د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۹ مه
د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي
مسلم یار نن د خپل کار په دفتر کې کابل کې استوګن د امریکا د متحده ایالاتو سفارت
مرستیالې مېرمن کران دیکر سره وکتل.
دغه کتنه کې د سولې بهیر او د بین الافغاني
مذاکراتو د پیل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، اداري فساد سره د
مبارزې، په لازم ډول د امنیتي ځواکونو د تجهیزاو د داعش ډلې په ځپلو کې د افغان
امنیتی ځواکونو د پام وړ لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې.

د مجلس رئیس فضل هادي مسلم یار اداري فساد
یوه شومه او له زیان ډکه پديده وګڼله او ور سره یې د جدي مبارزې په برخه کې د
افغان دولت د ژمنو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، تمه ده چې نړیوال همکاران په
ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
د مشرانوجرګې رئيس د سولې ټینګښت د افغانانو
اساسي اړتیا یاده کړه او هیله یې وښوده چې د امریکا متحده ایالات هغو شکایتونو ته
چې په دې برخه کې شتون لري پاملرنه وکړي او د افغانستان خلک دې طالبانو سره خبرو
اترو کې د هر پرمختګ څخه باخبره وساتي تر څو د لیدلورو په شریکولو سره ګډ او همغږې
پرېکړې وشي.
نوموړې وویل طالبانو سره د سولې خبرو کې ممکن
د امریکا د متحده ایالاتو او ډاکټر زلمي خلیلزاد په ارادو شک موجود نه اوسي خودا
چې مذاکرات د افغان حکومت د استازو دشتون پرته پرمخ ځي او نه پوهیږو چې د
افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د راتلونکي لپاره څه
لیدلوری لري او په عملي توګه دسولې په اړه
څه اقدامات روان دي نو دا موارد مو دشک لورې ته بیایي.
د مشرانو جرګې رئيس د دواړو هم تړونه
هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو او همکاريو نږدې والی ګټور وګڼه او د دې اړیکو په پياوړتیا یې ټینګار
درلود او هم یې د داعش د ځپلو په لاره کې
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ځواکونو له سرښندنو په نیکۍ
یادونه وکړه او د افغانستان امنیتي سکتور څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ یې حیاتي او
ګټور وباله.

ورپسې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت
مرستیالې مېرمن کران دیکر په خپلو خبرو کې د اداري فساد سره د مبارزې پر وړاندې د
مشرانوجرګې د رئيس او غړو د کوښښونو او د دې ملي بنسټ له پرېکړو ستاینه او په دې
برخه کې یې د خپل هېواد د ملاتړ څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې بېلا بېلو
مسایلو کې د مشرانو جرګې د غړو د نظریو او مشورو د ترلاسه کولو له پاره اقدام کیږي
اوهم یې د متواترو ناستو او زیاتې همغږې غوښتنه وکړه.
نوموړې ننګرهار کې د داعش ډلې په ټکولو کې د
امنیتي ځواکونو د ښو لاسته راوړنو څخه ستاینه درلوده او افغانستان سره یې د زیاتو
مرستو له پاره د خپل هېواد د تیاریو خبر ورکړ اوهم یې د دريو طالب بندیانو د خوشې
کولو په اړه د افغان دولت پرېکړه د طالبانو سره
د مخامخ خبرو د پیل له پاره مهم ګام یادکړ.
د امریکا د سفیر مرستیالې طالبانو سره د
ډاکټر زلمي خلیلزاد دلیدنو په اړه وویل امریکا د سولې بهیر کې د بین الافغاني مذاکرتو د پیل غوښتونکې ده او په
هېڅ ډول به د راتلونکي حکومت په اړه بحث ونکړي او بحثونو کې یواځې امنیتي برخې ته
پام اړول شوی ځکه د کورنیو مسایلو په اړه هر ډول پرېکړه د افغانانو شخصي مالکیت دی.