اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د سلواغې ۴ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشارنو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومی ۱۸ مه

د مشرانوجرګې د کمېسیونونو ناستو کې په بېلابېلو مواردو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن صدیقې بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون غونډه کې د اساسي قانون اونۍ اړوند بحث او څرګنده شوه چې شپاړس کاله د دغه قانون د تصویب اوړي چې د ټولو هېوادوالو له پاره د ملي وثیقي په توګه د درناوي وړ ده او هم د محتوا او اصولو له پلوه بی ساری او د بشر ټولنیز او سیاسي ژوند سره همغږی دی.

بله برخه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي څخه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ وویل شول که څه هم د وروستیو واورو د ورښت له امله د کابل ښار هوا لږ څه پاکه خو اړتیا شته چې د هوا د ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه له هېوادوالو وغوښتل شول چې د غیر معیاري سون توکو ګټه وانخلي او هم د اړوندو بنسټونو څخه د موټرو په ګډون د ټولو دود زېږونکو موادو د مخنیوي غوښتونه وشوه.

 18-Jadi98-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئیس مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون غونډه کې د سعودي پراختیایی صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ هېواد کې د سلو ښوونځیو د رغاونې پروژې هوکړه لیک مطالعه او تائید شو.

غونډې د دولتي ادارو، د استوګنې ښارګوټو او کورونو کې د دود د تصفیې ماشین د لګولو او انرژۍ د تولید او تسخین په موخه د ټیرونو، ربړونو او پلاستیکو د سوځونې د منعې په اړه د ولسمشر احکام مطالعه او څرګنده کړه چې مسئولې ادارې د یاد حکم په پلي کولو مکلف دي او باید د استثنا پرته لازم اجراات وکړي تر څو کابل کې د هوا ککړتیا تریوه بریده راکمه او د ناروغیو څخه مخنیوی وشي.

18-Jadi98-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس قاری میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتی شوراګانو، مصئونیت او امتیازونو د کمېسیون کې د سعودي پراختیایی صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر منځ هېواد کې د سلو ښوونځیو د رغاونی پروژې هوکړه لیک مطالعه او د بحث پاتي موارد د کمېسیون راتلونکې ناستې ته وځنډول شول.

18-Jadi98-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، شهیدانو او معلولینو د چارو د کمېسیون غونډه کې د سعودي پراختیایی صندوق او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر منځ هېواد کې د سلو ښوونځیو د رغاونی پروژې هوکړه لیک مطالعه او د لا زیاتو څېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شو.

اوهم د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت رپوټ مطالعه شو یاد رپوټ کې د دغې ادارې د کاري اجرااتو ترڅنګ یادونه شوې چې دنوې پالیسۍ پلي کېدو او بېلا بېلو پروګرامونو سره به د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوی وشی او له هېواد بهر میشتو کډوالو او کورنیو بیځایه شویو ستونزو ته به رسیدګي وشي او هم په رپوټ کې د ملګرو ملتونو سازمان څخه غوښتنه شوې چې افغان کډوالو ته د لومړیتوب په پام کې نیولو سره دوی ته د کاري فرصتونو برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.

18-Jadi98-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون غونډې یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله د مواصلاتي لارو د بندښت او د دې څخه د رامنځته شویو ستونزو اړوند خبری او پرېکړه وشوه چې پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزارت مسئولان دې د کمېسیون یوې ناسته کې دخپلو اجرااتو په اړه رپوټ ورکړي.

غونډې د راغلو عریضو د رسیدګۍ سربیره کابل ښار، غزني او فاریاب ولایتونو کې د روغتیایی خدمتونو وړاندی کولو کې د ستونزو په مورد بحث او پرېکړه وکړه د عامي روغتیا وزیر دې د کمېسیون یوې ناسته کې په دې تړاو وضاحت ورکړي.

18-Jadi98-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د یو شمېر تحصیلی بنسټونو د طبي برخو د لغوې په اړه د خصوصي لوړو زدکړو د موسسود اتحادیې شکایت د لوړو زدکړو وزارت د محصلانو چارو معین پوهاند بري صدیقي او ځينو نورو مسئولانو سره مطرح شو.

ناسته کې د شفاء، اساس او کابورا لوړو زدکړو موسسو څخه د څآرنیزی لیدنې په وخت د کمېسیون ترلاسه شوي معلومات هم مطرح شول.

د لوړو زدکړو وزارت معین وویل وزارت د کړنلار او مقررې سره سم د خصوصي لوړو زدکړو بنسټونو څخه د کیفیت د څرنګوالي څخه څارنه ترسره کړې او رپوټ یې کابینې ته وړاندې شوی اود کابینې د پرېکړې له مخې د یو شمېر هغو خصوصي لوړو زدکړو بنسټونو فعالیت چې کړنې یې کمزورې ارزول شوې وې، یواځې کابل ښار کې د دریو تحصیلی بنسټونو او ولایتونو کې د شپږو بنسټونو طبي برخې لغوه شوې.

 کمېسیون د خصوصي تحصیلي بنسټونو په تړاو د یاد وزارت د مسئولانو څرګندونې د قناعت وړ ونه ګڼلي، پرېکړه وشوه چې دغه موضوع دې د مشرانو جرګې او لوړو زدکړو وزارت ادرس څخه په ګډه کابینې ته وړاندې شي تر څو یادې برخه کې له سره غور وشي.

