اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ پنځمه نېټه

د لومړي نایب محمدعلم ایزدیار په مشرۍ د مشرانوجرګې د نن  ورځې غونډې غور ولایت کې د نوي اداري واحد د جوړېدو په اړه د جمهوري ریاست د حکم د تائید سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه بحثونه وکړل.


5-Qaws98-JAL1.JPG

غونډه کې د غور ولایت په چوکاټ کې د شورابک په مرکزیت د مرغاب ولسوالۍ اداري واحد د جوړېدو په اړه د جمهوري ریاست مقام ۶۶۳ ګڼه حکم چې کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون د رئيس او  غړو له خوا وړاندې او دسناتورانو له خوا تائید شو.

اوهم ټینګار وشو کوم فرمانونه چې د اداري واحدونو د جوړېدو په موخه صادر شوي دي، د طی مراحلو په موخه دې ملي شورا ته واستول شي.

دغه راز د غونډې رئیس او غړو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړو د شپاړس ورځني کمپاین دپیل څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رپوټ په اساس د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تیرو کلونو په پرتله اته اعشاریه دوه سلنه زیات شوی اوهم د کورونو چاپیریال د افغان مېرمنو له پاره ناامنه ځای ګڼل شوی چې باید د کور او کار چاپیریال کې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي او په دې برخه کې د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کیښودل شي همدارنګه دې علما، مشران او ټول هېوادوال د ښځو ځورونې د شومې پدیدې پر وړاندې جدي او همغږې مبارزه پرمخ یوسي.

په یوې برخه کې د بغلان ولایت سناتور ډاکټر محمدفیصل سمیع پلخمري ښار کې په اعتراض کوونکو د سړو اوبو او اوښکې بهونکو ګازو په کارونه د پولیسوځانګړو قطعاتو په عمل نیوکه او ټینګار وکړ چې د ټاکنو بهیر یو سیاسي پروسه ده، دفاعي او امنیتي ځواکونه باید د ټاکنو مسایلو پر وړاندې د بی پریتوب دريځ خپل کړي، خو ځینو سناتورنو وویل چې د ټاکنو کمېسیون په خپلو کړنو کې خپلواک دې نباید خلک، ټاکنیز ټیمونه او حکومت یې په کارونو کې ممانعت او مزاحمت و کړي.

5-Qaws98-JAL2.JPG

یو شمېر غړو د هزاره شریف قوم پر وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د دولت جوړونکې ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح لیکنه سپکاوی او جرم یاد کړ اوټینګار یې درلود چې هیڅوک حق نه لري داسې مسایلو کې ملنډې ووهي او د انسانانو خلقت ته پېغور ورکړي او که چیری نوموړی د کوم ټاکنیز ټیم څخه په دې اړوند سند لري، باید یې له خلکو سره شریک کړي.

د جوزجان ولایت د ولسوالیو د امنیتي وضعیت نازک ګڼل او په یاد ولایت کې د هوایی ډ‌ګر په جوړېدو ټینګار، د لسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزی ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کېدلوڅخه خواشیني او شته اختلافاتو د حل غوښتنه، د لوګر ولایت ښوونځیو کې د جنسي ځورونې په اړه د یاد ولایت د مدني ټولنې د مسئول د ادعاو د څېړنو غوښتنه، د پولیسو له خوا نیمروز ولایت کې د هلمند ولایت د دوو سوداګرو د شهادت د ادعا دڅېړلو غوښتنه، کابل کې د یوناما کارکوونکو په موټر د برید غندل او ځینې نور مسایل هم مطرح شول.

د یادو مواردو په جمع بندۍ کې د جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار له سیاسیونه وغوښتل ترڅو د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره له اختلافونو ډډه وکړي او د مهمو مسایلو په خاص ډول د سولې بهیر اړوند دې ملي اجماع رامنځته کړي.

نوموړي د ناامنو سیمو او د هېواد د لویو لارو وضعیت ته د جدي رسیدګۍ په ټینګار سره روښانه کړه چې د هېواد امنیتی سکتور دې په ټاکنیزو مسایلو کې خپل بی پریتوب وساتي، اوهم یې وویل باید د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان کې ټاکنیز عدالت په پام کې ونیول شي او ټاکنیز کمېسیونونه، نوماندان او سیاسیون دې د شته اختلافونو د حل له پاره په یوې هوکړه سلا شي.

د مشرانوجرګې لومړي نایب وویل، امرالله صالح په خپل فیسبوک کې د خپلې پخوانۍ لیکنې څخه بښنه غوښتې او دغه مسله یې یو سوء تفاهم ګڼلې دې.


5-Qaws98-JAL3.JPG

په پای کې سناتورعبداللطیف نهضت یار دختیځو ولایتونو څخه د مشرانو جرګې د پلاوي سفر رپوټ چې په جریان کې یې د یادو ولایتونو د پوهنې، لوړو زدکړو، حج او اوقافو، تاریخي ځایونو او نورو برخو کې څخه لیدنه کړې وه، وړاندې کړ چې ټاکل شوې مکمل رپوټ یې د مشرانوجرګې د سبا ورځې د خبرونو په ردیف کې خپور شي.