د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷ مه
د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي
مسلم یار نن د ملي شورا په مقر کې، کابل
کې استوګن د فرانسې سفیر دیوید مارتینون سره وکتل.
دې کتنه کې د فرانسې سفیر په خپلو خبرو کې د
دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي غوره اړیکو او تعاملاتو څخه د یادونې ترڅنګ وویل په پام کې ده چې د هېواد پارلماني پلاوی یې د پارلماني
اړیکو د ټینګښټ او د قانون جوړونې برخو کې د تجربو د شریکولو په موخه کابل ته سفر
وکړي.
ورپسې د مشرانو جرګې رئيس دخبرو په ترڅ کې د وروستیو کلونو په جریان کې د
فرانسې د مرستو څخه مننه وکړه او وویل ، دافغانستان
خلک او دولت ژمن دي چې د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه دوست هېواد فرانسې سره نږدې
اړیکې ولري، او څرګنده یې کړه چې دسنا
مجلس چمتو دی ترڅو په کابل کې د فرانسې دپارلماني پلاوي څخه هرکلی او میلمه پالنه
وکړي.

فضل هادي مسلم یار د سولې او دافغانستان
دسیاسي وضعیت په اړه د ښاغلي دیوید مارتینون دپوښتنې په ځواب کې وویل د بریایلو او
امنیتي ستونزو څخه لیرې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان د وګړو غوښتنه
وه او د خوښۍ ځای دې چې دغه ملي بهیر دسولې په فضا کې ترسره شو نو له دې امله ویلی شو چې دهېواد امنیتي او
دفاعي ځواکونه د امنیت دټینګښت توان لري او افغانستان په ښه وضعیت کې دی.
مسلم یار زیاته کړه، سوله د خلکو اساسي او
مهمه اړتیا ده او مشرانوجرګه د نظر په اتفاق او بشپړي همغږۍ د سولې دهغه بهیر څخه
ملاتړ کوي چې مالکیت یې د افغان حکومت په مشری وي او د سولې په خبرو او ناستو، کې
باید د حکومت استازي حضور ولري ترڅو چې
پایلې یې مثبتې وي، نه دا چې د یوشمیر
هیوادونو له لورې د افغان حکومت او خلکو
له نظرونو څخه لیرې پټې معاملې او شومي دسیسې په لار واچول شي ، چې هیله مند یو نړیوال همکاران دې برخې ته ځانګړې
پاملرنه ولري.
د فرانسې سفیر دسولې په اړه د مشرانو جرګې د
ریيس له دریځ او شرایطو ملاتړ څرګند کړ او هیله یې وښوده چې افغانستان کې دې دجنګ
لړې ختمه او سوله ټینګه شي.
همدا راز د مشرانوجرګې لومړي
نایب محمد علم ایزدیار د یوې جلا کتنې په ترڅ کې د ښاغلي دیوید مارتینون سره وکتل.

په دې کتنه کې هم د پارلماني اړیکو د ټینګښت،
اقتصادي، سیاسی همکاریو او د افغان سولې بهیر په اړه بحثونه وشول.
د مشرانوجرګې لومړي نایب د دواړو دوستو
هېوادونو ترمنځ د پخوانیو اړیکو څخه د یادونې سربېره وویل، د جهاد او مقاومت په
دوران کې دافغانستان خلکو سره فرانسوي ډاکټرانو او خبریالانو دجنګ په جبهو کې مرسته
او بشردوستانه فعالیتونه کول چې دا خپله د ملتونو ترمنځ دنږدې والي او دوستۍ
څرګندونه کوي.
