اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۰ مه

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار پرون د یوې ناستې په ترڅ کې قطر کې استوګن د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ګټور فعالیتونه او کړنې تقدیرکړل.

10-Jadi98-MUL1.JPG

ناسته کې د مشرانوجرګې رئيس څرګنده کړه چې ښاغلی دلیلي د خپل کاري ټیم سره توانیدلی چې کوربه هېواد سره د افغانستان د اړیکو پراختیا، قطري چارواکو ته د سولې مسایلو اړوند د افغان دولت د دريځ د وړاندې کولو، هېواد کې د پانګونې په موخه د قطري پانګوالو او بنسټونو د هڅولو او یاد هېواد کې د میشتو افغانانو سره د نږدې اړیکو د ټینګښت په برخو کې مهمې لاسته راوړنې ولري.

10-Jadi98-MUL2.JPG

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، اړتیا شته چې د هېواد ټولې سیاسي نمایندګۍ کوربه هېوادونو ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ځایګاه د معرفي په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.

10-Jadi98-MUL3.JPG

په پای کې د مشرانوجرګې رئیس د عبدالحکیم دلیلي د ګټورو کړنو له امله د مجلس تقدیر لیک او نښان نوموړي ته ډالۍ او قطر کې دافغان سفارت ټولو کارکوونکو ته د لا بریاو هیله مندي وکړه.