اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۱۵ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۷ مه نېټه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ  ددې جرګې د ریسانو د کمېټې په ناسته کې د عمومي غونډو د آجنډاو ټاکلو سربېره، له حکومته وغوښتل شول تر څو د ننګرهار ولایت د پرونۍ پېښې په مناسبت سبا ملي ماتم اعلان شي.

27-Mizan98-Komita-Rowasa.JPG

د ریسانو کمېټې پرېکړه وکړه چې د سبا ورځې غونډه  کې دې سناتوران آزاد بحثونه وکړي او د ترکیې هېواد څخه د مشرانوجرګې د پلاوي رپوټ دې وړاندي شي او د چنګاښ په  ۳۰سه شنبې ورځې عمومي  ناسته کې دې د آزادو بحثونو ترڅنګ د صربستان هېواد څخه دمجلس د پلاوي رپوټ واورېدل شي، همدا راز د لړم د پنځمې نېټې عمومي مجلس کې دې د آزادو بحثونو سربېره ، په سوله ایزه توګه د نړیوالوشخړو دحل په اړه د ۱۹۰۷ کنوانسیون او د ستنډرډ جوړونې دسیمه ایز انسټیټیوت د ارزونې، انطباق، د واکونو تایید او د اندازې پېژندلو اساسلیک( ریسکام) په اړه دې بحث وشي.

د غونډې په بله برخه کې د وروستیو پېښو دغمجنو کورنیو او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت هسکې مېنې جودره سیمه کې د پرونۍ تروریستي چاودنې څخه د رامنځته شویو انساني تلفاتو زیانمنو سره د غم شریکۍ د څرګندولو ترڅنګ د ولسمشر څخه وغوښتل شول تر څو د شهیدانو وینو ته د درناوي لپاره دې  سبا په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړي او هم وپتییل شوه تر څو د مجلس یو پلاوی دې د قربانیانو کورنیو سره د  غمرازۍ په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړي.