اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۷ مه نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د فاریاب ولایت د معلولینو او شهیدانو آمریت کې د فساد او لاسوهنو د شتون څخه خواشینی او اندېښنه څرګنده شوه، زیاته یې کړه چې د رښتینو معلولینو او شهیدانو د وارثانو پر ځاي هغو کارتونو ته چې په تیرو کلونو کې په خیالي توګه ویشل شوي وو، امتیاز ورکول کیږي خو رښتینو کسانو ته د بودجې او تخصیص د نشتوالي په پلمو ځواب ورکول کیږي او وویل شول، په هغه صورت کې چې یادې موضوع ته په حقیقي توګه رسیدګي ونه شي احتمال شته چې زرګونه غیر واقعي کارتونه ویشل شوي وي او په دې برخه کې پرېکړه وشوه تر څو د شهیدانو په چارو کې د د ولت  وزیر د کمېسیون په یوې غونډه کې د موضوع په تړاو ځواب ووایی.

همدا راز په غونډه کې د ژمي موسم په رارسېدو او له دې امله د ستونزو په اړه بحث وشو او وپتییل شوه تر څو د دوشنبې ورځې په غونډه کې د سرې میاشتې د افغاني ټولنې مسئولان په راروان ژمي کې د یادې ادارې د تیاریو څخه څرګندونې وړاندې کړي.

همدا راز سناتورانو د بدخشان ولایت د یو شمېر ناامنو ولسوالیو د ځینو ښوونځیو د زده کوونکو د ستونزو په اړه چې د وسله والو مخالفینو له وېرې ولسوالۍ پریښې او د بدخشان مرکز فیض آباد کې میشت شوي او په پوهنه کې د دوي د کاري پرخلیک د څرنګوالي څخه معلومات نشته او د بدخشان ولایت د پوهنې سیمه ییز مسئولان هم په دې برخه کې روښانه ځواب نه وایی، بحث وشو او پرېکړه وشوه تر څو د پوهنې وزارت معین او د بدخشان ولایت د پوهنې رئيس د کمېسیون په یوې راتلونکې ناسته کې د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندې کړي او هم په غونډه کې راغلو عریضو ته رسیدګي وشوه.

 17-Mizan98-Rifai.JPG

د عبدالطیف نهضت یار په مشرۍ ددینی، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د هېواد ولایتونو ته او په ځانګړې توګه پنجشیر ته د څارنیز سفر د پایلو په اړه خبرې وشوې او په بنجشیر ولایت کې د مسئولینو د کار او فعالیت څخه په نیکۍ یادونه وشوه او د شتون ولسوالۍ د ولسوال په کارونو کې د روڼوالي په پاۍ تقدیر لیک ورکړل شو.

د غونډې په بله برخه کې د خصوصی لوړو زدکړو موسسو د اتحادیې اجراایه رئیس د هېواد په کچه د خصوصی تحصیلی موسسو د فعالیت او رول، تحصیلی چارو کې د لاسته راوړنو په اړه څرګندونې وړاندې او ویې ویل، د خصوصی تحصیلی موسسو په چوکاټ کې شاوخوا دولس زرو استادانو ته په تدریس بوخت دي، نوموړي د کمېسیون له غړو وغوښتل د خصوصی پوهنتونونو او موسسو د ستونزو په حل کې رسیدګي وکړي او د داسی کمېسیون د جوړېدو غوښتونکې شو چې د ملي شورا د غړو، لوړو زدکړو وزارت، د هېواد دتحصیلی بنسټونو، جمهوری ریاست څخه جوړ چې د خصوصی تحصیلی بنسټونو له پاره د مقررې تصویب او نهایی کړي، کمېسیون وپتییله چې د لوړو زدکړو وزارت او اړوندو بنسټونو مسئولان دې په دې برخه کې د وضاحت په موخه یوې غونډې ته راوبلل شي.

17-Mizan98-Farhangi.JPG

د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو او معلولینو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د معاشونو د نه اجرا په اړه د یو شمېر معلولینو او شهیدانو د وارثانو د ستونزو په اړه بحث او وپتییل شوه چې د پکتیا ولایت د معلولینو او شهیدانو د وارثانو مسئولان دې په راتلونکې ناسته کې ګډون او د کمېسیون د غړو پوښتنو ته دې ځوابونه وړاندي کړي.

د غونډې په بله برخه کې د راغلو عریضو د څېړنې سربېره د کمېسیون غړو آلمان هېواد کې مېشت د دوه څلویښتو تنو افغان کډوالو د شړلو څخه اندېښنه څرګنده کړه او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څخه وغوښتل شول چې کډوالو سره دې د مرستو په برخه کې سملاسی اجراات وشي.

17-Mizan98-Aqwam.JPG

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د یوناما قانون د ملاتړ د دفتر د رئیس په ګډون د دولتی چارواکو او کارکوونکو د اشاعې او شتمنیو د ثبت قانون کې د پرمختګونو او جزا کود په اړه بحثونه وشول.

