اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۴ مه

د ملي شورا دمشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار دخپل کار په دفترکې کابل کې استوګن د قطر هېواد د سفارت شارژدافیر ښاغلي فیصل باخیت سره وکتل.

24-Jadi98-MUL1.JPG

کتنه کې ښاغلي فیصل باخیت د افغانستان د مشرانوجرګې رئيس ته د قطر شورا د مجلس د رئيس رسمي بلنلیک د وړاندې کولو ترڅنګ د قطر مارکیټونو کې افغاني تولیداتو ته د بازار موندنې له پاره یې د خپل هېواد هڅو څخه یادونه او وویل دا سفارت چې اوسمهال د افغانستان دولتي چاراکو ته ویزې صادروي هوډ لري تر څو دغه بهیر عادي افغانانو ته هم پیل شي.

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د قطر شورا د مجلس د رئيس رسمي بلنې څخه مننه څرګنده او وویل چې په یوه مناسب فرصت کې به د قطري چارواکو سره د کتنې په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي، اوهم یې ډاډ ورکړ چې مشرانوجرګه هم چمتو ده ترڅو د پارلماني اړیکو د ټینګښت په موخه د قطر شورا د مجلس د غړو کوربه توب وکړي.

24-Jadi98-MUL2.JPG

د مجلس رئیس زیاته کړه:د کرنېزو محصولاتو په ګډون د افغانستان تولیدات چې د کیفیت له پلوه د سیمې او نړۍ په کچه ځانګړی شهرت لري، په قطر کې یې بازار موندنه کولای شي قطری پانګوالو ته ښه او ګټور انتخاب وي.