اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

 د ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۳ مه

د (مشرانوجرګې لومړي نیابت کې د محمد علم ایزدیار یو کلنې کړنې) تر نامه لاندې د رسالې  د نقد، څېړنې او مخ کتنې لمانځغونډه  پرون د نظر د خاوندانو په حضور د ملي شورا الحاقیه کې جوړه شوه.


23-Aqrab98-GEN1.JPG

په دې غونډه کې چې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار، دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقي، د جرګې منشی مولوي عبدالله قرلق، د ملي شورا ځینوغړو،د مشرانوجرګې ددارالانشاء لوی رئيس عبدالمقتدرناصري، د دارالانشاء ریسانو او کارمندانو، د پوهنتونونو استادانو، ځینو شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د مدني ټولنو غړو ګډون درلود، دسنامجلس لومړي نایب د میلمنو د حضور څخه په هرکلي سره د مشرانوجرګې د لومړي نیابت د دفتر د فرهنګي سلاکارمحمد اکرام اندیشمند او د یاد اثر لیکونکي له کوښښونو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دې کتاب کې د ملي شورا د تاریخي مخینو سربېره د مشرانو جرګې د فعالیتونو او کړنو یادونه شوې چې کولای شي د هغو له پآره چې د افغانستان د پارلماني بېلا بېلو دورو او پارلماني چارو کې معلومات ترلاسه کړي، ګټور واقع شي.


23-Aqrab98-GEN6.JPG

 ورپسې د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم یار دا نوی چاپ شوی کتاب د لومړي نیابت په خاص ډول د محمدعلم ایزدیار ښه ابتکار وګڼه او ویې ویل، په هغه ټولنه کې چې د کتابونو چاپ او خپرول او د مطالعې فرهنګ شتون ولري اوسېدونکي به یې ویښ او فعاله وي له دې پرته به د مختلفو ستونزو سره مخ وي، دمجلس رئیس څرګنده کړه چې دا کتاب به د یوه تاریخي اثر په توګه پاتي شي چې د مشرانوجرګې د کړنو د خپرولو سربېره یې، له پیل څخه د هېواد د بېلا بېلو پارلمانونو د  پړاوونو تاریخي دورې معرفي کړې دې.


23-Aqrab98-GEN5.JPG

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه په اوسنیو شرایطو کې د خلکو څخه استازیتوب سخت کار دی او نن چې د هېواد د پرمختګ له پآره هڅې کیږي په مقابل کې یې ترهګرې ډلې زموږ هېوادوال په خاورو او  وینو کې لمبوي چې ورستی مثال یې د کابل  ښار پنځلسمه حوزه کې پرونۍ غیرانساني برید دی چې ډیری قربانیان یې ماشومان وو، نوموړي د سراسري سولې د ټینګښت د هیلې ترڅنګ د مشرانو جرګې لومړي نایب او همکارانو ته یې چې د دې اثر په لیکلو کې یې زحمتونه ګاللي ، د ډېرو بریاو هیله وکړه.


23-Aqrab98-GEN4.JPG

همدا راز لیکوال شمس الحق آرینفر او د غونډې یو ویناوال یاد اثر ګټور او مهم وباله او وویل په اوسنیو شرایطو کې د ټولنې د اصلاح او نقد کلتور په بنسټیز کېدو کې د انتقادي او اصلاحي بېلابېلو زاویو څخه د هېواد د تاریخ د حرکت سیر ته دقت ارزښتمند کار دی.


23-Aqrab98-GEN2.JPG

همدا راز نورو وینا والو هر یو د ولسي جرګې غړي ډاکټر احمد ضیا یفتلي، د مشرانوجرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو د کمیسیون رئيس عبداللطیف نهضت یار، سناتورې سیما جوینده، د جمعیت اصلاح ټولنې رئیس عبدالصبور فخري او د مشرانو جرګې د لومړي نایب دفتر فرهنګي سلاکار محمد اکرام اندېشمند د خپلو خبرو په ترڅ کې په یاد کتاب د نقد، څېړنو او لوستلو د ټینګار سربېره، دغه اثر ګټور وګڼه چې د ملي شورا تقنینی تاریخي دورو په ځانګړې توګه د جرګې په لومړي نیابت کې د محمد علم ایزدیار کړنې ډاګه کوي.

23-Aqrab98-GEN3.JPG