اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ نهمه نېټه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئیس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون په غونډه کې د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون ضمیمی په اړه ۳۵۱ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د غړو له خو تائید شو.

په بله برخه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه خبرې او ټینګار وشو چې د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مسئولان دې د خپلو اړوندو ادارو د بودجوي واحدونو د اړتیا د حل په برخه کې خپل وړاندیزونه په لیکلي توګه کمېسیون سره شریک کړي.

همدا راز د یوشمېر خصوصي لوړوزدکړو موسسو د ستونزو، د جواز د لغوې، د تعلیمی او تحصیلی عمومي وضعیت او پلازمېنه او ولایتونو کې د استادانو او زده کوونکو د ستونزو په اړه خبرې او وپتییل شوه چې یادې موضوعګاني دې د لیندۍ دشپاړسمې نېټې ناسته کې اړوندو مسئولانو سره مطرح شي.

9-Qaws98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئیس ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، شهیدانو او معلولینو چارو د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه د بحث سربېره، د دولت قضایاو قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت په اړه تقنینی فرمان مطالعه او د زیاتو بحثونو په موخه راتلونکو ناستو ته وځنډول شو.

9-Qaws98-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئیس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د عدلیې وزارت د تقنین چارو د رئيس په حضور سره د دولت قضایاو قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند تقنینی فرمان او د معاملاتو د لارښوونې قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت په اړه تقنینې فرمان باندې بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

9-Qaws98-Adli.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې نبیې مصطفی زاده په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د اوسپني پټلۍ په اړه د جمهور رئيس ۳۲۱ګڼه تقنینی فرمان مطالعه او د زیاتو بحثونو په موخه راتلونکوناستو ته وځنډول شو.

 9-Qaws98-Mukhabirat.JPG

د کمېسیون د رئیس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د حقوقو د تحصیل د طرز قانون او د سرتیرو د ذاتي چارو قانون په اړه د جمهور رئيس تقنینی فرمانونه په جلا توګه مطالعه او د تائید شول.

9-Qaws98-Emtiazat.JPG 

د کمېسیون د مرستیالې مېرمن صدیقي بلخي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د حقوقو د تحصیل د طرز قانون په اړه تقنیني فرمان او د شکایتونو اورېدو او فساد سره د مبارزې بنسټونو د همکاریو له پاره د ایکو سیمه ییز مرکز اساسلیک مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول.

په بله برخه کې د حکومتي ادارو څخه د قدردانۍ د څرګندولو ترڅنګ چې د  ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منعې دشپاړس ورځني کمپاین څخه ملاتړ کړی، د شمتنو او خیریه بنسټونو وغوښتل شول چې د کورنیو بیځایه شویو، ناچاره کورنیو او هغو کسانو سره چې سمڅو کې ژوند کوي بشردوستانه مرستې و کړي.

 9-Qaws98-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئيس انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون غونډې  د ایکو غړو هېوادونو د ګمرکي جرمونو او کالیو قاچاق د اطلاعاتي بانک د جوړېدو هوکړه لیک په اړه د بهرنیو چارو وزارت د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو د مسئول، د پارلماني چارو د رئيس او د پارلماني همکاریو ریاست د مرستیال په حضور سره بحث او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو.

اوهم د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د ستراتیژیک ګډون معاهده دمطالعې او څېړنې وروسته تایید شوه.

دغه راز په  غونډه کې د یادو مسئولانو په حضور سره د نړۍ پارلمانونو سره د اړیکو د ټینګښت او پراختیا او د ملي شورا د بین الپارلماني کمېټو د جوړېدو په اړه خبرې وشوې، مسئولانو وویل چې د دې موخې د ترلاسه کولو له پاره اړتیا ده چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو چارو کمېسیونونه د نورو هېوادونو د پارلمانونو د نړیوالو چارو کمېسیونونو سره د یوه هوکړه لیک په چوکاټ کې مفصل بحثونه وکړي چې  په دې برخه کې د کمېسیون له خوا د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

9-Qaws98-Bio.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د  کمېسییون په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د بشري سرچینو او پارلماني همکاریو ریسانو سره د هېواد سیاسي نمایندګیو کې د یو شمېر دیپلوماتانو د دندو د دوام، ديپلوماتیکو اصولو ته د  اتشو د نه پابندۍ او د یاد وزارت سرپرست سره د کمېسیون د غړو د کتنې تنظیم کې د مسؤلانو د نه اجرااتو په اړه پرله پسې شکایتونه مطرح شول.

هغوی په بهرنیوچارو وزارت کې د یو لړ اصلاحي پروګرامونو څخه د یادونې ترڅنګ وویل، د ولسمشر د لارښوونې په اسا په دې وروستیو کې جدي اقدامات ترکار لاندې دي اوله امله به یې یو شمېر دیپلوماتان په ایران، آلمان، قرغزستان، تاجیکستان او جنوبي کوریا کې چې دندې یې پای ته رسیدلي وي، له دندو لیرې شي.

نوموړو رئیسانو زیاته کړه یو شمېر کړنلارې د طالبانو له وخته تر اوسه پورې د اجرا وړ دي چې د نړیوالو اړیکو په پراختیا سره دغه کړنلارې بسنه نه کوي او ترڅنګ یې د اتشو چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د تسلط اړوند مقرره شتون نه لري چې د یادو مواردو په اړه کار جریان لري.

