اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال مرغومي ۱۴ مه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د ریسانو د کمېټې ناسته کې د راتلونکو عمومي غونډو اجنداوې وټاکل شوې.

14-Jadi98-Komita1.JPG

د غونډې د پرېکړې سره سم، سبانۍ ناسته کې آزاد بحثونه، د تابعیت قانون طرحې اړوند کار، د سولې چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو په اړه د ولسمشرپه ۳۳ ګڼه تقنیني فرمان بحث او د ترکیې څخه د مجلس د پلاوې د رپوټ وړاندې کول او د سه شنبې ورځې غونډه کې به د آزادو بحثونو ترڅنګ د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د ځینو موادو د ډېرښت اړوند ۳۵۲ ګڼه تقنیني فرمان، د سی آم آر سړک له لارې د کالیو د نړیوال تړانزیت او حمل قراداد کنوانسیون، د افغانستان او سعودي عربستان دپراختیايي صندوق ترمنځ  افغانستان کې د سلو ښوونځیو د رغاونې پروژې د پور هوکړه لیک او د ملي اقتصاد کمېسیون د تقنیني روان کال د دویم اجلاس رپوټ په اجندا کې شامل شول.

دغه راز د مرغومی د ۲۲ او ۲۴ نېټې د یکشنبې او سه شنبې ورځو د غونډو اجنداو کې د قومونو او قبایلو، مصئونیت او امتیازونو، دیني او فرهنګي، مواصلاتو او مخابراتو، تقنیني چارو، د ښځو او مدني ټولنې او نړیوالو چارو د کمېسیونونو کاري رپوټونه شامل شول.

همدا راز د مرغومي د ۲۹ نېټې عمومي ناسته کې د دفاعي چارو او کورني امنیت او د شکایتونو د اورېدو کمېسیونونو کاري رپوټونه او هم د مشرانوجرګې د تقنیني روان کال د دویم اجلاس د کړنو څخه د مجلس د منشي له خوا د رپوټ وړاندې کول په پام کې ونیول شول.

14-Jadi98-Komita2.JPG

د غونډې بله برخه کې د آزادو سیالیو د برخې د لوبغاړي سمیع الله فیضي حسین خېل لاسته راوړنې چې توانیدلی ګڼ شمېر لوبو کې اتلولۍ د افغانستان په نوم ثبت کړي، ستاینه او تقدیر وشو.

د مشرانوجرګې رئیس نوموړي ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل د هېواد د بېلا بېلو برخو لوبغاړي په کمو امکاناتو توانیدلي مهمې لاسته راوړنې ولري او هېوادوالو ته خوښي راوړي، نوموړي ژمنه وکړه کوم لوبغاړي چې د خپلو سیالیو د خپرولو مینه وال وي  د مشرانو جرګې تلویزیون به یې په ژوندۍ بڼه او وړیا توګه خپرې کړي همدارنګه ډاډ یې ورکړ چې په راتلونکو لوبوکې به د فیضي څخه ملاتړ وکړي.

په پای کې د مجلس تقدیر لیک او نښان د رئیسانو د کمېټې د رئيس او غړو له خوا سمیع الله فیضی حسین خېل ته ډالۍ او ورته د زیاتو بریاو هیله وشوه.

14-Jadi98-Komita3.JPG

د ویلو ده چې سمیع الله فیضي د ۱۲ کلونوراهیسې رزمي لوبې کوي او دې موده کې یې په ۲۰ نړیوالو لوبو کې ګډون کړی چې په ۱۹ کې یې اتلولي خپله کړې او په وروستي مورد کې هم وتوانید چې خپل بیلاروسی حریف مات او افغانستان ته ویاړ راوړي.