دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۷ نېټه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار نن له غرمې
وروسته د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت نوي سفير ښاغلي وانګ يو سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.

کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهير، د اړيکو د پراختيا او پياوړتيا،
د يوه کمربند يوې لارې پروژې، د مشرانوجرګې د کاري ځانګړتياو او د چين مرستو د
دوام په اړه بحثونه وکړل.
د مشرانوجرګې رئيس د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت د سفير په
توګه د ښاغلي يو د ګمارنې څخه خوښي وښوده او د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ یې د غوره ګاونډيتوب او تاریخي دوستۍ څخه یادونه وکړه همداراز یې افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د چين ولسي جمهوريت له هڅو او دیاد هېواد له مرستو څخه د قدردانۍ سربېره هيله څرګنده
کړه چې دا مرستې دې دهېواد د اړتیاو په نظر کې نیولو زیاتې او هم دې سوداګريزې
اړيکې ترپخوا پراخې
شي.

ورپسې ښاغلي وانګ يو د خپل هېواد د چارواکو رسمي بلنه او نېک تمنیات د افغانستان دسنا مجلس رئیس سره
شريک کړل او په افغانستان کې يې د سولې ټينګښت د سيمې هېوادونو په خاص ډول د چين ولسي جمهوريت په ګټه وګڼل او په دې اړه يې د خپل هېواد د لا
زياتو اقداماتو څخه خبر ورکړ، نوموړي ژمنه وکړه چې هېواد یې د افغانستان دولت سره لازمو همکاريو ته چمتو دی او د دواړو دوستو هېوادونو د اړيکو د لا نږدې والي په برخه کې به
د پام وړ اقدامات ترسره کړي.