اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۵ مه نېټه

د مشرانو جرګې یو شمېر کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه  وکړل.

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دارالافتا تشکيل جوړېدل ګټور وګڼل شول. ويل کيږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دارالافتا د هېواد د جمهور رئيس د حکم پر اساس رامنځته شوې چې د شپږو غړو لرونکي ده چې په سر کې يې يو تن د مفتي اعظم په توګه قرار لري او ترڅنګ يې دغه دارالافتا د فقهي، شرعي، تالیف او ژباړې، د عباداتو فتوا، د مدني معاملاتو او کورنیو چارو، تليفوني، الکترونيکي او حضوري فتواو، د اهل تشيعو فتوا، د ذکات، ميراث، اقتصادي او سوداګريزو چاروفتواو د برخو لرونکي ده.

15-Mizan98-Adli.JPG

د ډاکټر محمد اجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د راغلو غريضو د څېړنې سربېره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د مالي مرستو په تړاو د مالياتي معافيت هوکړه ليک مطالعه او د لا نورو څېړنو په موخه راتلونکې ناستې ته وځنډول شوه. د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون غړو د وروستيو سيلاوونو د راوتو په اړه خپلې اندیښنې چې له امله يې کروندګرو او کوچيانو ته د پام وړ زيانونه اوښتې څرګنده کړې او له حکومت او اړوندو ادارو يې وغوښتل چې د زيانمنو سره دې لازمي مرستي وکړي

15-Mizan98-Aqwam.JPG

د کمېسيون د مرستیالې صالحې مهرزاد په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د ترانسپورت وزارت او عالي ادارې د مالي کال د دويمې ربعې د پراختيايي پروژو د لګښت رپوټ وڅېړل شو .

په رپوټ کې راغلي چې د پورتنیو بودجوي خپلواکو واحدونو اړوند یو شمېر پروژو کې د مالي کار د دویمې ربعې تر پایه دېر شلنو څخه کمه لګول شوې ده،  وپتییل شوه چې د ترانسپورت او د څېړنې عالي اداره مسئولان دې د خپلو پراختیایی پروژو د نه لګښت او پلي کېدو د علت په اړه د کمېسیون یوې غونډې ته څرګندونې وړاندې کړي.

15-Mizan98-Mali.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاری خدمتونو معین او نورو اړوندو مسئولانو د خپلسرو ودانیو د جوړېدو څخه د مخنیوی د څرنګوالي، د موټر مینځوونکو د فعالیتونو د ځانګړتیا، د ښار د پاکۍ، د کابل ښاروالۍ د پولیسو د ځانګړې ققعې د فعالیت، د کمېسیونونو غونډو ته د ښاروالۍ د سرپست نه راتګ او ځینو نورو مواردو په اړه څرګندونې وړاندې کړې چې د نوموړي څرګندونو د کمېسیون قناعت حاصل نه کړ، خو د کمېسیون رئيس ټینګار وکړ چې د کابل ښاروالۍ سرپرست دې د کمېسیون په یوې غونډه کې د موضوع په تړاو څرګندونې وړاندې کړي.

همدا راز په غونډه کې د ښاري خدمتونو د معین، د ملکیتونو د رئيس او د کابل ښاروالۍ د استملاک د رئیس په ګډون سره باغ قاضی کې میشت د ۳۲۱۱ متر مربع ځمکې په اړه د سید عبدالله شکایت چې د کابل ښاروالۍ دعوي لاندې ده او په محکمه کې هم تر دوران لاندې ده، په بحث کې مطرح شوه، کمېسیون وپتییله چې د دری ګونو محاکمو د وروستۍ پرېکړې پورې کابل ښاروالۍ د یادې ځمکې د پلور، پرمختیا او ورانولو واک نه لري او د دعواي لاندي ملکیت په ساتنه مکلف دې.

15-Mizan98-Mukhabirat.JPG

د مېرمنې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د ښځو چارو وزارت مسلکي معین سره د دولتی ادارو د جندر آمریتونو د تخصصی کېدو، د جندر بودجې د ترتیب د څرنګوالي، د جندر نوم د ثابت پاتي کېدو او آمریت او حتی ریاست ته د جندر بستونو د ارتقا، د جندر بودجې د پلي کېدو میکانیزم د څرنګوالي او ځینو نورو مواردو په اړه بحثونه وشول.

په پیل کې د ښځو چارو وزارت معین د خبرو په ترڅ کې وویل، ۱۳۹۶ لمریز کال کې د جی آر بی تر نامه لاندې بودجه ایجاد او د جندر مسئولانو ته ته مسلکي روزنه ورکړل شوه او دغه بودجه په ځینو ادارو کې پلې شوه خو وروستۍ څېړنې جوتوي چې د ظرفیت د کمښت له امله یو شمېر مسئولان نه دې توانیدلي یاده بودجه په لازمه توګه پلي کړي نو له دې امله یاده طرحه د مالیې وزارت له خوا ونه منل شوه.

د یاد وزارت د معین د څرګندونو وروسته د ښځو چارو او مدني ټولنې کمېسیون وړاندیز وکړ چې د دولتی ادارو د جندر آمرینو ته دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون په همکارۍ جندرته د ځوابګویه بودجې جوړولو د طرحې او یا د پروپوزل لیکلو روزنه وڅېړل شي تر څو په راتلونکې کې ګټورې پایلې له ځانه سره ولري او تر څنګ دې هڅې وشي چې د جندر آمریتونو بستونه ارتقا وکړي او په ادارو کې د جندر آمریت نومی په خپل ځاي ثابت پاتي شي چې دغه وړاندیز د ښځو چارو وزارت د مسئولانو له خوا تائید شو.

15-Mizan98-Zanan.JPG

د ډاکټر ګل محمد رسولي په مشرۍ د عامه هوساینې او چاپیریال ساتنې د کمېسیون په غونډه کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې او کابل ښاروالۍ مرستیالانو او نورو اړوندو مسئولانو سره د ښاري کانالیزاسیون د نشتوالي، لښتو کې د لوړو منزلونو د فضوله اوبو د بهېدو او د دې ناوړه پایلو او ورته نورو مسایلو په ا ړه د ښاریانو اندېښنې تر بحث لاندې ونیول شوې.

په پیل کې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې معین له پلوه د هېوادوالو د اندېښنو په تائید سره وویل، دغه اداره پالیسی جوړونکې ده او له یادو مواردو سره د مبارزې له پاره یې طرحې برابري کړي او د پلي کېدو په موخه یې اړوندو ارګانونو ته لیږلي او تر څنګ یې دغه اداره هڅه کوي تر څو کابل ښار کې د دود جوړونکو عواملو په معیاری کولو کې هڅې پیل کړي.

15-Mizan98-Rifai.JPG

ورپسې د کابل ښاروالۍ د ښآري خدمتونو معین د مارکیټونو، د استوګنې ښارګوټو او په عامه سیمو کې د لوړپوړیزه ودانیو د فضوله څاه ګانو د تخلیې د علل او عواملو په اړه وویل، په خواشینۍ سره یو شمېر زورواکي د مسئولو بنسټونو لارښوونو ته غاړه نه ږدي او په دې ډول کارونو لاس پوري کوي او حتی په زیاترو وختونو کې د کابل ښاروالۍ کارکوونکې چې مانع یې ګرځي تر ګواښ لاندې یې نیسی، لازمه ده چې د افغانستان ملي شورا د کابل ښآروالۍ سره همکماره وي تر څو له هغو زورواکو سره چې غواړي چاپیریال ته زیان واړوي جدي مباره وکړي.