اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۳مه

د مشرانوجرګې د ځینو کمیسیونونو ناستې نن ترسره او په کې مختلف موارد تربحثونو لاندې ونیول شول.

د کمېسیون د مشرې مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي د حل لارو او د دغې شومې پدیدي سره د ګټورې مبارزې او نورو اړوندو مواردو په هکله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ ، د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین تاج محممد مجاهد سره بحثونه وشول.

د یادو وزارتونو مسئولانو د څرګندونو د وړاندې کولو او د تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې د دوي د فعالیتونو او لاسته راوړنو ترڅنګ وویل، نږدې راتلونکې کې به د ښځو چارو وزارت یو روزنیز کنفرانس جوړ او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ټول موارد او حل لارې به یې ترڅېړنې لاندې ونیول شي او زیاته یې کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د رسنیو له لارې د خپلو فعالیتونو ونډه ادا کړي او د یادې پدیدي سره د مبارزې په موخه یې د رسنیو ملي پالیسي او ټولنیزې سولې طرحه وروستۍ کړې چې دې کې زیاترو مثبتو اړخونو ته پام شوی او کوم اړخونه چې پرکورنیو منفي اغیز کوي مردودې ګڼل شوي.

هغوی وویل د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تل د رسمي جوماتونو او علمای کرامو له لارې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه اقدام کړی او دا پديده یې غندلې ترڅنګ یې هڅه کړې چې راتلونکې کال د حج بهیر کې ښځینه لارښوونکي  جذب کړي.

د مسئولانو له خوا د څرګندونو په وړاندي کولو سره د ښځو چارو کمېسیون اساسی قانون کې د ښځو حقوقو د برابرۍ مسئلې ته په اشارې او د دې د نه پلي کېدو اړوند وویل، باید د دې ستونزې څخه د وتو له پاره بنسټیز کارونه وشي او ترڅنګ یې د جوماتونو له لارې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه پراخ شي ځکه تراوسه یادو پروګرامونو لازم موثریت نه درلود  او هم ټینګار وشو چې د ښځو او سړیو د حقوقو او وجایبو د تقویې او پوهاوي په موخه دې پراخ استراتیژیک پلان ترتیب او د دولتي ادارو ترمنځ دې لازمه همغږي رامنځته شي او او دتاوتریخوالي عاملین دې مجازات شي.

همداراز غونډه کې د اوولس کلنې مېرمن لعل بي بي د قضیې چې د میړه او خسر له خوا یې تر فزیکي شکنجې لاندې نیول شوې وه، بحث او پرېکړې وشوې.

23-Jadi98-Zanan.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه پېښو ته د رسیدګۍ چارو کې د دولت وزارت معین په حضور ترسره شوه.

نوموړي د یادې ادارې د کاري اجرااتو اړوند د څرګندونو ترڅنګ د سږني ژمني پلان د طرحې په مورد چې د ملي او نړیوالو ملاتړو بنسټونو سره په مشوره ترلاس لاندئ نیول شوې او په کې د ټولو ادارو دندې او مکلفیتونه مشخص شوي معلومات ورکړل.

همداراز یې وویل د ورښتونو او سیلاوونو له امله تر اوسه یوشمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول طبیعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې ددولت وزارت معین زیاته کړه شاوخوا پنځه نوي زره بیځایه شوي کډوال ژمنیو مرستو ته اړتیا لري او په اړو کسانو د مرستو وېش په عملي توګه روان دی، په پای کې یې  د مرستو وېش کې د روڼوالي او مرکز، ولایتونو او ولسواليو کې د یادې ادارې د یو لړ تیاریو او د احتمالي پېښتو زیانمنو ته د رسیدګۍ په اړه وضاحت ورکړ.

د کمېسیون غړو اصلي اړو کسانو باندې د مرستو وېش کې د لاسوهنو څخه د اندېښنې ترڅنګ د بیړنیو حالاتو کمېټې د غړو ادارو د مسئولانو او د ولایتونو د والیانو وغوښتل ترڅو د مرستو وېش کې د روڼولي او عدالت د ټینګښت په موخه لازم اجراات وکړي.

