اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۶ مه نېټه

د مشرانوجرګې د ریيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې د سه شنبې ورځې په غونډه کې د قزاقستان هېواد څخه د مجلس د پلاوي د رپوټ اورېدو سربېره د هېواد د روانو مسایلو په اړه نظریې وړاندې شوې.

16-Mizan98-JAL1.JPG

غونډه کې د جرګې رئیس او غړو جلال آباد ښار کې د ملي اردو د نویو استخدام شویو منسوبینو په موټر ځانمرګې برید چې له امله یې یو شمېر ملکي او پوځي وګړي شهیدان او ټپیان شول او هم د غزني ولایت پوهنتون کې دنن ورځې چاودنه په کلکو ټکو وغندل او د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږۍ او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا د هیلو ترڅنګ ټینګار وشو چې کشفي او امنیتي ارګانونه دې د دا ډول غیر اسلامي او غیر انساني پېښو په شنډولو کې لازمې هڅې وکړي.

سناتورانو یو ځل بیا تخار او بدخشان ولایتونو کې د دښمن له شتون څخه د سیمو په پاکولو او د ټاکنو د امنیت په ټینګښت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه خو د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ او د ارزګان ولایت ځینو سیمو کې د امنیتي خراب وضعیت څخه چې په کې یو شمېر پوځي منسوبین محاصره دي، اندېښنه وشوه او ټینګار وشو چې امنیتي سکتور دې پدې اړه  او د بدخشان ولایت د خوستک او شیوه سیمو پاکولو ته جدي پاملرنه وکړي.

ځینو سناتورانو د ولسمشریزو ټاکنو بهیر په اړه نظریې وړاندې کړې او ټینګار یې وکړ چې نوماندان دې قضاوتونو څخه ډډه وکړي او د قانوني لارو څخه دې د پایلو اعلان ته په تمه شي او هم یې وویل ټاکنیز کمېسیونونه دې د رایو د څېړنو د څرنګوالي په اړه خپله پرونۍ ګډه پرېکړه دې پلي کړي، اوهم د ټاکنیزو مسایلو په اړه د جمهوري ریاست د نوماندانو شورا پرونۍ اعلامیه دغندلوسره بېره د هېواد په ګټه ونه ګڼل شوه.

غونډه کې وویل شول، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دریځ نیولو په تړاو چې په اسلام آباد کې یې د سولې د خبرو اترو په اړه یې درلود  د ارګ او سپېدار ماڼۍ غبرګونونه متضاد ول او غاوغا یې رامنځته کړه خو د دې خبرو اترو د پایلو په اړه چې نتیجه کې یې د بګرام څخه د یوولس خطرناکو طالب بندیانو خوشې کول وو، غبرګون ونه ښودل شو چې د دیادو کسانو خوشې کېدل به  دولت سره د همغږۍ او پرېکړې پرته د هېواد خپلواکي، ملي حاکمیت او اقتدار د جدي ګواښ لاندې راولي او باید دواړه بنسټونه خلکو ته ځواب ووایي.

همداراز د زابل ولایت سناتور ډاکټر زلمي زابلي په مختصر ډول د یاد ولایت څخه د خپل سفر رپوټ وړاندې او ویې ویل، کومه لویه چاودنه چې د وږي په ۲۸ نېټه په زابل کې وشوه، د انساني درنو تلفاتو سربېره یې ولایتی روغتون په بشپړ ډول لمنځه یووړ او په دې موده کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو مرستې و کړي خو زیانونه زیات دي او بسنه نه کوي چې باید ولسمشر او د عامې روغتیا وزارت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو روغتون بیا ورغول شي ، چې په دې برخه کې د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلم یار ډاډ ورکړ چې د زابل ولایت د اوسېدونکو دغه غوښتنه به د ولسمشر سره شریکه کړي تر څو سملاسي اقدامات وشي.

16-Mizan98-JAL2.JPG

د مسئولانو د کمزوري مدیریت په نسبت کابل ښار او په ځانګړې توګه د شهید مزاري سړک په مربوطاتو کې ترافیکي بی حده ګڼه ګوڼه، د استوګنې سیمو کې د خپلسرو او غیر قانوني لوړپوړیزو ودانیو رغول او ځینې نور موارد هم د سناتورانو له خوا مطرح شول.

