د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۸ کال د تلې اتلسمه نېټه
د مشرانوجرګې لومړی نایب محمدعلم
ایزدیار نن سهار د مجلس د یوه پلاوي په مشرۍ د پارلمانونو د ریسانو درېیم کنفرانس
کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو.
دغه څلور ورځنی کنفرانس چې د تلې د اتلسمې
څخه تر یویشتمې پورې ترکیې هېواد کې جوړیږي ګډونوال به یې د تروریزم پر وړاندې د
مبارزې او د سیمه ییزو اړیکو د پياوړتیا په اړه بحث وکړي.
ټاکل شوې محمدعلم ایزدیار به د مشرانوجرګې د
پلاوي په استازیتوب په دې کنفرانس کې وینا وکړي او د کنفرانس په درشل کې به یې د
بېلا بېلو هېوادونو د پارلمانونو د یو شمېر ریسانو او پلاویو سره د علاقی وړ
موضوعګانو په اړه لیده کاته ولري.