د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د لړم پنځلسمه نېټه
د مشرانوجرګې ځینو کمېسیونونو
نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.
د کمېسیون د رئيس مولوي غلام
محی الدین منصف په مشرۍ د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د لویې څارنوالۍ د تشکیل، دندو او واکونو
قانون ځینو موادو کې د تعدیل او ډېرښت طرحې د بډاینې په اړه دلویې څارنوالۍ د
نړیوالو چارو سلاکارانو، د بشري سرچینو رئيس او د عدلیې وزارت د تقنین رئيس سره
خبرې او وپتییل شوه چې د کمېسیون نظریې دې په راتلونکو ناستو کې وروستۍ شي.
ویل کیږي چې یاده تعدیلی طرح د ولسي جرګې له
خوا رد شوې ده.
په پای کې د کابل ښار اتمه ناحیه کې د
زورواکو له خوا د ملکیت د غصب په اړه د لطف الله نومي عرض پاڼه مطالعه او د ا ړیکو
له مخې اړوندو مراجعو ته ولیږل شوه.

د کمېسیون د رئيس انجنیر فرهاد
سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیوپایلو د اعلان د ځنډ
په اړه بحثونه او څرګنده شوه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکلي وخت ونه توانید خپل
مسؤلیت اداکړي او د پایلو اعلان یې د لړم تر درویشتمې نېټې وځنډوه او باید یاد
کمېسیون هڅه وکړي چې په همدې ورځ لومړنۍ پایلې اعلان کړي ځکه نور ځنډ هېوادوالو ته
د منلو وړ نه دی او نوې ستونزې به رامنځ ته کړي.
په بله برخه کې کمېسیون، د آی اس آی له لورې اسلام آباد کې د افغان سفیر عاطف مشعل احضار او
ناسم چلند په تړاو خپلې اندېښنې او اعتراض څرګند او د دوی دغه عمل یې د
دییپلوماتیک عرف او موازینو خلاف وګڼه او ویې ویل، پاکستان باید خپل چلند د
نړیوالو کنوانسیونونو او منل شوي دیپلوماتیک عرف سره سم عیار کړي او هم کمېسیون
کابل کې د پاکستان سفارت د کنسلي خدمتونو تړل د ښه ګاونډیتوب او ديپلوماتیکو اصولو
خلاف کار یاد کړ، ټینګار یې وکړ چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې د کمېسیون په
یوې ناسته کې ګډون وکړي تر څو د مطرح شویو مواردو په اړه ورسره بحث وشي.

د کمېسیون د رئیس ډاکټر زلمي
زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون په غونډه کې د ښارجوړونې چارو وزارت د سرپرست له خوا
خصوصي سکتور او سفارت خانو ته د یاد وزارت له خوا د دولتي ملکیتونو د غیر قانوني
ورکړې او پلور او د خصوصی لوړو زدکړو بنسټونو او
په ځانګړې توګه د کاردان پوهنتون څخه د مالیاتو په راټولولو کې د شفافیت د
نشتوالي په اړه راغلي مستند اسناد مطالعه او وپتییل شوه چې د ښارجوړونې چارو وزارت
سرپرست، د یاد وزارت د خصوصی ملکیتونو
رئيس، د مالیې وزارت د لویو او کوچنیو مالیه ورکوونکو ریسان دې په راتلونکې ناسته
کې ځوابونه ووایی.
دغه راز د کلونو راهیسې د یوه پول د جوړېدو
او اوبو رسولو پروژې په برخه کې د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې وزارت د نه
اجرااتو په اړه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د افغانیه کلي د اوسېدونکو شکایت د
یاد وزارت د اوبو رسولو رئيس او پروګرامونو معین سره مطرح شو.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د یوې اونۍ په جریان کې
به تخنیکی ټیم د یادو کلیو د ستونزو د حل په موخه فاریاب ته ولیږي او هم یې د یوه
پله د جوړېدو ژمنه وکړه چې دا پروژه به د
راتلونکې کال بودجه کې په پام کې ونیسی.
کمېسیون د مسئولانو د څرګندونو د اورېدو تر
څنګ د پنځو کلونو په موده کې ستونزو ته نه رسیدګي غیر موجه وګڼله، د حل په چټکتیا
یې ټینګار وکړ.
