اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
یک شنبه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۴ مه نېټه

مشرانوجرګې د سولې په تړاو د دولت دریځ څخه په ملاتړ سره څرګنده کړه، د سولې په هره ناسته چې د افغان حکومت استازي په کې حضور ونه لري مردوده او د نه منلو وړ ده.

دغه غونډه چې د جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ جوړه شوې وه، سناتورانو د پورتنۍ موضوع په ذکر کولو سره طالبان مخاطب کړل چې قدرت ته د رسېدو له پاره د خبرو اترو تر نامه لاندې هرې دروازي ته او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو او ترهګر پاله هېواد پاکستان ته مراجعه کوي، خو افغانان به د بهرنیانو سره د طالبانو د سولې خبرو اترو تر نامه لاندې هیڅ راز پټي پرېکړې، چې د افغانستان د اسلامي دولت استازې حضور او فعاله رول ونه لري او د هېواد عمومي ګټې او وروستیوکلونو لاسته راوړنې په کې خوندي نه وي ونه مني.

14-Mizan98-JAL1.JPG

د غونډې په پيل کې د مشرانوجرګې ریيس د خپلو خبرو په تړاو چې د یاد مجلس په تېرې ناسته کې یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په آدرس کړې وې، څرګندونې وکړی او ویې ویل، په خواشینۍ سره ځینو رسنیو، د ولسی جرګې غړو او مشرتابه دغې مسلې ته ناسم  انعکاس ورکړ او کوم دریځ چې موږ خپل کړی وو سلیقه وي نه بلکې د هېواد د لوړو ګټو له پاره وو.

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه مشرانوجرګه دټاکنو د خپلواک کمېسیون قانوني پرېکړو ته احترام لري او ټینګار کوي چې ټاکنیز تقلبونه باید په لازمه توګه و څېړل شي ، خو د هغو هېوادوالو حق چې د ټاکنو په ورځ د یاد کمېسیون د پرېکړې او غوښتنې سره سم  یې خپلې رای کارولي او نومونه یې د رای ورکوونکو په نوملړ او یا هم ډ یجیتلي سیستم کې موجود نه وو نباید تلف شي، ځکه دا  د کمېسیون مسئولیت وو نه د رای ورکوونکو، اوهم یې زیاته کړه داچې دټاکنو دکمیسیون د رییسې په برابرکې یې نامناسب لفظ کارولی په اخلاقي جرءات سره یې بښنه غوښتنې خو دهېوادوالو دپاکو رایو په اړه یې دریځ پرځای دی.

د سنامجلس رییس  د ولسي جرګې د مشرتابه او یوشمېر غړو د څرګندونو په اړه وویل، په داسې حال کې چې دې جرګې سره د کاري ښو اړیکو غوښتونکې دې، کومې بی مورده خبرې یې چې د مشرانوجرګې په اړوند کړي دي غوره ده چې د دې مجلس مشرتابه د ځان په اصلاح لاس پورې کړي ځکه چې ولیدل شول د خپل مشرتابه د ټاکلو له پاره یې په فساد او تاوتریخوالي لاس پورې کړ او د ملت د کور د بدنامۍ سبب شول او حتی د ځینو وکیلانو دفساد له امله دټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران نن ورځ په زندان کې دي.

د مشرانو جرګې رئيس همدا راز د یو شمېر رسنیو څخه چې د نوموړي خبرې یې تحریف کړي په کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل اجیرو رسنیو ته مو پیغام دا دی چې باید د چارو د ښه والي له پاره کار وکړي نه د تفرقې او ستونزو د رامنځ ته کېدو.


14-Mizan98-JAL3.JPG

همدا راز سناتور لطف الله بابا د ولسي جرګه کې د تیرو جنجالونو د یادونې او داخلي ستونزو څخه په نیوکې سره وویل، د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په ورځ اعلان وکړ هغه کسان چې نومونه یې د رای ورکونې په نوملړ کې شتون نه لري او په سیستم موجود وي، رایې دې وکاروي او که چیری په سیستم کې یې نومونه نه وي او په نوملر کې وي هم رایې دې وکاروي، نو له دې امله دې کمېسیون په خپلې پرېکړې ولاړ وي او د تقلب پدیدې په حذف سره دې د خلکو رښتینو رایو ته درناوي وکړي.

