اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې شپاړسمه

د مشرانوجرګې ریيس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په دفتر کې کابل کې استوګن د ایران اسلامي جمهوریت سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه.

16-Mizan98-MUL1.JPG

کتنه کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر محمد رضا بهرامي پخپلو خبرو کې د خپل ماموریت په موده کې د مشرانوجرګې د رییس د نږدې او نېکو همکاریو څخه په قدردانۍ یادونه وکړه، همدراز د ایران اسلامي جمهوریت ته یې د مشرانوجرګې د ریيس سفر او د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو سره د نوموړي کتنې یې ګټور وګڼل او یاد سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه د پارلماني اړیکو د ټینګښت او پراختیا په برخو کې مثبت اقدام یاد کړ.

16-Mizan98-MUL2.JPG

ښاغلي بهرامي په بریالیتوب سره د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل او په دغې ملي بهیر کې د خلکو د ګډون له امله مبارکي وویله، هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکې حکومت کې د سولې خبرې اترې دوام وکړي او مثبتو پایلو ته ورسيږي تر څو د افغانستان خلک د تاوتریخوالي څخه لیرې د امن په فضا کې ژوند وکړي.

ورپسې فضل هادي مسلم یار د مشرانو جرګې پلاوي څخه د ایران اسلامي جمهوریت د چاراکو د تود هرکلي او میلمه پالنې څخه مننه و کړه او ددواړو هیوادونو ترمنځ یې  د دیني، فرهنګي او تاریخي پخوانیو اړیکو څخه د یادونې ترڅنګ یې هیله څرګنده کړه چې د یاد هیواد نوی سفیر وکولای شي د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په ټینګښت او پياوړي کولو کې هڅې وکړي.

16-Mizan98-MUL3.JPG

په پای کې د مشرانوجرګې د ریيس له خوا د جرګې نښان او یو شمیر تحفې ښاغلي بهرامي  ته ډالۍ او په ورسپارل شویو چارو کې نوموړي ته د زیاتو بریاو هیله وشوه.