اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۱ نیټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د رئیسانو د کمېټې غونډه کې د راتلونکوعمومي ناستو اجنداوې وټاکل شوې.

21-Jadi98-Komita1.JPG

د رئیسانو د کمېټې د پرېکړې پربنسټ سبانۍ ناسته کې به د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د ځینو موادو د ډېرښت په اړه  د ولسمشر ۳۵۲ ګڼه تقنیني فرمان، د سي ام آر سړک له لارې د کالیو د نړیوال حمل او ترانزیت دقرارداد کنوانسیون، د سعودي عربستان پراختیایي صندوق او د افغانستان ترمنځ د سلو بابو ښوونځیو د رغاونې پروژې د پورهوکړه لیک او د ولایتي شوراګانو،د قومونواو قبایلو، د دیني او فرهنګي چارو د کمېسیونونو د تقنیني روان کال د دویم اجلاس رپوټونه وړاندې شي .

او دمرغومې د ۲۴ نېټې دغونډې  آجندا کې د مواصلاتو او مخابراتو، عامه هوساینې، د نړیوالوچارو ، د تقنیني، عدلي او قضایی چارو او د ښځو چارو دکمېسیونونو کاري رپوټونه، د بدخشان ولایت څخه د مجلس د پلاوي رپوټ،د سعودي عربستان هېواد د پراختیایي صندوق او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د کابل د حلقوي سړک پروژې د پور هوکړه لیک او د سعودي پراختیایي صندوق او افغانستان ترمنځ د ارملک، سبزک او قلعه نو سړک جوړونې پروژې د پور هوکړه لیک شامل شول.

او هم پرېکړه وشوه چې د مرغومې د ۲۹ نېټې ناسته کې دې د شکایتونو د اورېدو او دفاعي چارو دکمېسیونونو او د مشرانوجرګې د تقنیني اوولسمې دورې د کلني رپوټ د اورېدو سربیره به  د پستي خدمتونو د قانون دطرحې په اړه بحث وشي.

21-Jadi98-Komita7.JPG

بله برخه کې د هېواد د یو شمېر ځوانانو لاسته راوړنې د مډالونو او تقدیر لیکونو په ډالۍ کولو سره وستایل شوې.

21-Jadi98-Komita2.JPG

غونډې د فدراتیفي روسیې په یوې سیالۍ کې د آزادو مبارزو د لوبغاړي حسین بخش صفري اتلولي، محمد الله زوکیوال چې د هند په یوه پوهنتون کې یې د غوره محصل د سرو زرو مډال ګټلی وو، د انګلستان څخه د روغتیا د اتل دجایزې دګټونکي ډاکټر نوروز حقمل ، د جی دی سو سکرترجنرال حارس ابوي او د سوک وهنې د استاد عسکر رحیمي لاسته راوړنې تقدیر کړې.

21-Jadi98-Komita3.JPG

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار دوی ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل د بېلا بېلو رشتو ورزشکاران په کمو امکاناتو توانیدلي چې مهمې لاسته راوړنې و لري او هېوادوالو ته

21-Jadi98-Komita6.JPG

 خوښۍ وبښي اوهم یې ژمنه وکړه که چیرې ورزشکاران مینه وال وي چې سیالۍ یې خپرې شي نو د مشرانوجرګې تلویزیوني شبکه به یې په ژوندۍ بڼه او وړیا توګه خپرې کړي.

21-Jadi98-Komita5.JPG