د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر
د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۱۱ مه نېټه
د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د
ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام
بسم
الله الرحمن الرحیم

مشرانوجرګه د هېواد معلولیت لرونکو افرادو
سره د ژورې خواخوږۍ او پیوستون په څرګندولو سره د ډسمبر درېمې څخه چې د معلولینو
نړیوالې ورځې سره برابره ده ، لمانځنه کوي. او دوی له هغو هېوادپالو او دین دارو
اتلانو له ډلې ګڼي چې د دین، هېواد، ملي نوامیسو او د ولسونو د هوساینې څخه د دفاع په لار کې یې خپل د بدن غړي
له لاسه ورکړي او په ټولنه کې د معلولینو حضور د ویاړ ځای او د هېواد په لاره کې د
میړانې څلی ګڼي.
مشرانوجرګه باور لري چې د هېواد متدین ولسونه
د فرهنګي او هېوادنیو لوړو ارزښتونو او محمدي شریعت د لارښوونو په رڼا کې د ټولنې
دغه ویاړمنه برخه په خپلو دمحبت ډکو غیږو کې نیسي او د دوی د مادي او معنوي اړتیاو
د پوره کولو په لاره کې د هیڅ راز کوښښونو څخه ډډه نه کوي.
دسنامجلس د معلولینو د نړیوالې ورځې د رارسېدو له امله یو
ځل بیا د هېواد معلوله او معیوبه ټولنې سره خپله غمرازي څرګندوي او ټینګار لري چې
حکومتي او نور بنسټونه دې د معلولینو د ژوندانه د ستونزو د حل، سیاسي او ټولنیزو
بهیرونو کې د دوی د ښکېلولو، کارموندنې، په ځان بساینې او روغتیایي خدمتونو د
برابولو په موخه جدي او عملي هڅې وکړي.ومن الله توفیق
د ملي شورا د مشرانوجرګې رئيس
فضل هادي مسلم یار