اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲۰ مه

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د ریسانو د کمېټې په غونډه کې د راتلونکو درېو عمومي غونډو اجنداوې وټاکل شوې.

20-Mizan98-Komita-Rowasa.JPG

غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تلې د یوویشتمې نېټې دسبا ورځې په عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو سربېره، د افغانستان او امریکا ترمنځ د مالي مرستو په تړاو د مالیاتي معافیت هوکړه لیک په اړه دې بحث وشي او د تلې د درویشتمې نېټې دسه شنبې ورځې عمومي ناسته کې دې د ریسانو د کمېټې د پخوانۍ پرېکړې سره سم د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست او د اترا ادارې رئيس د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د فعالیت  دپریکون او ځینو نورو شته ستونزو په اړه دې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

20-Mizan98-Komita-Rowasa1.JPG

همدا راز د ریسانو د کمېټې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د تلې د اته ویشتمې نېټې عمومي غونډه کې دې د آزادو بحثونو ترڅنګ، د پارلمانونو د ریسانو درېیم کنفرانس کې د ګډون څخه د مشرانو جرګې د پلاوي رپوټ چې په ترکیه کې جوړ شوی دی، مجلس ته وړاندې شي.