اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غبرګولي ۱۵ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتی دفتر

د ۱۳۹۸ کال د ليندۍ ۳ 

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړو د نړيوالې ورځې (دنوامبر د ۲۵) په مناسبت د مشرانوجرګې پيغام:

بسم الله الرحمن الرحیم

3-Qaws98-Payam.jpg

د ملي شورا مشرانوجرګه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړو د نړيوالې ورځې د رارسېدو په مناسبت هېواد کې د ښځو او کم عمره ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او د ښځو، ماشومانو او سړو په ګډون يادې کړنې د نه زغم ، د ديني او د هېواد د ملي ارزښتونو او رواجونو سره په ټکر کې ګڼي.

مشرانوجرګه زړه خواشینونکي رپوټونه په واک کې لري چې د ګمراهانو او جنایت کوونکو له خوا په کم عمره ماشومانو د جنسي تیري په ګډون د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک اعمال، وژنو، ټپي کېدو او بد چلندۍ ښکارندوی دي،  او د دا ډول ناوړه اعمالو پر وړاندې نفرت څرګندوي او د دې غوښتونکې ده چې حکومت او مسئول ارګانونه د داسې غیرانساني اعمالو د عواملو د لمنځه وړو په موخه ګټور اقدامات وکړي او مرتکبین یې د قانون او اسلامي شریعت سره سم مجازات کړي.

همداراز د دیني عالمانو، روڼ آندو، دټولنې مخورو، مدني، سياسي، فرهنګي او ټولنيز بنسټونو هم غواړي چې  د مناسبو لارو دحل په موندو سره خپل فعاليتونه چټک او همغږي کړي.

د سنامجلس یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړو د نړیوالې ورځې په درشل کې د دوي د مدني، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقوقو د تامین په موخه هیله مند ده چې د ښځو او نجونو د سالمو ظرفیتونو د جوړېدو له پاره د کار او تحصیل مناصب فرصتونه رامنځته شي او هغه اسانتیاوې چې نړیواله ټولنه یې زموږ په واک راکوي ورڅخه معقوله ګټه واخیستل شي ترڅو د ښځو او د ټولنې د نورو برخو پر وړاندې هر ډول ظلم او تاوتریخوالي د لمنځه وړو په لاره کې کاروشي

مشرانوجرګه ځان ژمن او مکلف ګڼي چې د ټولو دولتي او ټولنیزو بنسټونو ترڅنګ د خپلو قانوني واکونو په چوکاټ کې د ښځو حقوقو څخه دفاع وکړي او د قوانینو په تصویب کې د دوی ټولو حقه حقوقو ته لازمه پاملرنه وکړي.و من الله توفیق

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم یار