اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د تلې ۲۹ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۳ مه نېټه

د مشرانوجرګې کمېسیونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

 د ډاکټرمحمدا جان منګل په مشرۍ د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کوچیانو، کډوالو او د شهیدانو دوارثانو د کمېسیون په غونډه کې د ایډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې په موخه د نړیوال صندوق د امتیازونو او مصئونیتونو هوکړه لیک په اړه بحث ترسره شو.

د غونډې په بله برخه کې راغلو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د معلولینو د حقوقو په ورکړه کې د ستونزو، د معلولینو او شهیدانو د پاتي کسانو له پاره د کار موندنې د نشتوالي او ځینو نورو مواردو په اړه د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو د معولینو د شکایتونو په اړه بحث وشو، د اړوندو مسئولانو وغوښتل شول تر څو د معلولینو د ستونزو د حل او د دوی غوښتنو ته د رسیدګۍ په برخو کې پاملرنه وکړي.

13-Mizan98-Aqwam.JPG

د انجنیر فرهاد سخي په مشرۍ د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړه خبرې وشوې، څرګنده شوه چې ټاکنې یو ملي بهیر دې او اړتیا شته چې نوماندان له زغم څخه کار واخلي او مخکې له وخت څرګندونو څخه ډډه وکړي تر څو خلکو ته اندېښنې پیدانشي او هم د ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل شول تر څو د رایو د شمېر په پروسه کې د بشپړ روڼوالي او دقت څخه کار واخلي او هغه څه چې د خلکو او نوماندانو د بی باورۍ سبب ګرځي ترې ډډه وکړي.

په بله برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مالي مرستو په تړاو د مالي معافیت هوکړه لیک په اړه بحث او د غړو له خوا تائید شو.

او هم راغلو عریضو ته د رسیدګۍ سربېره د افغان سولې په اړه خبرې وشوې او هیله څرګنده شوه چې دغه بهیر د افغانانو ترمنځ دی او د جمهوری ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته دې له سره پيل شي.

په پای کې د کمېسیون غړو اسلام آباد کې د طالبانو استازو سره د پاکستاني چارواکو په لیدنه نیوکه وشوه او یاد عمل د دواړو هېوادونو تر منځ د ټولو اړیکو او اصولو خلاف ګام وبلل شو.

13-Mizan98-Bio.JPG

د کمیسیون دمرستیالې مېرمن صالحې  مهرزاد په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د ښوونکي د ورځې له امله د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه چې اوس هم په ځینو ولایتونو کې ګڼ شمېر ماشومانو له پاره د زدکړو زمینه نه ده برابره، د اړوندو مسئولانو وغوښتل شول ترڅو د پوهنې د روزنې او پالنې په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي .

دغه راز د ایډز، توبرکلوز او ملاریا سره د مبارزې په موخه د نړیوال صندوق د امتیازونو او مصئونیتونو او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مالي مرستو په تړاو د مالي معافیت هوکړه لیکونه په جلا جلاتوګه مطالعه او وپتییل شوه چې د کمېسیون غړي دې د یادو هوکړو په اړه خپل نظریات عمومي غونډه کې وړاندې کړي.

په وروستۍ برخه کې د راغلو عریضو د څېړلو سربېره یو شمېر بودجوي واحدونو کې د ۱۳۹۸ مالي کال د عادي او پراختیایی ضمیمی په اړه د مالیې وزارت ابلاغیه مطالعه او د مالیې وزارت دغه ګام مثبت وګڼل شو.

13-Mizan98-Mali.JPG

د مولوي غلام محۍ الدین منصف په مشرۍ د تقنینی، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون په غونډه کې د عدلیې وزارت د ۱۳۹۷ مالي کال په استول شوي رپوټ بحث وشو.

رپوټ کې د یو شمېر ولایتونو د اصلاح مرکزونو کې د ودانۍ د نشتوالي، ځینو ولایتونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو له پاره د نقلیه واسطو نشتون، د دولتي قضایاو د مسلکي غړو اړوندو مراجعو ته د حقوقی مساعدینو د انتقال په موخه د نقلیه واسطو د کمښت، د ښآروالۍ او دولتی ادارو د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همکارۍ روحیې کمزورتیا چې د دولت قضایاو د اړتیا وړ اسناد او مدارک په خپل وخت سره د دې ریاستونو په واک کې نه ورکوي او د فراه، نورستان او ارزګان ولایتونو د عدلیې ریاستونو له پاره د ودانۍ د نشتوالي څخه یادونه شوې وه . دکمیسیون غړو پریکړه وکړه چې درپوټ په پاتې برخه دې راتلونکې ناسته کې بحث وشي.

