اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲۱ مه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو خپلو ناستو کې په مختلفو مواردو بحثونه او پرېکړې وکړې.

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د کمېسیون د اونیز کاري پلان اړوند د بحث سربیره د سعودي عربستان پراختیایي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د کابل د حلقوي سړک پروژې هوکړه لیک مطالعه او تایید شو.

 21-Jadi98-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئيس ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډه کې د پستي خدمتونو د تنظیم قانون طرح، د سعودي عربستان پراختیایي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د حلقوي سړک پروژې هوکړه لیک او د دې د ضمیموي صندوق د ملاتړو ترمنځ د ارملک، سبزک او قلعه نو سړک رغاونې پروژې د پور هوکړه لیک په اړه بحث  او لازمې پریکړې وشوې.

همدا راز غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنو سربېره دغزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د خاکریزک بازار د کلینیک د غیر معیاري رغاونې اړوند د یادې ولسوالۍ د مکنکو خوردک او زایده اوسېدونکو شکایت او د سیمه ییزو شوراګانو څخه د قراردادي شرکت له خوا د څلورو میلیونو څخه د زیاتو افغانیو د اخیستو په مورد  بحث او پرېکړه وشوه تر څو د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت مالي او اداري معین ، اړوند رئیس او د قراردادي شرکت رئيس دې یوې راتلونکې غونډه کې د موضوع په تړاو څرګندونې وکړي.

21-Jadi98-Rifai.JPG 

د مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د پستي خدمتونو د تنظیم قانون طرح چې د اتلسو فصلونو او اته دېرشو مادو درلودونکې ده مطالعه او په کې یو لړ پیشنهادي نظریې مشخصی شوې.

21-Jadi98-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون غونډه کې د سعودي عربستان پراختیایی صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ دکابل د حلقوي سړک پروژې هوکړه لیک مطالعه او تائید شو.

21-Jadi98-Emtizat.JPG 

د کمېسیون د مرستیالي شاه بي بي کاموي په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، معلولینو او شهیدانو د پاتې کسانو چارو د کمېسیون غونډه کې د پستي خدمتونو د تنظیم قانون طرحې اړوند بحث او د نورو څېړنو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شوه.

همدا راز غونډه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د ایران او پاکستان هېوادونو څخه د روان کال په اوږدو کې د پنځه سوه زره تنوو افغان کډوالو د بیرته راستنېدو اړوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ په هکله خبرې او یادونه وشوه چې زیاتره یې په جبري توګه راستانه شوي دي، همداراز وویل شول چې د ترکیې هېواد څخه همخ شاوخوا پنځه ویشت زره تنه هېواد ته بېرته راغلي د کمېسیون غړو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه وغوښتل ترڅو د بیرته راستنېدونکو په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

21-Jadi98-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د مرستیال سیدصفي الله هاشمي په مشرۍ د نړیوالو چارو  دکمېسیون غونډه کې دسعودي عربستان پراختیایي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ دکابل حلقوي سړک پروژې هوکړه لیک او د دې د ضمیموی صندوق د ملاتړو ترمنځ د ارملک، سبزک او قلعه نو سړک رغاونې پروژې د پور هوکړه لیک اړوند جلا بحثونه وشول او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول او وپتییل شوه چې یاد هوکړه لیکونه دې د تصدیق په موخه یوې عمومي ناستې ته وړاندې شي.

د غونډې په بله برخه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو کې د جنایي جرمونو د مرتکبو او مظنونیو د نیولو په اړه د کورنیو چارو وزارت او کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د وروستیو اقداماتو څخه چې پربنسټ یې لسګونه مجرمین چې کابل ښار کې یې د عامه نظم او امنیت په خرابېدو کې دخیل وو مثبت ګام و ګڼه او هیله څرګنده شوه تر څو دغه اقدام دوام ومومي.

21-Jadi98-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د هېواد د شهیدانو په ځانګړي توګه د شهیدسناتور الحاج سراج الدین صفري او د مشرانو جرګې د دارالانشا کارکوونکو چې د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په یوویشتمه نېټه د تروریستي پېښې له امله په په شهات رسیدلي وو یادونه او د شهیدانو روحونو ته دعا وشوه.

