اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۳۰مه نېټه

د مشرانوجرګې د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د ددې جرګې د رئیسانو د کمېټې غونډه کې د راتلونکو عمومي ناستو اجنداوې وټاکل شوې.

د ریسانو د کمېټې د پرېکړې پربنسټ د مرغومي د لومړۍ نېټې عمومي غونډه کې د عسکري محاکمو د تشکیل او واکونو قانون د بیا ځلې انفاذ، د پرېکړو، قرارونو او د عسکري محاکمو د ټولو اداری اجرااتو د اعتبار اړوند ۳۱۳ تقنیني فرمان او د ناریه وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو قانون د لومړۍ ګڼې ضمیمې په اړه ۳۰۷ ګڼه فرمان او همداراز د مرغومي د درېیمې نېټې ناسته کې کې د دولتي مقاماتو د معاش د تنظیم قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند د حکومت پیشنهادي طرحې او د افغانستان او اوکراین د دفاع وزارتونو ترمنځ د پوځي همکاریو هوکړه لیک په اجندا کې شامل شول.

30-Qaws98-Komita1.JPG

اوهم  پرېکړه وشوه چې د مرغومي د اتمې نېټې غونډه کې دې د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون د ځینو موادو د ډېرښت اړوند ۳۵۲ ګڼه تقنیني فرمان او د تابعیت قانون طرح او د مرغومي د لسمې نېټې دسه شنبې ورځې ناسته کې د تقنینی اسنادو د طی مراحلو قانون اړوند ۳۰۶ ګڼه تقنینی فرمان په اجندا کې ونیول شول.

بله برخه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال محمد مسعود اندرابي، د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمد ضیا سراج، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیری او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معین عبدالباقي پوپل په ګډون سره د هېواد د امنیتی عمومي وضعیت، مزار شریف کې د نظام الدین قیصاري قضیې، غزني کې د سیمه ییزې اردو د تلفاتو، د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب، د امنیتی سکتور مربوطاتو کې اداري فساد سره د مبارزې او ځینې نورو مسایلو اړوند بحثونه وشول.

30-Qaws98-Komita2.JPG

پيل کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابی وویل، امنیتی سکتور په بشپړې همغږۍ د هېواد په بېلا بېلو برخو په خاص ډول شمال او شمال ختیځو سیمو کې دقیق عملیات پلان او د اجرا په حال کې دي او زیاته یې کړه چې دقیق استخباراتي معلومات ښایي چې د څلورو تیرو کلونو په پرتله د طالبانو د ډلې تلفات زیات شوي، نوموړي زیاته کړه چې د نظام الدین قیصاري پرکور عملیات د بلخ ولایت د پوځي کمیسیون د پرېکړې او د محکمې د حکم پربنسټ ترسره شوي او د قضیې دڅېړلو په موخه پلاوی ګمارل شوی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ۲۰۲۴ کال پورې د ملي پولیسو د موخو د تشریح ترڅنګ وویل، د تښتوونکو باندونو او جنایی جرمونو سره د مبارزې په موخه د کابل ښار په درېو حوزو کې منظم پلانونه د پلي کېدو په حال دي، نوموړي وویل چې یاد وزارت میلیاردونه افغاني د روان کال په اوږدو کې سپما کړي او په پام کې ده چې دغه پیسی د ملي پولیسو په سمبالولو ولګول شي.

30-Qaws98-Komita3.JPG

ورپسې د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمد ضیا سراج وویل، د طالبانو ډلې د مشرتابه حضور او هسته پاکستان کې دي چې د هېواد په داخل کې زیاتره تخریبی بریدونه له همغه ځایه ترسره کیږي چې له دې موضوع څخه نړیوال ځواکونه ښه خبر دي، نوموړي څرګنده کړه چې طالبانو غوښتل د الفتح عملیاتو سره پنځه  ولایتونه سقوط او خپله رهبري هلته انتقال کړي خو برخلاف له سختو ګوزارونو سره مخ شول او تلفات یې شل سلنه زیات شول.

احمدضیا سراج خپلو خبرو کې د سولې بهیر اړوند وویل، د طالبانو مشرتابه کې انسجام شتون نلري او پرېکړه ورته سخته ده او ترڅنګ یې د دوی وروستۍ پرېکړه د پاکستان استخباراتي ترسره کوي.

ورپسې د ملي دفاع وزارت لوي د رستیز ستر جنرال بسم الله وزیري د امنیتي سکتور څخه د مشرانوجرګې ملاتړ کټور یاد کړ او د وېره اچوونکو له شتون څخه د عمومي لارو د پاکولو په ګډون یې د راتلونکي کال د وري میاشت ترپایه د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو اړوند مفصل معلومات ور کړل او ویې ویل، ملي دفاع وزارت کې د مالي فساد سره جدي مبارزه جریان لري او د ملي اردو په لیکو کې هیڅ خیالي ځواکونه شتون نه لري.

نوموړي د امنیتی ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ او د سیمه ییزې اردو د استخدام د ځانګړتیاو څخه د یادونې ترڅنګ وویل، د لومړنیو رپوټونو پربنسټ د سیمه ییزې اردو د سرتیرو ۲۳ تنه په غزنی کې د دښمن د شپږو نفوذي کسانو له خوا پهشهادت رسیدلي او په دې اړه څېړنې رواني دي او هم یې د دا ډول مواردو څخه د مخنیوي له پاره د هڅو څخه ډاډ ورکړ.

30-Qaws98-Komita4.JPG

په پای کې د مشرانوجرګې لومړي نایب د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له کوښښونو اوسرښندنو څخه قدرداني څرګنده کړه او ټینګار یې درلود چې د سناتورانو وړاندیزونو ته دې د اجرااتو په وخت پاملرنه وشي.