23-Jadi98-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د پستي خدمتونو د تنظیم قانون طرح د اتو فصلونو او اته دېرشو مادو په داخل کې او د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د ارملک، سبزک او قلعه نو سړک رغاونې پروژې د پور هوکړه لیک ترمطالعې وروسته تایید شول.

همدا راز د طلوع آفتاب خصوصي لوړو زدکړو موسسې د مشرتابه پلاوي او یو شمېر محصلانو د کمېسیون د غونډې بهیرڅخه لیدنه وکړه او د استادانو د تحصیلی سویې او محصلانو له پاره د اسانتیاو اړوند یې د خپلو غوښتنو د مطرح کېدو ترڅنګ یو لړمعلومات وړاندې او وویل چې په دې بنسټ کې لسګونه محصلین د حقوقو او سیاسي علومو، کمپيوټر ساینس  او اقتصاد برخو کې په لوړو زدکړو بوخت دي.

23-Jadi98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د پستي خدمتونو د تنظیم قانون طرحه چې  د اتو فصلونو او اته دېرشو مادو درلودونکې ده مطالعه او د کمېسیون د غړو نظریات اړوند کمېسیون ته ولیږل شول.

 23-Jadi98-Adli.JPG

د کمېسیون د مرستیالي مېرمن شاه بي بي کاموي په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون غونډه کې د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د کابل د حلقوي سړک پروژې د پور هوکړه لیک په اړه بحث وشو.

په بله برخه کې دولتي ادارو او شخصي شرکتونو کې د معلولیت لرونکو اشخاصو د جلب او جذب په موخه د منظم میکانیزم د نشتوالي ستونزو اړوند بحث او د شخصي شرکتونو څخه وغوښتل شول تر څو د معلولیت لرونکو افرادو څخه یو تن په خپلو شرکت کې وګماري.

23-Jadi98-Aqwam.JPG 

همدا راز د قومونو،قبایلو،سرحدونو،کوچیانو،معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسیون رئيس ډاکټر محمدآجان منګل د روان اجلاس بهیر څخه د کمېسیون کاري رپوټ ناستې ته وړاندې کړ.

رپوټ کې راغلي وو چې کمېسیون د قومونو، قبایلو او سرحدونو وزارت، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت،د معلولینو او شهیدانو چارو کې د دولت وزارت او د کوچیانو چارو د انسجام د خپلواک ریاست مسئولانو سره په پرله پسې ناستو کې بېلا بېلو موارد مطرح کړي او د خلکو د ستونزو د حل له پاره یې اقدام کړی.

همدا راز د قوانینو د طرحو، تقنیني فرمانونو، هوکړه لیکونو، کنوانسیونونو او د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې اړوند یې بحثونه کړي او په کې دکمېسیون نظریات مشخص شوي ، له  دې سربیره په عرایضو او مکتوبونو چې د بېلا بېلو مواردو اړوند کمېسیون ته راستول شوي وو، د اجرااتو په موخه اړوندو حکومتي بنسټونو ته لیږل شوي.

د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غونډه د کمېسیون د رئیس لطف الله بابا په مشرۍ او د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د یو شمېر قومي مشرانو په ګډون جوړه شوه.

غونډې په داسې حال کې چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي او د جلال آباد ښاروالۍ د نهمې ناحیې آمر حضور درلود د ثمرخېلو سیمې را دېخوا د جلال آباد د نهمې ناحیې د نه منلو اړوند د روداتو ولسوالۍ د اوسېدونکو د عریضې په اړه بحث او وویل چې دا ساحه روداتو ولسوالۍ سره تړاو لري او مسئولان باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د دواړو لورو د څرګندونو د اورېدو وروسته کمېسیون وموندل چې نهمه ناحیه په غیر قانوني توګه او د خلکو د مشورې پرته جوړه شوې او پرېکړه وشوه چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل دې د یادې اداري د تخنیکي او مسلکي سکتور رئيس سره یوځای د مرغومي د پنځه ویشتمې نېټې غونډه کې کمېسیون ته حضور راوړي او په دې برخه کې معلومات وړاندې کړي.

