اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

۱۳۹۸ کال د تلې ۲۳ مه نېټه

د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د ریسانو د کمېټې فوق العاده غونډه د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او د ملي امنیت شورا د دفتر د لوی سلاکار په ګډون سره جوړه شوه.


23-Mizan98-MUL1.JPG

په غونډه کې د مجلس رئیس او غړو د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او هم کابل ښار کې د غیرقانوني وسلو او بې اسناده موټرو د راټولو په موخه د کورنیو چارو وزارت د وروستیو اقداماتو څخه ملاتړ وشو ددې ترڅنګ  د پولیسو دمنسوبانو په مسلکي او قانوني چلند هم ټینګار وشو.

دغه راز د هغه غیر قانوني چلند څخه چې په دې وروستیو کې د عامه امن پولیسو له خوا د پنځمې امنیتي حوزې اړوند،  د سناتور محمد حنیف حنفي سره شوی، نیوکه وشوه او د چارواکو وغوښتل شول ترڅو د دا ډول پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشي، همدا راز د پولیسو د اوومې حوزې د پخواني آمر له خوا د اوومې ناحیې په واصل آباد کې د یوه ځوان د وژنې موضوع هم په بحث کې مطرح شوه.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د سناتور محمد حنیف حنفي څخه د بښنې او د قضیې په څېړنه د ټینګار تر څنګ وویل، د کابل  ښار د وروستیو عملیاتو په لاره اچولو موخه د وسلو او غیر قانوني موټرو په ګرځولو د بندیز لګول وو چې په یادو عملیاتو کې دلسګونو میله وسلو د کشف او ضبط سربېره د دوه زره پنځه سوه موټرو تورې شیشې سپینې شوي دې.


23-Mizan98-MUL2.JPG

محمد مسعود اندرابي د پولیسو منسوبینو له پاره د یو لړ اسانتیاو د رامنځته کولو څخه خبر ورکړ او د مشرانوجرګې د ریيس او غړو څخه یې وغوښتل تر څو یاد وزارت سره د نویو اصلاحاتو او ریفورم په راوړلو کې مرسته وکړي.

ورپسې د ملي امنیت شورا د دفتر ستر سلاکار سرور احمدزي د هغې مشخصې طرحې څخه چې په کې د ملي شورا غړو له پاره مشخص نمبر پلیټونه، د ساتونکو شمېر او ټاکلې یونیفورم په پام کې نیول شوی، یادونه وکړه او ویې ویل چې د دواړو مجلسونو د دارالانشاو سره په همکارۍ به د یاد امر په پلي کولو او عملي کولو کې اقدام وشي.

د ناستې په پاي کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلم یار وویل، دغه مجلس تل د نظام او په ځانګړې توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړی دی او د هیڅ راز غیر قانوني اعمالو څخه ملاتړ نه کوي، همدا راز د کورنیو چارو وزارت له سرپرست څخه یې وغوښتل تر څو د هېواد امنیتي وضعیت او د ملي شورا غړو ستونزو ته په پام د دوی د امنیت د ټینګښت له پاره مناسب میکانیزم جوړکړي.


23-Mizan98-MUL3.JPG