اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۷

دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن دمیدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ دیو شمېر سپین ږیرو او اوسېدونکو شکایت واورېد.

27-Mizan98-MUL1.JPG

دې ناسته کې د یادولایت د ولایتي شورا مرستیال او څوتنو مشرانو وویل څو شپې وړاندې په نرخ ولسوالۍ کې دصفریک قطعې منسوبینو اوه تنه ملکي وګړي په بې رحمۍ سره په شهادت ورسول خو کله چې دمحلي ادارې چارواکو ته مراجعه وشوه هغوی پدې تړاو هېڅ راز پاملرنه او همکاري ونکړه، یادو مشرانو ټینګار درلود چې ددې غمیزې عاملین دې په ګوته او مجازات شي  همداراز یې دسنا مجلس د رییس څخه غوښتنه وکړه چې ددوی شکایت دې اړونده چارواکو سره مطرح کړي.

ورپسې دمشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار دیادې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړه او د شکایتونو د اورېدو کمیسیون ته یې دنده وسپارله ترڅو مربوطه چارواکي استجواب او دپېښې په اړه دې ورڅخه وضاحت وغواړي.

27-Mizan98-MUL2.JPG

فضل هادي مسلم یار  همداراز د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې دقانون په چوکاټ کې به دعدالت دپلي کولو لپاره اقدام وشي.