کمېسیون د چارواکو د څرګندونو په اورېدو سره بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو بهیر باندې ټینګار وکړ او د دې بهیر د پياوړتیا په موخه یې څرګنده کړه چې باید د بهرنیو چارو وزوارت سرپرست سره د کمېسیون د غړو د کتنې زمینه برابره شي.

دغه راز دهرات ولایت صنعتي ښارګوټي کې د سوداګریزو نمرو د بیحده وېش او د غیر سوداګرۍ موخو له پاره د نمرو څخه د ګټې اخیستو په اړه د یاد ولایت د یو شمېر سوداګرو شکایت د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین او اړوند مسؤل سره مطرح شو.

یادو چارواکو د ددې موضوع د تائید سربېره وویل، د کړنلارې سره سم یوکال متخلفینو ته وخت ورکول کیږي او په دې موده کې درې ځلې دوی ته خبرداري ورکړل شوې تر څو خپل فعالیتونه پيل کړي کنه موضوع به اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شي تر څو د محکمې له لاري د دوي د قبالو په ابطال حکم وشي.

د کمېسیون غړو د یاد وزارت له خوا مطرح شوي اقدامات ناکافي وبلل  او پرېکړه یې وکړه تر څو د سوداګرۍ او صنعت وزارت واکمن پلاوی د جدي اقداماتو او څېړنو په موخه سیمې ته ولاړ شي.

همدا راز په یو اړخیز ډول د قرارداد د فسخې په غبرګون د میدان وردګو ولایت د بهسودو د حصه دوم ولسوالۍ د اوبو راګرځولو پروژې څخه د یوه قراردادي (اکسس) شرکت شکایت د کرهڼې او مالدارۍ وزارت معین او اړوندو ریسانو سره مطرح شو.

د یاد وزارت معین په ټاکلي وخت د پروژې د نه تکمیل له امله د قرارداد له فسخې څخه یادونه وکړه او ویې ویل، دم ګړۍ دغه موضوع د ملي تدارکاتو کمېټه کې تر څېړنو لاندې ده.

کمېسیون د شرکت د ادعاو په پام کې نیولو سره چې په ټاکلي وخت یې د پروژې د نه تکمیل علت د یوه سیمه ییز زورواکي لاسوهنه او د هوا سړښت یادوه، د کرهڼې وزارت څخه وغوښتل چې د عارض د ادعا د حقیقت په صورت کې دې اقدام وکړي چې د یاد وزارت معین ژمنه وکړه هرکله چې د عارض شرکت د سیمې د اوسېدونکو تصدیق، د سیمه ییزو او ولایتي مسئولانو تائیدي له ځانه سره ولري، په دې برخه کې به همکاري وکړي.

په پاي کې د لوړو زدکړو وزارت له خوا د حقوقو او مالي امتیازونو د نه اجرا په اړه مالیزیا هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام د شپږ څلویښت تنو محصلینو شکایت د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس سره شریک شو.

نوموړی د چارو د ښه والي او اصلاحاتو د پلي کېدو په اړه د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وویل، د تیر اونۍ په جریان کې د مالیې وزارت سیستم خراب وو او دم ګړۍ دغه ستونزه حل شوې چې تر یوې راتلونکې اونۍ به په یاد هېواد کې د محصلانو حقوق او امتیازونه ورکړل شي.

کمېسیون په وخت سره د دې ستونزې په حل کې د یاد بنسټ څخه قدرداني وکړه او پرېکړه یې وکړه چې د کمېسیون په یوې غونډه کې دې په رسمي توګه دوی تقدیر شي.

9-Qaws98-Shikayat.JPG

د کمیسیون دغړي محمد اکبر ستانکزی په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د پنجشنبې ورځې فوق العاده ناسته کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه د بحثونو په لړ کې د لویې څارنوالۍ اداري مرستیال، د سترې محکمې اړوندو مسئولانو، د کورنیو چارو وزارت د بودجې او مالي رئیس، د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون کمیشنر او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت اړوندو مسئولانو ګډون کړې وو او د ملي بودجې مسودې په اړه یې خپلې اړتیاوی مطرح کړې چې د کمېسیون له خوا ورسره د همکارۍ ژمنه وشوه.

همدا راز د کمېسیون د رئيس محمدعظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په نننۍ غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت اړوندو مسئولانو د شپاړسو پراختیایی پروژو او مالي کال د پیشنهادي بودجې په اړه معلومات وړاندې کړل او د کوچیانو د چارو د انسجام عمومي رئيس د درېو پراختیایی پروژو ، د کانونو او پترولیم وزارت معین د دولسو پراختیایی پروژو، د برېښنا شرکت مرستیال د د څلرویشتو پراختیایی پروژو په اړه، د اتمي انرژۍ عالي کمېسیون هم د پراختیایی پروژو او راتلونکې کال کې د خپلې بودجې په اړه څرګندونې وړاندې کړي او د دې غوښتونکي شول چې غوښتنې یې د بودجې مسوده کې ځای شي.

9-Qaws98-Mali.JPG 

کمېسیون په دې برخه کې پرېکړه وکړه چې د یادو ادارو وړاندیزونه او کتنې به د مالیې وزارت مالي معین، د خزاینو او بودجې رېسانو سره مطرح کړي.