همدا راز د یوناما قانون د ملاتړ دفتر رئیس د ولایتی شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د غ ړو د شتمنیو د ثبت په برخه کې هم معلومات وغوښتل چې د کمېسیون د مشر له خوا د اساسی قانون د ۱۵۴ مادې په رڼا کې مفصلې څرګندونې وړاندې شوې چې له امله یې د نوموړي قناعت حاصل شو او هم د کمېسیون رئيس د جزا کود په برخه کې چې دم ګړۍ د ولسی جرګې په ځاګړي کمېسیون کې تر کار لاندې دې او د قانوني مراحلو د بشپړولو وروسته به مشرانو جرګې ته راولیږل شي، مفصلې څرګندونې وړاندې کړې، په پای کې مېرمن رومانا غوښتنه وکړه چې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د مشرانو جرګې د ۱۳۹۹ کال پلان دې په لیکلی توګه دوي ته راولیږي چې د کمېسیون له خوا د د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

 17-Mizan98-Adli.JPG

د مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د ښځو چارو وزارت مسلکي معین، د کورنیو چارو وزارت او د سری میاشتې د افغاني ټولنې مسئولانو سره د ملاتړو مرکزونو د زیانمنو د بی برخلیکۍ، د دی برخې د نسبتی دوسیو ته د رسیدګۍ، حکومتي بنسټونو سره د ملاتړیزو مرکزونو د یوځاي کېدو د څرنګوالي او ځینو نورو مسایلو  په اړه چې د حمایوی مرکزونو څخه د کمېسیون د پلاوي د لیدنې په وخت یادداشت شوي وو، مطرح شول.

د ښځو چارزو وزارت معین په خپلو خبرو کې وویل، د ملاتړیزو مرکزونو مسئولیت د انجوګانو په غاړه دې او له دې مرکزونو څخه زیانمې ښځې کولای شي د دوو یا دريو میاشتو په موده کې چې برخلیک یې د عدلي او قضایی ارګانونو له خوا ټاکل کیږي، استفاده وکړي او زیاته یې کړه چې د ښځو چارو وزارت هڅه کړې چې دغه مرکزونه دولت پوري وتړل شي خو تر اوسه مثبتې پایلې نه لري خو دغه وزارت توانېدلې چې شاوخوا په دوه ویشتو ولایتونو کې اته سوه مېرمنې د رپوټ ورکونې په موخه وګماري.

د ښځو چار وزارت معین وویل، د دی ستونزې د حل په موخه د هېواد په ۲۵۰ ولسوالیو کې د کورنیو حقوقو څخه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او تر څنګ یې د هېواد چارواکو حکم کړې چې په ۵۰ جریبه ځمکه کې دې د ښځو د ځواکمنتیا مرکزونه جوړ چې د دي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره به په راتلونکې کال کې د سواد زدکړې، کمپیوټر، حرفې او نور د اړتیا وړ کورسونه تطبیق شي.

ورپسې د سرې میاشتې د افغاني ټولنې مسئولانو د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، د کړنلارې سره سم په مرستونونو کې کونډې او رواني میرمنې جذبیږي چې دم ګړۍ په پنځو مرستونونو کې د نهه سوو زیاتې مېرمنې جذب شوي او زیاته یې کړه چې دغه ټولنه به د کونډو مېرمنو د ماشومانو له پاره د روزنې زمینه برابره کړي او هڅه یې کړې چې کونډې ښځې خودکفا شي خو دغه بنسټ د رواني ناروغانو له پآره کافي بودجه په واک کې نه لري.

د کمېسیون غړو د دوي د څرګندونو په اورېدو سره پرېکړه وکړه چې ملاتړي مرکزونه دې د دولت تر کنټرول لاندې راشي او یا دا چې د محبس په شان دې یو ملاتړې مرکز جوړ او کمېسیون به په دې برخه کې همکاري وکړي.

17-Mizan98-Zanan.JPG

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په  غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د کنسلی رئيس او د یاد وزارت پارلماني چارو د رئيس په حضور سره د پاکستان ویزې په اخیستو کې د ستونزو، ترکیې او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته د نه رسیدګي، د اوولسو بار وړونکو موټرو په اړه د یاد وزارت د اجرااتو د څرنګوالي چې په پخوانیو ناستو کې یې په اړه بحث شوې وو، مطرح شول.

د بهرنیو چارو وزارت کنسلي رئيس وویل چې د ویزې د ستونزو او د کمیشن کارانو له خوا د پيسو اخیستو په تړاو یې د پاکستاني چارواکو سره څو خلې بحث کړې چې دولس تنه کمیشن کاران د ملي امنیت ریاست په همکارۍ نیول شوي او په دې اړوند څېړنې رواني دي تر څو یو شمېر نور ښکېل کسان هم ونیول شي تر څو د خلکو ستونزې له دې پلوه حل شي ، له بلې خوا په ورځ کې د دوو زرو څخه د زیاتو ویزو وېش او د پنځلس زرو څخه د زیاتو ویزو تقاضا خپله یوه ستونزه ده، په همدې دلیل زموږ ګڼ شمېر هېوادوال د منتظرینو په نوملړ کې پاتي کیږي چې هېوادوالو ته د لا زیاتو ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځي او زیاته یې کړه چې خبری اترې په دې برخه کې رواني او د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي تر څو د ستونزې د حل له پاره مناسبه حل لار وپلټي.

