اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې ځینو کمېسیونونو نن په مختلفو مواردو بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئیس محمدعظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه د بحثونو په لړ کې پرون سه شنبه فوق العاده غونډه جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت استازي هم حضور درلود د کلیو د  پراختیا او بیا رغاونې وزارت معین د یاد و زارت د دیارلسو پراختیایی پروګرامونو په اړه څرګندونې وړاندې کړې  چې د کمېسیون له خوا ډاډ ورکړ شو چې وړاندیزونه  به یې د مشرانوجرګې پيشنهادي نظریو کې شامل شي.

د یو بل خبر له مخې د محمدعظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په نننۍ جلا ناسته کې د ښځو چارو، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو وزیرانو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداری معین، د کډوالو چارو وزارت معین او سرپرست او د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې مالي اوادارې معین د بودجې د عمومي رئيس په حضور کې د ۱۳۹۸ مالي کال د پراختیایی پروژو د پلي کېدو په اړه خپل رپوټونه وړاندې کړل او د را تلونکې مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه یې خپلې غوښتنې او کتنې شریکې کړې.

 چې د کمېسیون له خوا یادو چارواکو ته ډاډ ورکړل شو چې مطرح شوي موارد به د مالیې وزارت مالي معین او اړوندو مسئولانو سره شریک کړي تر څو د بودجې مسوده کې شامل شي.

 6-Qaws98-Mali.JPG

د کمېسیون د رئيس ډاکتر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، شهیدانو او معلولینو چارو د کمېسیون په غونډه کې د جګړو او ناامنیو له امله په روان کې د ۳۷۵ زرو بیځایه شویو په اړه د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو دفتر د رپوټ په اړه خبرې وشوې، د حکومتي اړوندو مسئولانو وغوښتل تر څو د بیځایه شویو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

همدا راز په غونډه کې راغلو عریضو ته د رسیدګۍ ترڅنګ د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه بحث او د د سناتورانو مشورتي نظریې اړوند کمېسیون ته ولیږل شوې.

6-Qaws98-Aqwam.JPG 

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د دولت د قضایاوو قانون د ځینو موادو دتعدیل او ډېرښت په اړه تقنینی فرمان باندي بحث وشو، پرېکړه وشوه چې په دې برخه کې د لا وضاحت په موخه د عدلیې وزارت د تقنین چارو رئيس د کمېسیون په یوې غونډه کې څرګندوني وکړي.

6-Qaws98-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټرګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپيریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه بحث او د سناتورانو نظریې او وړاندیزونه اړوند کمېسیون ته راجع شول.

په غونډه کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا ، د خوراکي او سون توکو د بیو د لوړېدو او د نانوایانو له خوا د  ډوډۍ وزن د کمښت په اړه خبرې او پرېکړه وشوه ترڅو مربوطه مسئولان د کمېسیون په یوې ناسته کې استجواب شي.

اوهم  د بغلان او سمنګان ولایتونو د ولایتي روغتونونو د روغتیایی پرسونل او ډاکټرانو د څو میاشتو معاش او امتیازونو په نه حواله کېدو د سختې نیوکې سربېره ټینګار وشو چې د عامې روغتیا وزارت دې پدې برخه کې سملاسي رسیدګي وکړي او د ځنډ په اړه دې کمېسیون ته ځواب ووایی.

 6-Qaws98-Rifai.JPG

د کمېسیون د رئيس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملی بودجې مسودې په اړه بحث او د لغمان ولایت قرغه یی ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د جوړېدو په اړه وړاندیز د ملي اقتصاد کمېسیون ته  واستول شو چې د پیشنهادي پروژو نوملړ کې ځای شي.

اوهم  د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکمنستان ترمنځ د ستراتژیک ګډون معاهده او د اقتصادي همکاریو سازمان د ګمرکي جرمونو او کالیو د قاچاق اطلاعاتي بانک د جوړېدو هوکړه لیک مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شول. 

د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون په غونډه کې د قندهار ولایت د مدني ټولنې او همغږۍ شورا رئيس د یاد ولایت د یو شمېر ځوانانو سره یوځای ګډون وکړ.

غونډه کې هغوی د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون د رئيس محمد هاشم الکوزي له کړنو او خدمتونو څخه يه نیکۍ یادونه وکړه او ویې ویل، نوموړي تل د خلکو ستونزې اوریدلی او د حل په موخه یې هڅې کړي چې په همدې موخه د کندهار ولایت ځوانان نوموړي ته تقدیر لیک ډالۍ کوي، تر څو په راتلونکې کې د دې زیات هېوادوالو ته خدمتونه وکړي.

ورپسې د کمېسیون رئيس محمدهاشم الکوزي د کندهار ولایت د مدني فعالانو د معنوي تقدیر څخه مننه څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د تیر په شان به د خلکو په چوپړ کې وي.

6-Qaws98-Dfai.JPG 

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو د کمېسیون غونډه کې د سوداګریزو محاکماتو اصولو قانون ضمیمی په اړه ۳۵۱ ګڼه تقنیني فرمان مطالعه او د غړو له خو تائید شو.

په بله برخه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په ځانګړې توګه د پوهنې، لوړو زدکړو، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو، د افغانستان علومو اکاډمۍ، ملي راډیو تلویزیون، بدني روزنې او مرکزي احصائیې د بودجې په اړه خبرې او په دې برخه کې د غړو نظریې مطرح شوې.

6-Qaws98-Farhangi.JPG 

د غونډې په پای کې د ملي بودجې په اړه د عبداللطیف نهضت یار له خوا د نورستان د خلکو وړاندیزونه وړاندې او وویل شول چې دیاد ولایت خلک د لس کیلو متره سړک د رغاونې او د کلتن کلي څخه د نورګرام ولسوالۍ پشوک پورې د یوه کانکریټي پول د جوړېدو او هم د واما ولسوالۍ د بلکتون او دیسنګل درو کې د شپږ کیلو متره سړک د رغاونې غوښتونکي دي چې باید ورته ته پاملرنه وشي، همدا راز سناتورې مینا شیرزاد د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو یو لړ وړاندیزونه مطرح کړل تر څو د ملي بودجې مسوده کې ځای شي.