د مشرانو جرګې مطبوعاتي
دفتر
د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۷ مه
نیټه
د سرورکاينات او د بشريت د سترلارښود او د اسلام د سپیڅلي پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت
د مشرانو جرګې د مبارکۍ پيغام:
بــــــــــــــــسم الله الرحــــــــــــمن الرحــــــــــــــــــــــــيم

د ملي شورا مشرانوجرګه د سرورکاينات او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص ) د نيکمرغه ميلاد له امله د نړۍ
ټولومسلمانانو او د افغانستان مجاهد او مسلمان ملت ته مبارکي وايي او د دغې مباركي ورځې په بركت د اسلامي لارښوونو او
محمدي شريعت په رڼا كې ټولې اسلامي نړۍ ته د نيك عمل او یووالي غوښتنه كوي او د
اسلام د ستر پيغمبر د ميلاد ورځ چې د ربیع الاول دوولسمه ده د اسلام په تاریخ او د یاد
حضرت ( ص) د پیروانو په ژوندانه کې د پاملرنې او عطف وړ ورځ بولي.
مشرانو
جرګه له ټولومسلمانانو، مذهبي، ټولنيزو او حکومتي بنسټونو څخه هیله کوي چې د حضرت سرورکاينات معظم
ميلاد د الهي کلام په ختمونو ، د بشريت د ناجي د عالي سجاياوو په بیانولو، صدقاتو،
خيراتونو او عبادتونو سره د اسلام د والا شان پيغمبر له عاداتو او سنتونو سره سم ولمانځي.
دسنامجلس د دې مبارکې ورځې په درناوي د
هيواد په دننه او په ځينو نورو اسلامي هيوادونوکې له هغو ډلو څخه چې په جګړو او تاوتريخوالي کی
ښکیلې دي؛ غواړي چې د اسلامي ورورولۍ او ديني ارشاداتو سره سم په خپله خاوره کې له جګړې او
وژنې څخه لاس واخلي، سولې او پخلاینې چې د اسلامي لارښوونو څخه دي، غاړه
کیږدي.
مشرانوجرګه
او د دې جرګې دارالانشاء د
اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى
(ص) د نيکمرغه ميلاد د رارسيدو
له امله يوځل بيا د
افغانستان د ستر ملت په وړاندې ژمنه کوي؛چې د دې هيواد دينداروخلکوته د غوره
خدمتونو په ترسره کولوسره به،
ګټور او اغيزمن قوانين تصويب او په هيواد کې د نظم او قانونيت د لاښه تامينولوپه
لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.و من الله توفیق
د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس
فضل هادي مسلم يار