اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۴ مه نېټه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو په خپلو ناستوکې په مختلفومواردو بحثونه وکړل.

د کمېسیون د رئیس قاري میرحاتم تره خېل په مشرۍ د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه د بحث سربېره د شکایتونو د اورېدو او فساد سره د مبارزې بنسټونو همکاریو له پاره د ایکو سیمه ییز مرکز اساسلیک مطالعه او د کمېسیون د غړو له خوا تائید شو.

په پای کې د کابل ښار مکروریانونو په مربوطاتو کې د ملګرو ملتونو سازمان پر کارکوونکو د ترهګرو له خوا ترسره شوې چاودنه چې له امله یې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په کلکو ټکو وغندل شوه او ټینګار وشو چې مسئول ارګانونه دې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې جدي هڅې وکړي.

 4-Qaws98-Emtiazat.JPG

د کمېسیون د مشرې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د منعې د نړیوالې ورځې په اړه بحثونه وشول، په غونډه کې یادونه وشوه چې له دې ورځې څخه هر کال په ټول هېواد کې لمانځنه کیږي او د تاوتریخوالي څخه د مخنیوي لارې چارې تر بحث او ارزونې لاندې نیول کیږي خو اوس هم افغانستان د هغو هېوادونو له جملې څخه دې چې د ښځو پر وړاندي یې د تاوتریخولي ګراف لوړ دې چې باید د دې شومی پدیدی سره د مبارزې په موخه لا زیاتي هڅې وشي.

اوهم غونډه کې دولتي ادارو او کورونوکې  کې د ښځو پر وړاندې د د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د بشري حقونو کمېسیون د رپوټ په اړه د مشرانو جرګې د  عمومي غونډې د پرېکړې پر بنسټ خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

 4-Qaws98-Zanan.JPG

د کمېسیون د رئيس مولوي غلام محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د معاملاتو د لارښوونې قانون د ځینو موادو د  تعدیل او ډېرښت په اړه تقنینی فرمان باندی بحثونه وشول او تر څنګ یې د دې په تړاو د ټول هېواد د معاملاتو د لارښوونې اتحادیې عریضه مطالعه شوه.

د معاملاتو د لارښوونې اتحادیه وایی چې په یاد قانون کې حکومت د ملکیت د تضمین عرفي سند د معاملاتو د لارښوونې جواز لیک متقاضی له پاره حذف کړی په داسی حال کې چې عرفي سند د افغانستان په مدني قانون کې معتبر پیژندل شوی ، کمېسیون د موضوع په تړاو پرېکړه وکړه چې د قانون متن دې د مدني قانون سره سم اصلاح شي.

د غونډې په بله برخه کې د حقوقو د تحصیل طرز قانون په اړه د جمهوری ر یاست د ۳۱۵ او ۳۵۸ ګڼه تقنیني فرمانونو د مطالعې سربېره د برېښنا د نشتوالي په اړه د کابل ښار اوولسمه ناحیه کې میشت د افسرانو ښارګوټي د اوسېدونکو عرض پاڼه واوریدل شوه او وپتییل شوه چې د برېښنا شرکت رئیس دې د کمېسیون په یوې ناسته کې پدې اړه څرګندونې وکړي.

4-Qaws98-Adli.JPG 

د کمېسیون د رئيس ډاکټرګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه بحث وشو د کمېسیون غړو څرګنده کړه چې د مالیې وزارت باید د یو شمېر کوچنیو پروژو پر ځاي چې په ناامنو سیمې کې موقعیت لري او د پلي کېدو امکان یې هم کم وي یو شمېر لویې ټولګټې پروژې په مسوده کې شاملې کړي.

همدا راز د روان کال د ژمي څخه د رامنځته شویو احتمالي پېښو په اړه بحث وشو، پرېکړه وشوه چې د لیندۍ د یولسمې نېټې په غونډه کې دې پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر دخيلې ادارې دچمتووالي په اړه وضاحت ورکړي.

