اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د زمري ۱۳ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومی ۱۷ مه

د دویم نایب ډاکټرمحمد آصف صدیقي په مشرۍ د مشرانوجرګې د نن ورځې غونډه کې د آزادو بحثونو سربېره د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون کاري رپوټ واوریدل شو.

17-Jadi98-JAL1.JPG

آزادو بحثونو کې د غونډې رئیس او یو شمېر سناتورانو د کابل ښار یولسمه ناحیه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د جهادي قوماندان آمر ستار او څلور تنو ملګرو وژل د پوښتنې وړ وبلل او څرګنده یې کړه چې نوموړي حکومت سره نېږدې اړیکې لرلې که جرم یې درلود باید ترنیول کېدو وروسته محاکمه شوی وای له دې پرته  د ملکي وګړو په کورونو دملي امنیت دا ډول عملیات او دهغوی لمنځه وړل د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن جوړوي همداراز وویل شول مخکې هم ننګرهار، لوګر، لغمان او میدان وردګو ولایتونو کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له خوا ظالمانه وژنې ترسره شوي چې جدي غبرګونونه یې لرل او باید دا پېښه د ولسمشر له لورې ګمارل شوی پلاوی په جدي توګه وڅېړي او جزئیات یې له خلکو سره شریک کړي.

دمجلس غړو یو ځل بیا کابل ښار کې د وژنو، تښتونو، وسله والو غلاو، د موبایلونو او نورو وسایلو د پټولو په ګډون د جنایي جرمونو د زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده او ټینګار درلود چې ولسمشر او د ملي امنیت شورا باید دپلازمېنې د امنیت د ښه کېډو په اړه اړین اقدامات ترسره کړي ترڅو له دې پلو دخلکو اندېښنې حل شي.

ځینې سناتورانو قطر کې طالبانو سره د امریکا د خبرو د څرنګوالي په اړه نظریې وړاندې او ټینګار وکړ چې دا ځل باید د تل پاتې اوربند اوبین الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بحث وشي ترڅو دسولې بهیرکې پرمختګ رامنځ ته شي.

د هېواد لویو لارو کې د امنیت د نه شتون، په مالي فساد د ارزګان د امنیه قوماندان تورنېدل، د هغو ولسواليو د مواصلاتی لارو په پرانیسته ټینګار چې د واورو د ورښت له امله تړل شوي ، د ټاکنیزو شکایتونو د ژر څېړنې غوښتنه، دویم پړاو ته د ټاکنو د تلو په اړه د یوناما دفتر په وړاندوینې نیوکه، د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې د نه تصویب له امله د دولتي کارمندانو د معاشونو د نه اجرا کېدو یادونه، ، د دیپلوماتیکو لارو بهرنیو سره د دولتي چارواکو په کتنو ټینګار او یوشمیر نور مسایل هم د غونډې آزادو بحثونو کې وویل شول.

17-Jadi98-JAL2.JPG

د غونډې جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي اړوندو کمېسیونونو ته د مطرح شویو یو لړ مواردو د لیږلو تر څنګ، وویل چې قطر ته د خلیلزاد په تلو سره هیله مند یو چې د سولې د خبرو پایلې مثبتې او د اوربند دټینګښت او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره شي او هېوادوال د خبرو له پایلو باخبره وساتل شي، ځکه د پردې ترشاه مذاکرات خلکو ته د منلو نه دي او باید د امریکا متحده ایالات په رښتینې توګه دې بهیر کې همکاره وي.

 دجرګې دویم نایب زیاته کړه دکابل د هوا ککړتیا دکمولو په موخه حکومت باید  راتلونکي کې د برېښنا او په  ارزانه بیه د ګازو  برابرولو ته لومړي توب ورکړي  او د استوګنې ښارګوټو د رغاونې، د موټرو تورید او نور هغه مواردو مخه ونیسي چې د هوا د خرابوالي سبب کیږي.

ډاکټر صدیقی ټاکنیزو مسایلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې ټاکل شوې موده کې ثبت شوي شکایتونه وڅیړي ترڅو وروستۍ پایلې اعلان شي ځکه د ټاکنو بهیر ډېر اوږدېدل به د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند منفي اغیزې وکړي.

په پای کې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د تقنیني اوولسمې دورې د لومړي کال د دویم اجلاس کاري رپوټ د کمیسیون د رئیس محمد عظیم قویاش له خوا غونډې ته وړاندي شو.

 د رپوټ پربنسټ کمېسیون اته څلویښت غونډې کړي اوهم یې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې د مسودې په اړه لازمې څېړنې وکړې او دسناتورانو مشورتي نظریې یې په کې ځای کړې او ترڅنګ د دولتي چارواکو د معاش د تنظیم قانون ځینو موادو کې د تعدیل او ډېرښت اړوند د حکومت پیشنهادي طرح ، د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د درېمې ګڼې ضمیمې په اړه ۳۵۱ او ۳۵۲ ګڼه تقنیني فرمانونه کمېسیون کې نهایي او تصویب ته وړاندې شوي.

17-Jadi98-JAL3.JPG

سناتور قویاش زیاته کړه، د یادو قوانیو سربیره د کمېسیون غړو د پنځلس عنوانه قوانینو او لسو هوکړه لیکونو او نړیوالو میثاقونو اړوند خپلې نظریې اړوندو کمېسیونونو ته لیږلي او د وزیرانو په ګډون یې ګڼ شمېر حکومتي چارواکي د خلکو د ستونزو د حل، د اقتصادي او ټولنیز سکتور د فعالیتونو او کړنو څخه د څارنې په موخه استجواب کړي دي.