اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۱ نېټه

د مشرانو جرګې  دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي نن د ځمکو د غصب په اړه د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې د قلعه قاضی د ګذر یو شمېر وکیلانو شکایت واورید.

11-Qaws98-MUL1.JPG

کتنه کې څو تنو د نورو ګډونوالو په استازیتوب شکایت درلود سره له دې چې شرعي قبالې لري خو د زورواکو له خوا د جعلي قبالو په جوړلو او ګواښلو سره په یادې سیمه کې د دوی ځمکې غصب شوي، هغوی په دې برخه کې د پولیسو د دیارلسمې امنیتی حوزې آمرهم په بې پامۍ تورن کړ اوویل کله چې خپل شکایت ته درسیدګۍ په موخه د ښار جوړونې چارو وزارت، ښاروالۍ او دکابل امنیې قوماندانۍ ته یې مراجعه وکړه چارواکو یې په اړه تر اوسه اقدام نه دی کړی.

د مشرانوجرګې دویم نایب له دوی سره ژمنه وکړه چې د شکایت په اړه به یې د اړوندو مسئولانو سره په اړیکه کې شي.