اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د غبرګولي ۵ مه٬ ۱۳۹۹ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۲ مه نېټه

د مشرانو جرګې د شکایتونو د ا ورېدو کمېسیون نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې یو شمېر وزارتونو کې شته نیمګړتیاوې له رسنیو سره شریکې کړي.

22-Mizan98-Shikayat.JPG

د کمېسیون رئيس ډاکټر زلمي زابلی د امریکایی پوهنتون له خوا د کابل پوهنتون د څلور اویا جریبه ځمکې د غیر قانوني تصاحب او د کرهڼې وزارت د لسګونه جریبه ځمکې د غصب او په دې برخه کې د جمهوری ریاست مقام د حکم په نسبت د دولتي مسئولانو د نه ا جرااتو، د قانوني وخت څخه زیات د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر دیپلوماتانو د دندو د دوام او د دې امر په نسبت د بهرنیو چارو وزارت د مقاماتو د نه اجرااتو په اړه راغلي پرله پسی شکایتونه، د ګواښ او تخویف ادعاو، غیر مطلوب سلوک، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر څخه دیاد وزارت دیوشمیر کارمندانو د بی مورده انفکاک او تقرر په اړه شکایت، خصوصی سکتور ته د تصدۍ د ونډه والو ادارو له خوا د مرکزي سیلو تصدۍ ریاست د تاسیساتو او ملکیت د غیر قانوني ورکړې، د پوهنې وزارت د څو عمومي ریسانو د انفکاک او د دوو سوو زرو افغانیو معاش په ورکړې سره د پنځلسو سلاکارانو د ګمارلو په اړه د وزارت د سرپرست پر وړاندې شکایت، د مالیې وزارت له خوا د امریکایی پوهنتون له خوا د کرهڼې او لوړو زدکړو وزارتونو د یوسلو شل جریبه دولتی ملکیت د تصرف د څېړنې په اړه د جمهوری ریاست د عالي مقام د حکم د نه پلي کېدو په اړه د کرهڼې او لوړو زدکړو وزارتونو د مسئولانو شکایتونه چې د څېړنې کمېټې ریاست هم د مالیې وزارت په غاړه دې، له خبریالانو سره شریک کړل.

ډاکټر زلمي د یادو موضوعګانو په اړه بشپړ  معلومات د رسنیو په واک کې ورکړل او د دوي پوښتنو ته یې هم ځوابونه وړاندې کړل، همدا راز د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون پرېکړه چې یاد موارد یې د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته لیږلي، هم اعلان کړل.