د مطرح شویو مواردو په جمع بندۍ کې د جرګې رییس فضل هادي مسلم یار کابل ښار کې د خپلسرو لوړپوړیزو ودانیو رغاولو باندې نیوکه وکړه او د کابل ښاروالۍ دچارواکو یې وغوښتل تر څو خپلو مکلفیتونو ته رسیدګي وکړي او د هغو اشخاصو مخه دې ونیسی چې په دا ډول اقداماتو لاس پورې کوي او هم اړوندو کمېسیونونو او د کابل ولایت سناتور ته یې دنده ورکړه چې په داسې طرحې دې کار وکړي چې په کې د دې ستونزې څخه د وتو لار مشخصه شي.

د مجلس رییس د ولسمشریزو ټاکنو په اړه څرګنده کړه، هیله مند دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړې حقوقي او مسلکي دي او د دې مجلس د ملاتړ وړ به وي، خو له کمیشنرانو یې وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته په پام دې د خپلو پرېکړو سره سم عمل وکړي او عدالت دې پلی کړي او د تقلب کارانو پر وړاندې دې ودریږي، همدا راز ویې ویل، هغوي چې د ټولټاکنو څخه سیاسي ګټې ترلاسه کوي او تو پورې کوي چې مشرانو جرګه په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، د دې کار اجازه به ورنکړل شي ځکه د دې مجلس دریځونه تل دهېواد په ملي ګټو ولاړ دي.

مسلم یار زیاته کړه، اساسي قانون د مشرانوجرګې د ترکیب په اړه لازم وضاحت لري او هم د ملي شورا د دواړو خونو دندې په کې روښانه دي، اړتیا شته چې د ملي شورا غړي خپلو اساسی دندو ته پاملرنه وکړي او تر څنګ یې ټینګار وکړ چې مشرانوجرګه او ولسي جرګه د یو بل لازم او ملزوم دي او ګډ کار کولای شي چې د ملي شورا اساسي کړنو ته چې د قانون جوړول دي سرعت ورکړي.

د مجلس رئیس د یولس تنو طالب بندیانو د خوشی کېدو په اړه وویل، موږ د زندانیانو د خوشې کېدو او تبادلې سره مخالف نه یو خو هر ډول کړنه باید د هېواد د نافذو قوانیو سره سم ترسره شي او اړتیا شته چې اړوند چارواکي په دې برخه کې او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د امریکایانو د زندانونو په اړه څرګندوني وکړي چې دغه کار د کوم میکانیزم له مخې ترسره شوی، ځکه چې د امریکا له خوا یو اړخیزه او ناهمغږي پرېکړه د ملت له پاره د منلو وړ نه دي.

د غوڼدې په پای کې د ( یوروایشیا هېوادونو تر منځ د باور، خبرو اترو او مشارکت تر نامه لاندې) د آسیا او اروپا پارلمانونو د ریسانو په څلورمه ناسته کې د مشرانوجرګې د پلاوي د ګډون رپوټ چې قزاقستان هېواد کې ترسره شوه، د مجلس د منشي نایب ډاکټر محمد فیصل سمیع له خوا مجلس ته وړاندې شو.

16-Mizan98-JAL3.JPG

په رپوټ کې راغلي وو، په دې ناسته کې ۶۵ پارلماني پلاویو ګډون درلود او د مشرانوجرګې د پلاوي ريیس هم په کې بیانیه وړاندې کړه وه چې په یوې برخه کې یې راغلي وول، د ملتونو د پيژندلو په برخه کې د دولتونو ترمنځ د همکاریو او مناسباتو ټینګښت اړین کار دی او اړتیا ده چې په اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د پانګونې او تعامل فضا په جوړېدو سره د همکاریو سطحې لوړې شي

 ډاکټر فیصل زیاته کړه د مجلس پلاوي د دې ناستې په څنډه کې د قزاقستان د سنا مجلس مرستیال سره د تروریزم سره د مبارزې، د اړیکو د پراخوالي او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د پارلماني اړیکو دپیاوړتیا او ځینو نورو مواردو په اړه کتنه درلوده.