18-Jadi98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غونډې وړکتونونو کې د بی کیفیته غذایی توکو د وېش او د ژمي موسم کې د خپلو تبدیلیو اړوند د وړکتونونو د لسګونه ښوونکو راغلی شکایت د وړکتونونو د عمومي رئیس سره مطرح شو.

نوموړي دې برخه کې وویل،د ۶۹ تنه باالمقطع ښوونکو چې د مالیې وزارت له خوا د روان کال د لیندۍ میاشت کې یې بودجه قطع شوه، هغوی اړ شول د اوسېدلو ځای د وړوکتونونو ښوونکي په خدمتي ډول د خپلو کورونو ترڅنګ ځایونو کې وګماري او زیاته یې کړه، غذایی توکي د روغتیا وزارت د روغتیایي ټیم او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تصدیق وروسته ویشل کیږي.

 کمېسیون د نوموړي د څرګندونو د اورېدو سره پرېکړه وکړه چې راتلونکې ناسته کې دې د خپلو خبرو اړوند لازم اسناد وړاندې کړي تر څو پربنسټ یې پرېکړه وشي.

دغه راز غونډې کابل ښار کې د هوا ککړتیا د زیاتوالي او نفتي توکو د بیو د د لوړوالي موارد د نفتي توکو تصدۍ او د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیالانو سره مطرح شول.

 د نفتی توکو د تصدۍ مرستیال وویل په ټیټه بیه د اوبلن ګازو د وېش ثابت او سیار مرکزونه د کابل ښار بېلا بېلو سیمو کې جوړ شوي او حاضر دي چې اوبلن ګاز په عمده توګه هم بازار ته وړاندي کړي.

ورپسې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال د خپلو کړنو د پایلو اړوند معلومات وړاندې او زیاته کړه د چاپیریال ساتنې د ککړتیا انساني او طبیعي مهم دوه عوامل د ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځیدلی او په خواشینۍ سره د ځینو لوړپوړیزو ودانیو، روغتونونو او حمامونو خاوندانو د دې ادارې کارکوونکي ګواښلي او مقررات نه رعایت کوی.

د کمېسیون غړو د یادو چارواکو د څرګندونو د اورېدو ترڅنګ د یادو ادارو د اجرااتو په ځانګړتیا نیوکه او پرېکړه وکړه چې د نفتي توکو تصدۍ دې د راتلونکو څلرویشتو ساعتونو په موده کې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د دولتي اوبلن ګاز د ویش ځایونو آدرس خلکو سره شریک کړي او د اوبلن ګاز پلورونکو څخه چې په خپل سر یې د ګازو بیی لوړي کړي دي، جدي څارنه وکړي او د اړتیا په صورت کې به د کمېسیون غړي هم دې کنفرانس کې ګډون وکړي او همدا راز وویل شول د چاپیریال ساتنې ادارې مسئولان چې د جمهوري ریاست عالي مقام او امنیتي چارواکو سره منظمې ناستی لري ولی تراوسه د کاري خنډ د حل اړوند یې د دوی څخه همکاري نه ده غوښتې او د موضوع د اهمیت په پام کې نیولو سره پرېکړه وشوه چې یاده موضوع دی د دغی اداری له خوا په سملاسي توګه د امنیتي چارواکو او جمهوری ریاست عالي مقام سره شریکه شي تر څو د سرغړونکو سره جدي او اجباری چلند وشي.

په پای کې د کورونو څخه د جبري اېستلو د ادعا اړوند د مخابراتو وزارت د متقاعدو کارکوونکو شکایت چې شاوخوا څلویښت کاله وړاندې د مخابراتو وزارت له خوا پردوی ویشل شوي دي او همدا راز د تقاعد امتیاز کې د لس کاله دندي د ترسره کولو د نه محاسبی د ادعا اړوند د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ او د غوری سمنتو د کارکووونکو شکایت د مخابراتو وزارت د مالي رئیس او د تقاعد خزینې د رئیس سره مطرح شول.

18-Jadi98-Shikayat.JPG 

د مخابراتو وزارت مالي رئیس وویل، د د ې وزارت ملکیت څو کاله مخکې د کارکوونکو د اړتیاو پربنسټ د موقتې استفادي په موخه د هوکړه لیک په لاسلیک سره پردوی ویشل شوي او دم ګړۍ د یادو کارکوونکو غبرګون سره موضوع د دولت قضایاو له لارې لومړۍ محکمې ته لیږل شوې چې محکمې د کورونو په خوشې کولو حکم کړی.

کمېسیون پرېکړه وکړه چې سترې محکمې ته به مکتوب ولیږي او وبه غوښتل شي چې کارکوونکو ته د استیناف غوښتنې فرصت ورکړل شی او تر څنګ دې په هغوی د هرډول فشار مخنیوی وکړي.

همدا راز د تقاعد خزینې رئیس د شمال ډبرو سکرو او غوري سمنټو تصدۍ د کارکونکو د ادعا اړوند وویل دا فابریکه د لسو کلونو له پاره د کارکوونکو سره مل خصوصي سکتور ته سپارل شوې خو خصوصی سکتور د تقاعد ونډه دولت ته نه ده سپارلې او هر کله چې د کانونو وزارت دغه پيسې ورکړی مشکل به حل شي.

کمېسیون د زرو کارکوونکو څخه زیات حجم ته په پام سره پرېکړه وکړه چې د اړوندو وزارتونو ګډ وړاندیز دې جمهوري ریاست سره شریک شي.