوع ټینګار شوی او د تاوتریخوالي د کمښت موضوع چې د طالبانو له خوا وړاندیز شوې معنا او عملي اړخ نه لري خو یو شمېر غړو څرګنده کړه د تاوتریخوالي کمېدل هم کولای شي د اوربند له پاره پيلامه وی خو د دې بهیر په چټکتیا او قانوني کېدو دې کار وشي.

ځینو سناتورانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست اجمل احمدي په اړه د ولسي جرګې د پرونۍ پرېکړې ملاتړ وکړ او ویې ویل نوموړی حتی د هېواد په رسمي ژبو دري او پښتو نه پوهیږي او ملي شورا ته هم نه حاضریږي،  خو د ولسي جرګې له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بودجې ځنډول یې د هېواد په ګټه ونه باله.

بحثونو کې د ګازو د بیې په لوړېدو اندېښنه او ټینګار وشو چې حکومت دې پدې اړه جدي پاملرنه وکړي او کابل ښار کې دې د سیارو پلورنځیو په شمول د دولتي ګازو دخرڅلاو نمایندګۍ زیاتې کړي.

دغونډې یوشمېر غړو وویل  ځیني اشخاص ماشومانو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې دوی په سړې هوا کې سوال ته مجبوروي چې دا عمل د ماشومانو جسم او روان ته زیان رسوي او باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې برخې ته پاملرنه وکړي.

ناسته کې یادونه وشوه کوم نشه یی توکي چې د پولیسو له خوا نیول کیږي، د سون بهیر یې شفاف نه دی چې باید ورته ځانګړی میکانیزم جوړشي او هغه  ضبط شوي مخدره توکي دې ونه سوځول شي چې په طبابت کې ورڅخه ګټل اخیستل کیږي بلکه په قانوني توګه دې راټول او د درملو په جوړولو کې دې ترې کار واخیستل شي.

د هېواد بېلا بېلو سیمو په ځانګړې توګه قندهار ولایت کې د واورو اورښت څخه رامنځته شویو زیانمنو ته په رسیدګۍ ټینګار، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا په ټاکلي وخت ټاکنیزو شکایتونو ته رسیدګي، په هغو سیاسیونو نیوکه چې د موقت حکومت غږونه پورته کوي، د سرتیرو د درې میاشتیني معاش د نه ورکولو څخه یادونه  او د دوی د اکمال غوښتنه، د ۲۰۲۰ کال د تاثیر لرونکو او تغییر راوړونکو پنځوسو مېرمنو په منځ کې د میدان ښار  د ښاروالې مېرمن ظرېفې غفار د نوم راتلو څخه هرکلی هم بحثونو کې مطرح شول.

24-Jadi98-JAL2.JPG

د آزادو بحثونو په پای کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د سولې اړوند د مجلس د پخواني دریځ څخه د یادونې ترڅنګ وویل چې موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د خبرو د پرمخ وړلو غوښتونکې یو او حکومت باید د قوي دریځ او لازم فشار څخه دسولې  پروسې ته داخل شي ځکه سوله د کمزوري دریځه نه راځي.

د مجلس رئيس زیاته کړه ولسونو ولسمشریزوټاکنو کې ګډون او خپل مکلفیت ادا کړ او سمهال د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مسئولیت دی چې شکایتونه وڅېړي او د وروستیو پایلو د اعلان له پاره زمینه برابره کړي.

فضل هادي مسلم یار د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست اجمل احمدي په اړه د ولسي جرګې دپرېکړې ملاتړ وکړ او له وکیلانو یې وغوښتل ترڅو نوموړي سره قانوني چلند وکړي خو د سوداګرۍ وزارت بودجه باید د ملي بودجې سند کې شامله کړي تر څو د وزارت په چارو کې ستونزه پېدا نشي.