همدارنګه  دسعودي عربستان د پراختیایي صندوق اوافغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ افغانستان کې د سلو بابو ښوونځیو د رغاونې د پروژې هوکړه لیک او د سعودي عربستان پراختیایي صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د کابل د حلقوي سړک پروژې د پور هوکړه لیک په جلا توګه مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول او هم غونډه کې راغلو عریضو ته رسیدګي وشوه.

21-Jadi98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډه کې د ملي شورا غړو د موټرو د تردد د قانوني کېدو اړوند د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۲۰۸۶ ګڼه حکم د پلي کېدو څرنګوالی د مالیې وزارت د ګمرکونو معین او عمومي رئيس او د  ترافیکو عمومي رئیس سره مطرح شو.

هغوی وویل د موټرو د تردد قانوني کیدل محصول او د نمبر پلیټ برابرولو ته اړتیا لري چې تراوسه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د ملي شورا د  غړو د موټرو لست نه دی راستولی خو د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو جمهوري ریاست ته وړاندیز لیږلی او درې لارې یې په کې مشخصې کړي چې د هریوه په  عملي کولو به یې کار پیل شي.

همدا راز د ولسي جرګې له خوا د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې د تصویب د ځنډ پربنسټ د معاشونو د نه ورکړې اړوند د دولتي یو شمېر کارکوونکو شکایتونه د مالیې وزارت د بودجې رئيس سره مطرح شول.

نوموړي پدې اړه د نوي سیستم څخه یادونه او وویل ستونزه دم ګړۍ حل شوې او د کارکوونکو د یوې میاشتې معاش د اړوندو ادارو بودجې ته انتقال شوی او باید ادارې ژرترژره اجراات وکړي.

دغه راز د کانونو وزارت د پالیسۍ معین له خوا د جبري استعفا په غبرګون د کانونو وزارت د بشري سرچینو د رئیس او یو شمېر ریسانو راغلی شکایت او خصوصي سکتور ته د سپارلو په وخت د ترفیعاتو او دولس کلنی کاري سابقې د نه محاسبی اړوند د غوري سمنټو او شمال ډبرو سکرو د تصدۍ د کارکوونکو شکایت د کانونو وزارت مالي او اداري معین سره مطرح شول.

نوموړي وویل د کانونو وزارت د بشري سرچینو رئيس د تشکیلاتو له مخې د دې معینیت تر اثر لاندې وو او د پالیسۍ معین دې برخه کې ښکېل نه وو چې دا عمل د وزارت د مشرتابه له خوا هم غبرګون سره مخ شوی، همدا راز نوموړي د یادو کارکوونکو د شکایتونو په تړاو وویل، د یادې موضوع حل د جمهوري ریاست حکم ته اړتیا لري چې په خواشینۍ سره د کارکوونکو له خو لازم اسناد زموږ واک کې نشته او باید د مالیې وزارت نظر هم جمهوري ریاست ته راغلي وړاندیز کې درج شي.

21-Jadi98-Shikayat.JPG 

د کمېسیون غړو پرېکړه وکړه چې د بشری سرچینو د رئيس د شکایت په تړاو دې د یاد وزارت د پالیسۍ معین یوې غونډه کې ګډون وکړي او همدا راز د یادو کارکوونکو د شکایت اړوند پرېکړه وشوه تر څو د مالیې وزارت اداري او مالي معین او د تقاعد خزینې رئیس دې په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي.

د غونډې پای کې د وړکتونونو د اعاشوي توکو د بې کیفیت والي او کار ځای وړکتونونو ته د اجباري ګمارنې ادعا اړوند د اوسېدنې ځای د وړکتونونو د یو شمېر ښوونکو د راغلي شکایت په تړاو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وړکتونو د عمومي رئیس لیکلی رپوټ مطالعه او پرېکړه وشوه چې کمېسیون به د اسنادو د مطالعې وروسته خپل دریځ روښانه کړي.