همدا راز ټاکل شوې وه د وېژن برېښنایی
سوداګرۍ شرکت پر وړاندې د سلګونه زیانمنو شکایت د افغانستان بانک سرپرست، د لویې
څارنوالۍ د څېړنو رئيس، د انترپول پولیسو رئیس، د حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر
سرحدي قوماندان او نورو اړوندو مسئولانو سره مطرح شي خو د زیاترو چارواکو په نه
راتګ سره دغه شکایتونه د ملي امنیت عمومي ریاست د صفر دوه شپېته ریاست مرستیال سره
مطرح شول.
نوموړي په دې برخه کې وویل، د یاد شرکت د
ورشکست او پیرودونکو سره د فریب کارۍ په اړه د یاد بنسټ څخه رپوټونه په وخت د
افغانستان بانک سره شریک شوي خو د نامعلومو دلایلو پر بنسټ دغه رپوټونه له پامه
غورځول شوي، کمېسیون د نوموړي د څرګندونو
په اورېدو سره ټینګار وکړ چې د قضیې پرعاملینو د قوانینو د پلي کېدو او د عارضینو
د جبران خساري پوري دې دغه موضوع وڅېړل شي او هر چاته چې مسئولیت متوجې وي تر عدلي
تعقیب لاندې دې ونیول شي او کمېسیون هوډ لري چې دغه موضوع په راتلونکو ناستو کې هم
وڅيړي.
په پاي کې د (پي ام یو) پروژې له لورې د تېر
کال د زمري او وږي میاشتو د معاشونو د نه اجرا په اړه د مرکزی احصائیې د ملي ادارې
د عادي او قراردادي سلګونو کارکوونکو شکایت د یادې ادارې مرستیال او ریسانو سره
مطرح شو.
مسئولانو وویل، د عادي معاشونو په برخه کې د
۹۵۳ تنو څخه د ۸۳۳ تنو معاشونه طی مراحل شوي چې تر دوو راتلونکو ورځو به حواله شي
او دپاتې یوسلو شل تنو د بانکي حسابونو د نشتوالي له امله تر اوسه نه دي اجرا شوي
چې د یادې ادارې د پلټنې ریاست به د دې ستونزې د حل په لاره کې هڅې وکړي او هم یې
زیاته کړه د یو شمېر نورو معاشونه چې د مسئولانو د ناغیړۍ په نسبت نه دي اجرا شوي
د موافقي د ترلاسه کولو په موخه مالیې وزارت ته لیږل شوي دي.
کمېسیون دکارکوونکو د ستونزو د حل په اړه د یادې ادارې د
چارواکو اجراات وستایل او پرېکړه یې وکړ تر څو په یوې راتلونکې ناسته کې په رسمي
توګه تقدیر شي.
د کمېسیون د رئیس الحاج لطف الله
بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې چارواکو د
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي د کرهڼې لیسې د رغاونې په اړه معلومات
وړاندي کړل.
هغوی وویل چې د یادې پروژې قرارداد په ۱۳۹۲
کال کې د دوو ساختماني شرکتونو او پوهنې وزارت ترمنځ تړل شوی وو او د معیاد د
بشپړېدو وروسته یې قرارداد بیا ځلې تمدید شوی، چې د پوهنې وزارت څخه د مسلکي او
تخنیکی تعلیماتو معینیت د جلا کېدو او خپلواکې ادارې ته د یاد معینیت د ارتقا
وروسته د پوهنې وزارت د پروژې اسناد دې ادارې ته ولیږل او دم ګړۍ د پرېکړې په موخه
د ملي تدارکاتو ادارې ته وړاندې شوي دي.
د دوی د څرګندونو د اورېدو وروسته کمېسیون
پرېکړه وکړه دا چې د سیمې اوسېدونو په کراتو کمېسیون ته شکایت کړی او د بشردوست
قراردادي شرکت له کړنو رضایت نه لري، د ملي تدارکاتو او د تخنیکي او مسلکي
تعلیماتو ادارې دې د قانون سره سم یاد قرارداد فسخ او بیا ځلي داوطلبۍ ته وړاندي
کړي او د خپلو کړنو دې کمېسیون ته معلومات
ور کړي.
په نننۍ غونډه کې ټاکل شوې وه چې د کابل
ښاروال د یادې ادارې د کار لاندي پروژو او هم د پنځمې ناحیې رئيس د یادې ناحیې د
ګذر سړکونو د ښه جوړولو پروژې په اړه معلومات ورکړي چې د نامعلومو دلایلو له امله
یې ګډون ونه کړ.
