اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ درېمه نېټه

د لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ د مشرانوجرګې د یکشنبې ورځې په غونډه کې د یوه عنوان قانون د تصویب سربېره ، ناروې هېواد کې د یوه شخص له خوا د قرآنکریم سوځول د اعلامیې په صادرولو سره په سختو ټکو وغندل شول.

3-Qaws98-JAL1.JPG

سناتورانو د یوې کفري خشنې څېرې په واسطه ناروې کې د قرآنکریم سوځول د ټولو اسلامي اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف کار وګڼه، ټینګار یې وکړ چې دغه قضیه دې د دیپلوماتیکو لاري تعقیب او د مجلس د غړو غبرګون دې د یاد هېواد چارواکو ته ورسول شي ترڅو یاد شخص تر جدي مجازاتو لاندې ونیسی او ترڅنګ یې د یو مسلمان ځوان مېړانه چې د قرآن پاک پاتي پاڼې یې د سوځولو څخه وژغورلي، وستایل وشوه.

په نننۍ غونډه کې وویل شول سولې د نږدې کېدو اصلي لار اوربند دی، هیله ده چې د امریکا متحده ایالات په دې پړاو خبرو کې دې برخې ته لازم تمرکز وکړي، اوهم د افغانانو ترمنځ مذاکرات، د سیاسیونو اجماع او په  ملي شورا کې د خلکو د استازو رول د دغه ملي بهیر د پياوړتیا په برخو کې اړین وبلل شول.

د مجلس غړو ولسمشر څخه وغوښتل چې امریکا ته په خپل سفر کې د افغانستان د سولې موضوع د امریکایی لوري سره په جدي توګه مطرح کړي، ځکه یاد هېواد د بېلا بېلو لارو کولای شي د سولې بهیر سره مرسته وکړي.

په نننۍ ناسته کې سناتوران د ټاکنو د پایلو د اعلان او ټاکنیزو کمېسیونونو سره په ځانګړې توګه د ولایتي کمېسیونونو د دروازو په پرانیسته کې د همکارۍ غوښتونکې شول ترڅو دغه پروسه بشپړه او له دې پلوه د هېوادوالو تشویشونه حل شي.

همدا راز سناتورانو د کشفي او امنیتی ارګانونو د کمزورتیا، جنایي جرمونو او وژنو د زیاتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې څو ورځې وړاندې سیاسي شنونکی وحید مژده کابل کې ترورشو چې باید حکومت د دا ډول ناوړه جنایتونو عاملین وپیژني او مجازات یې کړي.

د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو له اتلولیو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړو د نړیوالې ورځې څخه یادونه، د ژمي موسم کې کورنیو بیځایه شویو او اړو کسانو ته رسیدګي، د فلسطین اشغال شویو سیمو کې د یهودي میشتو ښارګوټو د په رسمیت پیژندلو په اړه د ټرامپ په پرېکړې نیوکه، د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې مسوده کې نه توازن او ځینې نور مسایل هم آزادو بحثونو کې مطرح شول.

3-Qaws98-JAL2.JPG

د بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار ملي بودجه یوه ملي مسئله وګڼله او ویې ویل چې په دقت دې پرې کار وشي ترڅو متوازنه او افغانستان شموله شي او ترهغه وخته چې په بودجه کې د مجلس د غړو غوښتنې، وړاندیزونه او لیدلوري په پام کې ونه نیول شي، ملی بودجه به د سنامجلس له لورې تائید نه شي.

د جرګې لومړي نایب هېواد کې وروستۍ هدفي وژنې د اندېښنې وړ وګڼلې او ویې ویل، پلازمېنه کې د سیاسي چارو د شنوونکې او لیکوال وحید مژده وژل د اندېښنې وړ دي.

لومړي نایب له نوموړي څخه د فرهنګۍ او سیاسي شخصیت په نوم یادونه وکړه او ویې ویل، پوښتنې پیداکیږي چې ترهګر څه ډول بریالی کیږي ترڅو د موټرسایکل او بی غږه وسلې څخه په ګټې داسې شخصیت په شهادت و سوي، نوموړي د کشفي او استخباراتي بنسټونو وغوښتل چې د دې قضیې د عاملینو په پيژندلو، نیولو او مجازاتو کې جدي اقدامات وکړي.