همدا راز د کمېسیون غړو ترکیې هېواد کې د افغان کډوالو سره د ترکي پوځیانو ناسم چلند چې د ټولنیزو پاڼو له لارې خپاره شوي دي او د عامه ذهنونو د خرابېدو لامل ګرځیدلی، غیر مسئولانه او غیر قانوني ګڼل شوي او ویل کیږی چې د بهرنیو چارو وزارت به موضوع د دیپلوماسۍ له لارې وڅيړي او کمېسیون به په لیکلی توګه په جریان کې وساتي.

دغه راز د کمېسیون غړو د مسئولانو په حضور د پاکستان او افغانستان په پوله د اوولسو بار وړونکو موټرو د ځنډ په اړه موضوع مطرح کړه چې په خواشینۍ سره د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د خپلو اجرااتو څخه کمېسیون ته معلومات نه د ي ورکړي او ټینګار وشو چې یاد وزارت دې د پآکستان د بهرنیو چارو وزارت مسئولانو سره د دیپلوماتیکو لارو څخه د دې حل لار وپلټي او د خپلو اجرااتو پایلې دې له کمېسیون سره شریکي کړي.

17-Mizan98-BIo.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د سلام مخابراتي شرکت عملیاتي او تخنیکی رئيس د مخابراتي ستنو او ټاورونو د لګولو، د سلام شرکت د خدمتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول چې ویل کیږي دغه شرکت له ماتې سره مخ دې ، بازار کې د سلام سیم کارتونو د کمښت، د جایداد خاوندانو ته د ټاورونو د اجارې پیسو د نه ورکړې، د نوری فایبر پروژې د پرمختګ او په ځانګړې توګه د واخان او بدخشان د نوری فایبر پروژې، د ټولټاکنو په ورځ ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت او دم ګړۍ د شپی له خوا ځینو سیمو کې د شبکې د نه فعالیت په اړه بحثونه وشول.

په سر کې د سلام مخابراتي شبکې عملیاتي او تخنیکی رئيس د یاد شرکت د خدمتونو د وړاندې کولو د ځانګړتیا په اړه د څرګندونو د وړاندې کولو تر څنګ وویل، افغان تیلی کام او سلام یو دولتی شرکت دې چې د نورو مخابراتي شرکتونو په شان د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو له پاره لازمې اسانتیاوی لري او د حکومت له خوا یاد شرکت سره هیڅ راز مرتسه نه کیږي، بلکې لا فشارونه پرې راوړل کیږي تر څو د شرکت عواید لوړ شي، نوموړي زیاته کړه چې دغه شرکت د لوړو امنیتی ګواښونو سره مخ دې همداسی ده چې د دریو کلونو راهیسې نه شو کولای چې نوری فایبر په شبرغان کې وصل کړو، نوموړي وویل چې د سلام سیم کارتونه په بازار او مارکیټونو کې زیات دي خو پيرودونکو ته یې د وېش په برخه کې پام کوو ځکه ځینې افراد د اشخاصو د نوم او پيژند پاڼو څخه په غیر قانوني توګه استفاده کوي او زیاته یې کړه د واخان- بدخشان نوری فایبر د چنایی تیلکام له خوا پلي کیږي چې سروی یې بشپړه شوې ده او د پروژې پآتي کار تر اوسه نه دې پيل شوې.

نوموړي امنیتی ستونزې په یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتی شبکو د نه فعالیت له عمده عواملو وګڼل او ویې ویل، د ازرګان ولایت کې مایکروف او فایبر نه لرو او مخابراتي خدمتونه د سټلایټ له لارې په ټیټ کیفیت سره ترسره کیږي.

17-Mizan98-Mukhabirat.JPG

د نوموړي د رپوټ په اورېدو سره د کمېسیون رئیس پرېکړه وکړه چې ژر ترژره دې د سلام او افغان تیلی کام شرکت د وضعیت د ښه والي په موخه طرح تیاره او د کمېسیون سره دې شریکه کړاي شي تر څو د کمېسیون لوړو پورړو چارواکو سره یاده طرح شریکه کړاي شي او د دې ستونزې د حل په لاره کې عملي اقدامات وشي. او هم ټینګار وشو چې د سلام شرکت څخه دې د حکومت له خوا هر اړخیز ملاتړ وشي تر څو د مخابراتي خصوصی شرکتونو تر منځ په بازار کې د رقابت زمینه برابره شي.