اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۷ مه

د ملي شورا مشرانو جرګې اعلامیه!

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، اداري پلاوي، د جرګې غړو او د مجلس دارالانشا د جمعې د لمانځه پر وخت د ننګرها ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې جومات کې د پرون ورځې ترهګریز برید څخه د رامنځته شوي انساني ناورین په مناسبت خپله ژوره خواخوږي او خفګان د ننګرهار ولایت دردمندو خلکو، دین داره هېوادوالو او ټولو مسلمانانو سره شریکوي او د نړۍ د مسلمانانو د مذهبي ارزښتونو پر وړاندې دغه بشري ضد عمل په کلکو ټکو غندي او محکوموي یې.

د افغانستان نامسلمان دښمنانو او ترهګرو پرون د جومات په داخل کې د بمونو په ځای پرځای کولو سره ټول جومات ړنګ او د الهي فریضې د ادا کولو په وخت یې د لسګونو دین داره ځوانانو او مشرانو ژوند واخیست.

مشرانوجرګه اسلامي ټولنې، نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو سازمان ته اعلام کوي چې د افغانستان څرګند دښمنان د ترهګرو په پرله پسې لیږد، ملاتړ، ځالو جوړولو، سمبالولو او روزنې سره د افغانستان او خلکو د بربادۍ لاس نه اخلي او د استخباراتي هدفمندو وژنو په لار اچولو او د اقتصادي، تعلیمی، فرهنګي، ټولنیزو او حتی د هېواد د مقدسو ځایونو او جوماتونو په ړنګولو سره موږ تر برید لاندې نیسي.

له هغه ځایه چې نړۍ کې د وژنو او اختناق سرچینه او پته څرګنده ده، هیله ده چې نړیوال مسئول بنسټونه د دغه خونړي وضعیت پر وړاندې چې هره ورځ په افغانستان کې دوام لري، بې تفاوته پاتې نه شي بلکې د دوی د دجنایتونو په مقابل کې دې جدي او ګټوره مبارزه وکړي، کنه د طالب، داعش او ورته ډلو په ګډون به تروریزم ټول بشریت له جدي ګواښ سره مخ کړي چې بیا به یې مهار ستونزمن وي.

د سنامجلس  په همدې حال کې د کشفي او امنیتی ارګانونو له خوا د دا ډ‌ول پېښو په نه کشف او مهارولو نیوکه لري او  د افغان حکومت څخه غواړي چې د ټپیانو د درملنې، د شهیدانو کورنیو څخه په ساتنه او د ترهګرو او ملاتړو په وړاندې مقابلې او مبارزې ته خپل ټول پام ور واړوي او له دښمنانو دې ددې بریدونو غچ واخلي.

د مشرانو جرګې رئیس

فضل هادي مسلم یار