د مجلس نایب اړوندو کمېسیونونو ته د ځینو مسایلو د لیږد سربېره په هېواد کې د پوځیانو د تلفاتو او ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي مواردو د زیاتوالي په اړه د امریکا ځانګړي څېړونکي (سیګار) رپوټ د اندېښنې وړ وګڼه او د اړوندو ارګانونو یې وغوښتل چې د دې رپوټ د رد یا تائید په اړه دې غبرګون وښایي.

لومړي نایب دینی مقدساتو ته سپکاوی د نه منلو وړ وباله او د هغه شخص کړنه چې په ناروې کې یې د قرانکریم په سوځولو لاس پوري کړی په کلکو ټکو وغنده او ویې ویل په خواشینۍ سره اسلام او قران ته سپکاوی په لویدیځو ټولنو کې زیات شوی، ایزدیار د اسلامي هېوادونو او د اسلامي هېوادونو کنفرانس څخه وغوښتل تر څو په دې اړه بی تفاوته پاتې نه شي.

د مجلس لوموړي نایب له ټاکنیزو خپلواکو کمېسیونونو وغوښتل چې  د پایلو اعلان، د ټاکنو اړوند قوانینو، کړنلارو او پرېکړو په چوکاټ کې وڅيړي او هغو مواردو ته چې د شخړو سبب ګرځي قانوني رسیدګي وکړي.

همدا راز د اجندا سره سم د اوبو چارو د تنظیم قانون طرح چې د مجلس کمېسیونونو کې څېړل شوې وه د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون د رئيس او غړو له خوا غونډې ته وړاندې او د رایو په اکثریت تصویب شوه او ترڅنګ یې د دولت قضایاو قانون په ځینو موادو کې د تعدیل او ډېرښت، د عسکري محاکمو د تشکیل او واکونو قانون د بیا انفاذ او د پرېکړو، قرارونو او د عسکري محاکمو د اداري اجرااتو اعتبارپه اړه تقنینی فرمانونه او د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د دفاع وزارت او د اکراین د دفاع وزارت ترمنځ د پوځي همکاریو هوکړه لیک غړو ته معرفي او اړوندو کمېسیونونو ته واستول شول.

په پای کې سناتورمحمد نادر بلوڅ د آسیایی پارلمانونو اجرایی شورا لومړي اجلاس کې د ګډون څخه د مجلس د پلاوي رپوټ چې په ترکیه کې جوړ شوې وو، وړاندې او ویې ویل په دې ناسته کې د آسیایی ۱۷ هېوادونو د پارلمانونو استازو ګډون درلود چې په پيل کې د اداري پلاوي ټاکنې ترسره او له امله یې د ترکیې د پارلماني پلاوی رئیس د رئیس په توګه او سناتور محمد نادر بلوڅ د دې ناستې د مرستیال په توګه وګمارل شول.

نوموړي زیاته کړه چې په پروګرامونو کې د ماشومانو د وضعیت، د بشري ټولنې د پرمختیا، د کارګرانو د وضعیت، د امنیت ټینګښت، آسیا کې د انرژۍ د سوداګرۍ او ځینو نورو مهمو مواردو په اړه مفصل بحثونه وشول.

3-Qaws98-JAL3.JPG

سناتور بلوڅ زیاته کړه د مشرانوجرګې پلاوي د هېواد د امنیتي ستونزو په تړاو خپل نظرونه څرګند او د افغانستان په قضیو کې یې د ښکېلو هېوادونو وغوښتل شول چې  په نړیواله کچه له دې هېواد سره مرسته وکړي او هم یې د ګډونوالو غوښتنه که چیری د دی مجمع د غړو امنیتی وضعیت ته پاملرنه ونه شي، نه شو کولای خپلو ټاکل شویو موخو ته ورسیږو.

 د ویلو ده چې پلاوي کې سناتور محمد نادر بلوڅ ، سناتور محمد اکبر ستانکزي او د دارالانشاء دلوی ریاست د پارلماني او مسلکي چارو مرستیال تیمور شاه قویم ګډون درلود.