د مشرانو
جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د
لیندۍ یولسمه نېټه
مشرانوجرګې
د نومبر د پنځه ویشتمې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سره دمبارزې نړیوالې ورځې څخه د یوې پرتمینې غونډې
په ترڅ کې لمانځنه وکړه.

دغه
غونډه چې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په نوښت او د مشرانو جرګې د
دارالانشاء په همکارۍ جوړه شوې وه په کې د جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، نایب منشي
ډاکټرمحمدفیصل سمیع ، یو شمېر سناتورانو او د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدرناصری،
د دارالانشاء مرستیالانو، اړوندو رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، ګډونوالو ته د ښځو چارو د کمېسیون د مشرې
ګلالۍ اکبري لخوا ښه راغلاست وویل شو .

د
مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار پخپلوخبرو کې هېواد کې د تاوتریخوالي د عواملو
په اړه رڼا واچوله او ویې ویل، دغې شومې پدیدې په زیاته کچه ښځو او ماشومانو باندې
منفي اغیزې لرلي او سنامجلس تل ورسره د مبارزې په موخه هڅې کړي او دې مبارزو ته به
دوام ورکوي او ترڅنګ یې د علماو، مشرانو او ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د
تاوتریخوالي د لمنځه وړو په لاره کې جدي او همغږې مبارزې په لاره واچوي او اجازه
دې نه ورکوي چې له دې زیات د هېواد ښځې او ماشومان د تاوتریخوالي ښکار شي.

اوهم
یې ټینګار وکړ چې مسئول ارګانونه دې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي
عاملین د قانون سره سم مجازات کړي تر څو دغه ناوړه رسم له منځه لاړشي.
ورپسې د مجلس نایب منشي ډاکټر محمد فیصل سمیع
، د ښځو چارو د کمېسیون مرستیالې صدیقې بلخي او د تقنیني، عدلي او قضایي چارو د
کمېسیون رئيس مولوي غلام محی الدین منصف د موضوع په اړه خبرې وکړې او فقر، بې
سوادي، ناامنۍ او ناخوښه دودونه یې د هغو عواملو څخه یاد کړل چې په هېواد کې د ښځو
اوماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب ګرځي او په دې لاره کې یې په عملي
مبارزو ټینګار درلود.


په پای کې د ښځو چارو او مدني ټولنې د
کمېسیون افتخاري تقدیر لیکونه یو شمېر سناتورانو، د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی
رئیس، مرستیالانو، د دارالانشاء د اړوندو شعبو رئیسانو او کارکوونکو ته ډالۍ شول.

