اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د۱۳۹۸ کال د لیندۍ ۴ نېټه

د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار نن له غرمې مخکې د خبریال، لیکوال او سیاسي شنونکي حامدعلمي له مثبتو کړنو او هڅو ستاینه وکړه.

4-Qaws98-MUL2.JPG

په دې ناسته کې د مجلس لومړي نایب په داسې حال کې چې د مشرانوجرګې د تقدیر لیک او نښان په ورکړې سره د نوموړي د فرهنګي کړنو څخه تقدیر کاوه، د خبرو په ترڅ کې وویل، حامد علمي یوې دینداره، ادیبې او فرهنګي کورنۍ پورې تړاو لري او توانیدلی د هېواد په سختو شرایطو کې د اطلاع رسونې له لارې خلک د ورځې له مهمو پېښو باخبره وساتي.

د مشرانوجرګې لومړي نایب د فرهنګیانو او لیکوالانو څخه د ټولنې د معنوي پانګې په توګه یادونه وکړه او ویې ویل سنامجلس د فرهنګي څېرو ملاتړی دی.

ورپسې حامد علمي د خپلو دیارلسو چاپ شویو کتابونو څخه یادونه وکړه او د هېواد فرهنګیانو او روڼ آندو څخه د مشرانوجرګې د لومړي نایب د ملاتړ او پاملرنې څخه یې مننه و کړه.

همدا راز د مشرانوجرګې لومړي نایب د آزادو مبارزو د برخې یو شمېر ورزشکارانو سره چې نن د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون له خوا ستایل شوي وو، په خپل کاري دفتر کې وکتل.

4-Qaws98-MUL1.JPG

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د خبرو په ترڅ کې وویل، د ستونزو او محدودیتونو سره سره زموږ لوبغاړي توانیدلي چې په ملي او نړیواله کچه سیالیو کې ورزشي بېلا بېلو رشتو کې ښه وځلیږي او لوي ویاړونه د هېواد په برخه کړي..