د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۱ مه
د ملي شورا د دواړو مجلسونو مشرتابه
او د دواړو جرګو د دارالانشاو رئیسانو د سه شنبې په ورځ د یوناما دمشر او د افغانستان
لپاره د اروپایي اتحادیې دمرستیال سره په ګډې ناسته کې د اکسپا( د افغانستان
پارلمان څخه د ملاتړ پروژې) په کړنو غور او بیا کتنه وکړه.

دا غونډه چې دپارلمان په مقر کې ترسره شوه په
کې د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني، د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار،
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلي تدامیچی
یاماماتو، د مشرانو جرګې نایب منشي ډاکټر محمد فیصل سمیع، د ملي شورا یو شمېر غړو،
د مشرانو جرګې د دارالانشاء لوی رئیس عبدالمقتدر ناصري، د ولسي جرګې د دارالانشا
رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست، افغانستان کې د اروپایی اتحادیې مرستیال اندرس فشر
برناکول او کابل کې میشت د انګلستان او آلمان سفارت خانو استازو ګډون درلود.

ناسته کې لومړی د ولسي جرګې رئيس میررحمان
رحماني افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو او په ځانګړې
توګه د افغانستان ملي شورا څخه دهغوی د ملاتړه مننه وکړه او د همکاریو په دوام د
ټینګار سربېره یې د هېواد د اقتصادي او سیاسي پرمختګ په برخو کې د ترسره شویو
مرستو ګټورتیا څخه یې خوښي وښوده.

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم
ایزدیار پخپلو خبرو کې وویل: پارلمانونه د ولسواکۍ په نظامونو کې د قانون جوړونې
تر ټولو مشروع او د یموکراتیک بنسټونه ګڼل کیږي او د افغانستان خلک د دې آرمان د
تحقق له پاره د څو لسیزو جګړو او کړکیچونو وروسته وتوانیدل چې د یو ولسواکه او د
اساسي قانون پر بنسټ د خلکو ارادې ته د ژمن نظام خاوند شي چې موږ او نړیوالو ملګرو
ته یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

دجرګې لومړي نایب زیاته کړه په تیرو دوو
تقنینی دورو کې د افغانستان مقننه قوې څخه د نړیوالو ملاتړو بنسټونو له خوا د غوره
قانون جوړونې، د تخنیکی ستونزو د حل او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړېدو په
برخه کې د اسانتیاو د برابرولو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو د تجربو د
بدلون په موخه ګټورې هڅې شوي چې د ستایلو وړ دي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د افغان پارلمان
څخه د ملاتړ نوې پروژه وکولای شي په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د قانون
جوړونې، د مسلکي ظرفیتونو د لوړېدو، د پارلماني نویو تجربو څخه د فني روزنو په
پراختیا په برخو کې له مخې زیات ګټور واقع شي.

همدا راز د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو
د سرمنشي ځانګړي استازی ښاغلی تدامایچي یاماموتو د پارلمان څخه د بنسټي او ظرفیتي
ملاتړ(اکسپا) پروژې سره د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرامونو د لاسته راوړنو څخه
د یادونې سره ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې
به د دموکراسۍ د پیاوړتیا په لاره کې هڅې
دوام ولري.
ورپسې د مشرانوجرګې د دارالانشاء لوی رئيس
عبدالمقتدر ناصري د (SOLA) نوې پروژې په اړه د پرزنټیشن
وړاندې او څرګنده یې کړه په دې پروژه کې د پارلمان د لا زیاتې پياوړتیا په موخه
طرحې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي.

عبدالمقتدرناصري د کاري یوشمیر وړاندیزونو د مطرح
کولو ترڅنګ د ځینو فني پرمختګونو په ځانګړې توګه مشرانوجرګې کې د میډیا پول سیستم
د جوړېدو، د دواړو مجلسونو د آرشیف کړنلار او ترتیب کې د تخنیکي ملاتړ، سنامجلس له
پاره د برېښنایی آرشیف جوړېدو کې د وسایلو برابرول او ملاتړ، د داخلي تیلفونونو
سیستم د فعالېدو، د مدني ټولنو استازو او ښځینه ژورنالستانو ته د پارلمان سره د
بلدتیا پروګرام په لاره اچولو په ګډون د یو لړ لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه او د
نړیوالې ټولنې د مرستو څخه د قدردانۍ سره یې څرګنده کړه چې اوس هم نړیوالو مرستو
ته اړتیا شته.

دغه راز د ولسی جرګې د دارالانشا لوی رئيس
عبدالقادر ځاځي وطندوست د هېواد پارلمان له پاره د اکسپا پنځه کلنه پروژه ګټوره
وګڼله او د قانون جوړونې، تخنیکی همکاریو او ظرفیتونو لوړولو روزنیزو پروګرامونو
په برخو کې یې د یادې پروژې د لاسته راوړنو څخه یادونه .
په پاي کې د یو ان ډي پی موسسې رئيس ناسته
جمع بندي او ویې ویل، د سولې پروژې طرح چمتو شوې او مرستندویه بنسټونو هم مالي
ژمنې کړي او هیله ده چې د راتلونکې ۲۰۲۰ زیږدیز کال په پيل کې دغه پروژه پلي شي.