23-Jadi98-Mukhabirat.JPG 

د مشرانوجرګې پرونۍ غونډه کې د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون د دویم اجلاس رپوټ د کمیسیون د رئیس قاري میرحاتم تره خېل له خوا په لاندې توګه وړاندې شو.

کمېسیون دې موده کې د کورنیو اصولو سره سم او د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې خپلې چاري پرمخ وړي او د قوانینو، نړیوالو هوکړه لیکونو او میثاقونو د څلرویشت مورده طرحو اړوند یې خپلې نظریې وړاندې کړي او هم یې څو ځلي دولتي چارواکي د استجواب په موخه رابللي، همدارنګه یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته او د طلوع خصوصي تلویزیون مسئول یې د کریډټ کارتونو څخه د مالیاتو د راټولول د څرنګوالي اړوند د ناسم خبر د خپرولو اړوند استجواب کړي دي.

د کمیسیون رئیس زیاته کړه اجلاس کې د هېواد د ولایتي شوراګانو یو شمېر شکایتونه او غوښتنې څېړل شوي او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته لیږل شږي اوهم یې  د مشرانوجرګې د یو شمېر غړو رسمي سفرونه ترتیب کړي او د ملي شورا د غړو او په ځاګړي توګه د مشرانو جرګې د اوسنیو او پخوانیو غړو د امنیت د ټینګښت او نورو امتیازونو اړوند یې څو ځلي چارواکي رابللي دي.

او هم  د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون رئیس محمدعظیم قویاش ددې کمیسیون کاري رپوټ غونډې ته وړاندې کړ.

 رپوټ کې راغلي چې کمیسیون ۴۸ غونډو کې په دولس عنوانه قوانینو، لس عنوانه هوکړه لیکونهو او نړیوالو میثاقونو بحثونه کړي او هم راغلیو عریضو ته رسیدګي او یا  اړوندو ادارو ته لیږل شوي دي.

 نوموړي وویل دې موده کې د اقتصادي او ټولنیز سکتور فعالیتونو او کړنو څخه د څارنې او خلکو د ستونزو د حل په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، د مالیې وزارت معین، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین، د ښارجوړونې او ځمکوالۍ وزارت مالي او اداري معین، د وزیرانو شورا د دارالانشاء او اجراایوي دفتر رئيس، د جمهوري ریاست د ساتنې قطی اداری مرستیال، د قومونو او قبایلو وزارت مالي او اداری معین، د لوي څارنوالۍ اداري مرستیال، د لوړو زدکړو، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو، د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې، صنعت او سوداګرۍ، کرهڼې، اوبولو او مالدارۍ، ترانسپورت او ښارجوړونې، عامې روغتیا او مالیې وزارتونو مالي او اداري معینانو، د پلازمېنې زون د پراختیایې ادارې رئيس، د افغانستان د اوبولو او کانالیزاسیون شرکت رئيس، د څېړنې د عالي ادارې مالي او اداري مرستیال، د احصائیې ملي ادارې مالي مرستیال او د ستندرد ملي ادارې مالي او اداري رئيس، د انرژۍ د عالي کمېسیون رئيس، د ملي راډیو تلویزیون رئیس، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئيس او نور مسئولان استجواب شوي دي او د کمېسیون پلاوی د دولتي ادارو څخه د څارنې په موخه د اسلام قلعه بندر، د ترانسپورت آمریت، د نورم او ستندرد آمریت، د نفتي توکو تصدۍ او د هرات ولایت ګمرک د ساتنې قطعې څخه لیدنې کړي.

نوموړي څرګنده کړه چې د وزارت خانو، لوی څارنوالۍ ادارې، سترې محکمې، د ملي امنیت لوی ریاست، د علومو اکاډمۍ ریاست، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د احصائیې مرکزي ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو ریاست، اداری اصلاحاتو کمېسیون، د څېړنې عالي ادارې، د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې او امنیت ریاست بودجوي خپلواکو واحدونو کاري رپوټونه چې د عادي او پراختیایی بودجې د پلي کېدو اړوند دي کمېسیون ته رسیدلي او څېړل شوي.