اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل
Meshran-logo.png
دمشرانوجرګې اونیزه اجندا
د ۱۳۹۸ کال د مرغومې د میاشتی ۲۱ نیتی څخه د مرغومې تر۲۶ نیتې پوری

موضوعګانې

نېټه

 

۱. کار په کمېسیونونو کې .

۲. د مشرانو جرګې د ریسانو کمېټې جوړېدل.

 

شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۱ نېټه

عمومي غونډه

۱. د نصاب بشپړېدو پوري آزاد بحثونه.

۲.  د سی ام آر سړک له لاري د کالیو د نړیوال حمل او ترانزیت قرارداد کنوانسیون اړوند بحث.

۳. د سعودي عربستان پراختیایی صندوق او د ا فغانستان ترمنځ هېواد کې د سلو بابو ښوونځیو د رغاونې پروژې د پور هوکړه لیک باندي کار.

۴. د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د ځینو موادو د ډېرښت اړوند د جمهور رئيس ۳۵۲ ګڼه تقنینی فرمان اړوند بحث.

۵. د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو کمېسیون، د قومونو، قبایلو، سرحدونو او کوچیانو د چارو کمېسیون، د دینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېۍیون د تقنینی روان کال د دویم اجلاس د رپوټونو وړاندي کول.

 

 یکشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۲ نېټه

 

کار په کمېسیونونو کې

 

دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۳ نېټه

عمومي غونډه

۱. د نصاب بشپړېدو اړوند بحثونه.

۲. د سعودي عربستان هېواد د پراختیایی صندوق او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د کابل د حلقوي سړک پروژې د پور هوکړه لیک اړوند بحثونه.

۳. د سعودي پراختیایی صندوق او افغانستان ترمځ د ارملک، سبزک او قلعه نو سړک جوړونې پروژې د پور هوکړه لیک اړوند بحثونه.

۴.د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون، عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې کمېسیون، د نړیوالو چارو کمېسیون، د تقنینی، عدلي او قضایی چارو کمېسیون او د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون د کاري رپوټونو وړاندي کول.

۵. د بدخشان ولایت څخه د مشرانو جرګې د پلاوی د سفر رپوټ وړاندي کول.

 

سه شنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۴ نېټه

 

کار په کمېسیونونو کې

 

چهارشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۵ نېټه

موکلینو سره د سناتورانو کتنې

پنجشنبه د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۶ نېټه