اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د لړم څلورمه نېټه

د مشرانوجرګې د ریيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د ریسانو د کمېټې په غونډه کې د روانې اونۍ دعمومي غونډو اجنداوې په لاندې توګه وټاکل شوې.

4-Aqraba98-Komita-Rowasa.JPG

د ریسانو کمېټې د پرېکړې پر بنسټ آزاد بحثونه او د ستندر رغاونې، ارزونې، انطباق، د واکونو تائید او د اندازې کچې د سیمه ییز انسیتیتوت اساسلیک (ریسکام) او یو تعدیلی پروتوکول په اجندا کې شامل شول ترڅو د لړم د پنځمې نېټې د یکشنبې ورځې په عمومي ناسته کې غونډې ته وړاندې او هم د لړم د اوومې نېټې د سه شنبې ورځې  په عمومي غونډه کې د نړیوالو شخړو د سوله ییز حل په اړه د ۱۹۰۷ کنوانسیون باندې د کار ترڅنګ د انګلستان هېواد څخه د مشرانوجرګې د پلاوي د سفر رپوټ دې غړو ته واورول شي.

دغه راز د رییسانو کمېټه کې د ننګرهار ولایت دپرون ورځې دترهګریز برید دشهیدانو اود بادغیس ولایت د امنیه قوماندان شریف الله چمتو په ګډون د هېواد وروستیو پېښو ټولو شهیدانو روحونو ته د قرآن مجید د مبارکو آیتونو په تلاوت سره دعا وشوه.