اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۲ مه

مشرانوجرګې دملکي الوتکې د موخه ګرځولو له امله چې د څو افغانانو په ګډون یې د لسګونو تنو ژوند واخیست،  د ایران  هېواد په بې پروایۍ او بې مسئولیتۍ تورن کړ.

22-Jadi98-JAL1.JPG

دا غونډه چې د جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ ترسره شوه، سناتورانو دایران د سپاه پاسداران د راکټي برید له امله د اکراینۍ الوتکې سقوط چې د شاوخوا ۱۸۰ تنو ژوند یې واخیست، یاد هېواد او دسپاه پاسداران ډله یې په بې مسئولیتۍ،غیرمسلکي کړنې او سیمه کې د جګړې په اوږدولو تورن کړل او ټینګار یې وکړ چې د نړیوالو اصولو سره سم دې دا پېښه وڅېړل شي او د قربانیانو کورنیو ته دې یو شان غرامت ورکړل شي او ترڅنګ دې د افغان حکومت استازي د پېښې د عواملو څېړنو کې شریک او د افغان شهیدانو جسدونه دې انتقال شي.

ځینو سناتورانو افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور او یا هم وتلو په اړه د ایران د هوایي ځواک د قوماندان امیرعلی حاجی زاده څرګندونې د هېواد چارو کې لاسوهنه وبلله او څرګنده یې کړه افغانستان خپلواک هېواد دی او کولای شي له هر هېواد سره د خپلو ګټو او نړیوالو میثاقونو سره سم چلند او تعامل وکړي او باید د هېواد د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د دیپلوماتیکو لارو تعقیب کړي

دجرګې غړو کابل ښار کې د مجرمینو پروړاندې د کورنیو چارو وزارت دعملیاتو څخه هرکلی او ملاتړ وکړ او وویل، باید د مجرمینو او ترهګرو پروړاندې مبارزه باید دوامداره وي او نورو سیمو ته هم پراخه شي او هم د کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل شول چې د هغو کسانو نومونه چې ویل کیږي د مجرمینو څخه دفاع کوي، دخلکوسره شریک شي.

سناتورانو یو ځل بیا هېواد کې د وروستیو واورو اوروښتونو څخه چې د هوا د ککړتیا د کمښت او د اوبو ذېرمو د زیاتوالي سبب شوي  خوښي وښوده خو د لومړنیو او سون توکو د بیود لوړېدو څخه یې سخته اندېښنه وښوده اوله مسئوله ارګانونو یې وغوښتل چې ددې ستونزو د حل په موخه عملي اجراات وکړي.

د وسلو د کنټرول نړیوالې جایزې د دویم مقام د ترلاسه کولو په موخه د بامیانو ولایت د ماین پاکونکو نجونو  ټیم ته  مبارکي، د بې پیلوټه الوتکې د بمبار له امله د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې پر ملکي تلفاتو نیوکه، تیرې اونۍ کې د هېواد د هوایي ځواک د دوو چورلکو د سقوط د عواملو په څېړنو ټینګار، خلکو سره د قطر د سولې پروسې  د جزئیاتو د شریکولو غوښتنه، په ټاکلي وخت ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګۍ کمېسیون له خوا د ټاکنیزو ټکټونو شکایتونو ته په رسیدګۍ ټینګار، د کاناډا تورنتو ښار کې د یوه افغان ماشوم لاسته راوړنو څخه یادونه چې د یاد ښار د ښوونځیو ترمنځ سیالیوکې یې لومړی مقام ترلاسه ګټلی او ځیني نور مسایل هم بحثونو کې مطرح شول.

22-Jadi98-JAL2.JPG

د مطرح شویو مواردو جمع بندۍ کې دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د هغو ۱۳ افغان شهیدانو دکورنیو سره  چې ایران کې د الوتکې د سقوط له امله یې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ غمرازي څرګنده او وویل باید د نړیوالو قوانینو او اصولو سره سم د افغان شهیدانو کورنیو ته غرامت ورکړل شي او د افغانستان حکومت دې دموضوع په تړاو ایراني لوري سره بحث وکړي.

د مشرانو جرګې رئيس د ایران د هوایي ځواک قوماندان څرګندونې سیمه کې د شته وضعیت له امله احساساتی یادې کړې او څرګنده یې کړه افغانستان د امریکا متحده ایالتونو او ناټو سازمان سره امنیتي ستراتیژیک تړونونه لري او له بلې خوا د ایران اسلامي جمهوریت سره دیني، فرهنګي او د ګاونډي توب اړیکې لري او کولای شو د ددې هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې بحث ولرو، خو د هیڅ لوري جګړه او تیری زموږ له خوا د ملاتړ  وړ نه ده او غواړو شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي تر څو سیمه امن شي ځکه جګړه او تاوتریخوالی نه یوازې د هېوادونو په ګټه نه دي بلکې سیمې کې د نویو ستونزو سبب ګرځي.

د سنامجلس رئیس کابل کې د جنایي جرمونو سره د مبارزې په اړه د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ورستيو اقداماتو ملاتړ او قدرداني وکړه او د یادو تدابیرو په زیاتوالي یې ټینګار وکړ تر څو کابل میشتي د غلو او جنایت کارانو څخه خوندي شي، همدراز یې وغوښتل که چیرې کوم دولتي مقام د مجرمینو د خوشي کېدو له پاره کوښښ کوي نومونه  دې د رسنیو له لارې خلکو سره شریک شي، تر څنګ یې د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې د هوایی برید، د آمر عبدالستار غوربندي پرکور برید او د کندهار د یوه اوسېدونکي د شهادت څخه خواشیني څرګنده کړه او اړوند کمېسیون ته یې دنده وسپارله تر څو په دې برخه کې د امنیتي منسوبینو سره خبرې وکړي.

غونډه کې د اجندا سره سم د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د ځینو موادو د ډېرښت اړوند د ولسمشر ۳۵۲ ګڼه تقنیني فرمان چې کمېسیونونو کې څېړل شوې وو، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شو.

همدا راز د (سي ام آر) سړک له لارې د کالیو د نړیوال حمل او ترانزیت د قرارداد کنوانسیون او افغانستان کې د سلو ښوونځیو د رغاونې د تمویل اړوند د سعودي عربستان د پراختیایي صندوق هوکړه لیک چې د مجلس کمېسیونونو پرې بحثونه کړي وو، د نړیوالو چارو کمېسیون د مرستیال او غړو له خوا وړاندې او تصدیق شول.

22-Jadi98-JAL3.JPG

دغه راز د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو کمېسیون د تقنیني اوولسمې دورې د دویم اجلاس کاري  رپوټ د قاري میرحاتم تره خېل ، د قومونو، قبایلو،سرحدونو، کوچیانو،معلولینو او دشهیدانو دپاتې کسانو کمېسیون رپوټ د ډاکټر محمدآجان منګل او د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون رپوټ د مینا شیرزاد له خوا وړاندې شول چې دیادو رپوټونو جزئیات به وروسته خپاره شي.