په وروستۍ برخه کې یو شمېر ورزشکاران چې په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې ښه ځلیدلي وو، د کمېسیون د غړو له خوا تقدیرشول.

4-Qaws98-Rifai.JPG 

د کمېسیون د رئيس انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د شکایتونو د اورېدو او فساد سره د مبارزې بنسټونو د همکاریو له پاره د ایکو سیمه ییز مرکز اساسلیک او د سرتیرو د ذاتي چارو قانون په اړه د جمهور رئیس ۳۴۸ ګڼه تقنینی فرمان په جلا جلا توګه مطالعه او د کمېسیون د  غړو له خوا تائید شول .

اوهم  د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه د بحث سربېره، د مکروریانو په ساحه کې چاودنه وغندل شوه او د امنیتي مسئولانو وغوښتل شول تر څو د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې لازم اقدامات وکړي.

 4-Qaws98-BIo.JPG

د کمېسیون د رئيس عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو  د کمېسیون په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ په اړه د ولمسشر تقنینی فرمان تائید شو.

همدارنګه د عادي او پراختیایی بودجې په برخه کې د ملي راډیو تلویزیون او علومو اکاډمۍ د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې د  مسودې سند مطالعه او وپتییل شوه چې اړوندې ادارې د خپلو حقوقو او امتیازونو څخه د دفاع په موخه دې خپلې طرحې د کمېسیون سره شرېکې کړي ترڅو ورته رسیدګي وشي.

په وروستۍ برخه کې د غور ولایت په چوکاټ کې د شوراو په مرکزیت د مرغاب ولسوالۍ د ادراي واحد د جوړېدو په اړه د جمهوري ریاست حکم تائید شو.

4-Qaws98-Farhangi.JPG 

د کمېسیون د رئيس محمد عظیم قویاش په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د لیندۍ د درېیمې په فوق العاده غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسودې په اړه د بحث په اوږدو کې د ترانسپورت وزارت معین او د یاد وزارت د سړکونو ، تدارکاتو او مالي ریسانو د مالیې وزارت د خزاینو ریاست د استازي په حضور د خپلو اړوندو یوسلو لسو پراختیایی پروژو او په  خاص ډول حلقوي سړک، کلیوالي سړکونو، د باروړلو او مسافري ترمینلونو د جوړېدو، د یو شمېر هوایی ډګرونو د رنوې لیکو پراختیا او اسفالت او یو شمېر نورو مسایلو په اړه څرګندونې وړاندې او له کمېسیونه یې وغوښتل چې وړاندیزونه او کتنې دې د بودجې په مسوده کې ځای شي چې د کمېسیون له خوا د یادو مواردو په اړه دهمکارۍ ډاډ ورکړل شو.

همدا راز د بېرته راستنېدو، بیځایه شویو او تل پاتي پراختیا د موخو پروګرامونو د همغږۍ واحد پروژې په اړه د اجراایه ریاست د دفتر د اړوندو مسئولانو سره د کمېسیون په فوق العاده غونډه کې خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

دغه راز د کمېسیون د رئيس په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په نننۍ ناسته کې د کرهنې او مالدارۍ وزارت، د نورم او ستندر عالي ادارې او مرکزی احصائیې ادارې، د جمهوری ریاست د ساتنې قطعې اړوندو مسئولانو د پراختیایي پروژو په اړه څرګندونې و کړی.

4-Qaws98-Mali.JPG 

په دې ناسته کې د کرهڼې و زارت مسئولانو د پنځه دېرش پروژو، د نورم او ستندرد عالي اداری د شپږو پروژو، د مرکزی احصائیې د اوو پروژو او د جمهوری ریاست د ساتنې قطعې مسئولانو د درېو پروژو په اړه معلومات ور کړل چې د کمېسیون له خوا ډاډ ورکړل شو چې یاد موارد به د مالیې وزارت د خزاینو او بودجې رئیس او مالي معین سره شریک کړي.