د کمېسیون په غونډه کې د دوی په نه راتګ د
سختو نیوکو ترڅنګ وویل شول چې کابل ښاروال د دندې له پیل راهیسې تر اوسه کمېسیون
ته نه دی حاضر شوی ترڅو د خلکو شکایتونو او مشکلاتو ته رسیدګي وشي، له بلې خوا د
ملي شورا مجلسونو سره دوه ګونې چلند لري او د قانون پر وړاندي بی پروایی کوي او که
چېرې نوموړي د کمېسیون د راتلونکې غونډه کې حاضر نه شي څارنوالۍ ته به معرفي شي.
د کمېسیون د مشرې ګلالۍ اکبري
په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون پلاوي د خپلو څارنیزو لیدنو په دوام نن د دارلامان ماڼۍ
څخه لیدنه وکړه.
د کمېسیون پلاوی چې په ترکیب کې یې د کمېسیون
مرستیاله صدیقه بلخي او سناتورانې نادیه صالح او ډاکټر انارکلي هنریار، د
دارالانشاء دلوی ریاست د پارلماني اومسلکي چارو مرستیال تیمور شاه قویم، د تقنین
رئیس عبدالواسع فتاح او د دارالاشنا یو شمېر ښځینه کارکوونکو حضور درلود، د ماڼۍ د بیا رغاونې مسئول انجنیر جاوید
حماد له خوا یې هرکلې وشو.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د دارالامان
تاریخي ماڼۍ د بیا رغاونې کار د برېښنا، میکانیک، مهندسۍ او ساختماني تخنیکی برخو
ویشل شوی وو او د پخوانۍ نقشې سره سم یې
کار پرمخ وړل کیږي چې هیڅ بهرني کارکوونکي په کې ښکېل نه وو، ټول مسئولان او
انجنیران یې افغانان وو او هم ښځینه انجنیرانو د یادې ماڼۍ دمهندسۍ طرحو کې د پام
وړ رول درلود، همدا راز نوي سلنه مصرفي مواد یې د کورنیو تولیداتو او د هېواد د
طبیعي سرچینو څخه وو نه وارداتي اجناس.
نوموړي زیاته کړه، د دارالامان ماڼۍ په پنځه
ویشت جریبه ځمکه کې په دريو پوړو کې جوړه او د یوسلو پنځوسو خونو لرونکې ده چې
لومړۍ او دویم پوړ یې د ملي او فرهنګي موزیم او درېم پوړ یې د جمهوري ریاست د
تشریفاتو له پاره په پام کې نیول شوی دی او تر یوې میاشتې به یې پاتې چارې بشپړې
شي.
نوموړي وویل، د دارالامان ، تاج بیګ ،
بالاباغ پغمان او استالف قصرونو بیا رغاونه کې چې ټولې یې د جمهوری ریاست د
عملیاتي واحدنو اړوند پروژې دي او عملي کار یې د ترسره کېدو په حال کې دې، هڅه شوې
تر څو د هېواد منابعو او بشري ځواک څخه ګټه پورته شي.
د څرګندونو د اورېدو وروسته د کمېسیون مشرې
ګلالۍ اکبري په بېلا بېلو برخو کې د ځوان نسل او په ځانګړي توګه د ښځیه کارکونکو
له کړنو څخه ستاینه وکړه او هم یې د ولسمشره مننه وکړه چې د دارالامان او نورو
ماڼیو بیا رغاونې ته یې پاملرنه کړې ده.

د کمېسیون رئيسې د تاریخي اثارو بیا رغاول د
افغانستان خلکو له پاره ښه هیله یاده کړه ترڅو له دې لارې د تیر تاریخ څخه ښه
پوهاوی ترلاسه کړي، همدا راز د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد د رهبرۍاو ټول کاري
پرسونل څخه یې قدرداني وکړه چې د تاریخي ځایونو په بیا رغاونه کې یې له ځانه ښه
شایستګۍ ننداري ته وړاندي کړي.
د ویلوده چې د ښځو چارو او مدني ټولنې د
کمېسیون پلاوي د ټولو برخو تر څنګ د ماڼۍ د درېو پوړو او د شاه غازي امان الله خان د کاري خوني څخه
هم لیدنه وکړه.