اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لړم یوولسمه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې د راتلونکو درېو عمومي ناستو اجنداوې په لاندې توګه وټاکل شوې.

11-Aqrab98-Komita-Rowasa11.JPG

د رئیسانو د کمېټې د پرېکړې پربنسټ، د لړم په دولسمه د سبا ورځې په غونډه کې آزاد بحثونه او د لړم د څوارلسمې نېټې په غونډه کې دې د مالیې ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک سرپرستان دې،  دنړیوال بانک په درجه بندۍ کې د ۱۶۷ څخه ۱۷۴ درجې ته د افغانستان د ځایګاه د ښکته راتلو دعواملو، د افغانیو پیسو د ارزښت د کمښت او نورو اړونده مسایلو په اړه ځواب ووایی.

همدا راز د رئیسانو کمېټې په غونډه کې پرېکړه و شوه چې د دولتي مقاماتو د تنظیم قانون د ځینو موادو د ډېرښت او تعدیل طرح او د څارنوالۍ د تشکیل او واکونو قانون ځینو موادو کې د تعدیل او ډېرښت په اړه تقنینی فرمان دې د لړم د یوویشتمې نېټې دسه شنبې ورځې دعمومي ناستې په اجندا کې شامل شي.

11-Aqrab98-Komita-Rowasa12.JPG

په همدې توګه د مشرانوجرګې د رئیسانو کمېټې ټینګار وکړ چې د کابل ښاروال دې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون په یوې ناسته کې ګډون او د کمېسیون د غړو پوښتنې ځواب کړي، له دې پرته به نوموړی دسنا مجلس عمومي غونډه کې استجواب شي.