د غونډې پاي کې یې یوځل بیا د وسله وال پوځ د منسوبینو له سرښندنو څخه د مجلس ملاتړ تایید او ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې او شکایتونه به د ولسمشر او دوسله وال پوځ اعلی سرقوماندان سره مطرح کړي ، اوهم یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه وغوښتل تر څو د بېوزله ماشومانو څخه د ملاتړ په موخه عملي او ګټور اقدام وکړي .

غونډه کې د مجلس د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار له خوا بدخشان ولایت څخه د جرګې د پلاوي رپوټ وړاندې او نوموړي وویل، پلاوي دبدخشان د ولایت سرپرست، د ولایتي شورا رئيس او غړو، د ملي امنیت رئیس او امنیه قوماندان سره په جلا توګه کتلي.

چې دې کتنو کې د بدخشان ملکي او پوځي مسئولانو د خپلو اړتیاو د ویلو سربېره ویلي سره له دې چې دې ولایت لومړۍ درجې ته ارتقا کړې، خو امتیازات یې تراوسه نه دې اجرا شوي چې مرکزي حکومت پدې برخه کې باید پاملرنه وکړي.

لومړي نایب خپل رپوټ کې وویل دامنیتي ځواکونو ترمنخ همغږي شتون لري او دوی توانیدلي چې درې ولسوالۍ د دښمن له ولکې وباسي او په ځینو نورو سیمو کې د دښمن قوت کمزوری کړي، خو دغه اقدامات کافي نه دي او دبدخشان چارواکي غواړي چې ژمي کې باید د دښمن پروړاندې قوي عملیات ترسره شي .

 ایزدیار څرګنده کړه مسئولانو د یو لړ ستونزو دمطرح کولو ترڅنګ د سرحدي کنډک د جوړېدو، د پولیسو او ملي اردو د شته تشکیل د زیاتوالي، د وګړنیزو پاڅونوالو د قانوني کېدو، د پوځي جزوتامونو د اکمال او سمبالولو او یاد ولایت کې د پراختیایی پروژو د پلي کېدو غوښتونکي وو.

اوهم د مشرانو جرګې پلاوي له هغوی وغوښتل چې د خلکو په همکارۍ دې د کانونو د غیر قانوني کیندلومخنیوی وکړي او هغوی سره یې ژمنه کړې چې ستونزې او اړتیاوې به یې د مرکزي مسئولانو سره مطرح کړي.

د مجلس لومړي نایب زیاته کړه چې ملګري پلاوی یې د نشه یی توکو سره د مبارزې د معین په حضور د نشه یی توکو د سوځولو پروګرام کې هم ګډون وکړ، او هم یې دښځو چارو ریاست او د بهارک، کشم، درواز ولسوالیو او د شورابک برېښنا بند څخه لیدنې وکړې چې په جریان کې یې د سپین ږیرو، ځوانانو او د مدني ټولنې غړو سره لیدنې وشوې او د سیمو د امنیت د ټینګښت، کارموندنې او د قانون حاکمیت د څرنګوالي اړوند یې د دوي نظریې اوریدلي او دې مواردو ته د رسیدګۍ په موخه ورته ډاډ ورکړل شوی.

لومړي نایب زیاته کړه د جرګې پلاوي سولې سره د دولت د دولسو تنو مخالفینو د یوځای کېدو پروګرام کې  هم ګډون وکړ او د سولې بهیر سره ددوی یوځای کېدل یې یو نیک ګام  وباله او د هېواد د آبادۍ بهیر کې د دوي د ګډون غوښتونکې شول.

24-Jadi98-JAL3.JPG

همدا راز د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د غونډې په یوې برخه کې د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون د تقنیني اوولسمې دورې د دویم اجلاس کاري رپوټ د سناتورې ګلمرۍ لغمانۍ، د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې کمېسیون رپوټ د ډاکټر ګل محمد رسولي او د نړیوالو چارو د کمېسیون رپوټ د سید صفی الله هاشمي له خوا مجلس ته وړاندې شول  چې جزئیات به یې وروسته خپاره شي.