په غونډه کې د تخار او بدخشان ولایتونو سناتورانو مولوي عبدالوهاب عرفان، کامل بیګ حسیني اوګلالۍ اکبري د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې او په یادو ولایتونو کې  کورنیو او بهرنیو طالبانو ته د درنو تلفاتو د اوښتو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، طالبانو په تخار او بدخشان کې سخته ماتې وخوړه او د وېره اچوونکو ډلو د شتون څخه د سیمو د پاکولو عملیات جریان لري خو اړتیا ده چې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په ګډون د شمال ختیځو ولایتونو د دایمي ګواښونو د حل په موخه ، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې چاڼیز عملیات پراخ او غښتلي شي او حکومتي مراجع د یادو ولایتونو کورنیو بیځایه شویو سره چې د جګړو له مله زیانمن شوي او په نامناسب وضعیت کې قرار لري، ځانګړي پاملرنه وکړي.

یو شمېر سناتورانو یو ځل بیا د جمهوري ریاست د ټولټاکنو په اړه نظریې وړاندې کړې او په دغې ملي بهیر کې د روڼوالي په مراعاتولو د ټینګار تر څنګ وویل شول، دغه مجلس د ولسمشریزو ټاکنو د جوړېدو او د جعل او تقلب سره د مبارزې په تړاو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له پرېکړو څخه ملاتړ کوي او یاد کمېسیون باید د خپلو پرېکړو سره سم عمل وکړي.

دجرګې ځینو غړو د سنا مجلس په اړه د و لسي جرګې د مشرتابه په ګډون د یو شمېر وکیلانوڅرګندونې نامناسبې وګڼلې او د ځینو قانوني موادو د یادونې تر څنګ یې وویل، د دواړو مجلسونو تر منځ تقابل د هېواد په خېر نه دې باید د دا ډول خبرو څخه ډډه وشي.

په نننۍ ناسته کې د (ګېنس)نړیوال ریکارډ کتاب کې د هېواد د کرکټ د ملي ټیم د کفتان راشد خان د نوم د ثبت څخه خوښي څرګنده شوه.

او هم  دملي شورا دغړو سره د کتنې په ورځو کې د مالیې وزارت د سرپرست په نه حضورنیوکه وشوه.

د آزادو بحثونو په پای کې  د مجلس رییس فضل هادي مسلم یار تخار او بدخشان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د امنیتي زړه ورو ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ له دوی یې وغوښتل تر څو د هېواد هره سیمه کې چې د دښمن ګواښ په کې لوړ دی، هدفمند عملیات په لار واچوي.

د مشرانو جرګې ریيس د سولې د ټینګښت لپاره د افغان دولت د ژمن والي څخه یادونه وکړه او ویې ویل، په خواشینۍ سره ترهګر د پردیو استخباراتو د لارښوونې پر بنسټ د سولې پر وړاندې هیڅ راز ژمنه نه لري بلکې تل د جګړې د زیاتوالي په کوښښ کې دي، همدا راز پاکستان ته د طالبانو د پلاوي ورتګ او د یاد هېواد د ملکي او پوځي مسئولانو له خوا یې هرکلی د شرم وړ وګاڼه او زیاته یې کړه  د طالبانو مرستیال چې کلونه د پاکستان د استخباراتو په حبس کې وو په بېشرمۍ سره یو ځل بیا همغې هېواد ته ولاړ حتي ډالۍ یې هم د یاد هېواد مقاماتوو ته وړاندې کړې.

نوموړي څرګنده کړه چې هیڅ ګاونډې یا پردې هېواد دا حق نه لري تر څو د سولې خبرې د خپلې غوښتنې سره سم پرمخ یوسي ځکه هره ناسته او یا بحث چې په کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ښکېل نه وي مردوده ده.


14-Mizan98-JAL4.JPG

فضل هادي مسلم یار زیاته کړه، مشرانو جرګه د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره تل د افغان دولت په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو اترو څخه ملاتړ کړی او اړتیا شته چې سیاسیون او په ځانګړې توګه حکومتي بنسټونه هم په دې برخه کې ګډ نظر ولري ځکه ولیدل شول چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند پآکستان ته د طالبانو د پلاوی د سفر په اړه د افغان حکومت ضد دریځ ونیو چې د خواشینۍ ځای دې.

دغه راز په نننۍ غونډه کې د ایډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې په موخه د نړیوال صندوق د امتیازونو او مصئونیتونو هوکړه لیک چې د مجلس په کمېسیونونو کې مطالعه شوې وو د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون د رئیس او ټولو غړو له خوا مجلس ته وړاندې او د غړو له خوا تصدیق شو.