اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د زمري ۲۲ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲ نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار نن د خپل کار په دفتر کې په داسی حال کې چې د غزني ولایت سناتور هم حضور درلود د یاد ولایت د ولایتي شورا دیو شمېر غړو، مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

2-Jadi98-MUL1.JPG

کتنه کې دوی وویل غزني چې شاوخوا دوه میلیونه نفوس لري خو په کې د سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو، کوچنیو او لویو بندونو په ګډون ټولګټې پروژې د امنیت د نشتوالي پربنسټ نه دي پلي شوي او خلک حکومت ته ډاډ ورکوي چې د غزني ولایت مرکز او ولسوالیو کې د پروژو د امنیت په برخه کې همکاره دي.

ایزدیار د غزني ولایت تاریخي او فرهنګي مخینې ته په اشارې سره وویل، مشرانوجرګه تل د یاد ولایت د خلکو ترڅنګ ده او د مطرح شویو ستونزو د حل په موخه به ګډه ناسته د اړوندو حکومتي مسئولانو سره جوړه شي.

همدا راز د مشرانوجرګې لومړي نایب د یو جلا ناستې په ترڅ کې د ځوانانو د همپالنې بنسټ د مشرتابه غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

2-Jadi98-MUL2.JPG

دوي د خلکو د ستونزو په حل کې د مشرانو جرګې د لومړي نایب کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ خپلې یو لړ غوښتنې مطرح او ورته یې د رسیدګۍ غوښتونه یې وکړه.

د مشرانوجرګې لومړي نایب د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د یاد بنسټ غوښتنې اړوندو ادارو ته ولیږلې.