13-Mizan98-Adli.JPG

د مېرمن ګلالۍ اکبري په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون په غونډه کې د کمېسیون غړو د تلې دیارلسمه د ښوونکې د ورځې له امله د هېواد ټولو ښوونکو او په ځانګړې توګه هغو ښځینه ښوونکو ته چې د کور سرپرستي یې ترغاړې ده، مبارکي وویله او د منان رب له دربار څخه دوي ته د زده کوونکو د ښې ښوونې او روزنې په برخه کې د لا زیاتو بریاو غوښتنه وشوه.

دغه راز په غونډه کې د دولتي ادارو د جندر واحدونو بودجې د میکانیزم د څرنګوالي او د امن کورونو  د ستونزو  په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

13-Mizan98-Zanan.JPG

د عبداللطیف نهضت یار په مشرۍ د دیني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسیون په غونډه کې د ښوونکې د ورځې په مناسبت د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکۍ وویل شوه.

د کمېسیون غړو زیاته کړه، کوم ګټور خدمتونه او کوښښونه چې ښوونکې یې د هېواد د بچیانو د لارښوونې او روزنې په موخه ترسره کوي د نه انکار وړ دي او د همدې هڅو پایلې دي چې د علم په ګاڼه سمبال ځوانان ټولنې ته ډالۍ کوي او دا ځوانان د خپل هېواد د پرمختګ له پاره هڅې او کوښښونه کوي.

د کمېسیون غړو زیاته کړه،په خواشینۍ سره د هېواد ښوونکې او استادان د حقوقو او امتیازونو د ټیټوالي او بی کورۍ په ګډون ګڼو ستونزو سره سره خپل ژوند تیروي او د د ې تر څنګ چې مسئولانو څو ځلې د دوی د ژوندانه د وضعیت د ښه والي په موخه ژمنې کړي دي خو تر اوسه یې هیڅ عملي اړخ نه درلود چې اړتیا شته د امکان تر بریده د ښوونکو د ژوند د ښه والي له پاره لازمې یو لړ اسانتیاوی برابري شي.

په پاي کې د کابل ښار د پوهنې ریاست د تشکیل پر څانې د عمومي مدیر دین محمد د عریضې په اړه بحث وشو او د اجرااتو په موخه اړوندې مرجع ته ولیږل شوه.

13-Mizan98-Farhangi.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون په غونډه کې دمخابراتي شبکو اړوند پریو شمیر ستونزو خبرې وشوې.

په پام کې وه چې نننۍ غونډه کې د نوري فایبر پروژو او په ځانګړې توګه د بدخشان واخان کې د نوری فایبر د کار د پرمختګ د څرنګوالي، د ریال تایم پروژې د کار د پرمختګ او د مخابراتي لس سلنه محصول د راټولولو، د ټاکنو په ورځ یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د کاري فعالیت د ځنډ او دم ګړۍ د شپي له خوا یو شمېر سیمو کې د فعالیت د پرېکون، د مخابراتي ستنو او ټاورونو د نصب او د دوي د تدارکاتو د څرنګوالي په اړه د سلام او افغان تیلی کام شرکتونو  د رئیسانو سره مطرح شي، خو دوی دکمیسیون غونډه کې ګډون نه وکړی چې  د کمېسیون د غړو له خوا  پرې سخته نیوکه وشوه او ټینګار وشو چې یاد مسئولان د تلې د میاشتې د اوولسمې نېټې په غونډه کې حاضر شي .

 13-Mizan98-Mukhabirat.JPG

د ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون غونډې د ښاري ترانسپورت سیستم کې د نظم د نشتوالي، د ایستګاو د نه جوتیدو، د ترافیکي بی حده ګڼې ګوڼې، د غرفو د ایښودو په موخه د پلي لارو د پير او پلور او د معلولینو له خوا د ځینو ایستګاو د تصرف څخه د کابل ښاریانو شکایتونه د ترافیکو عمومي رئیس، د ښاروالۍ د ښآري خدمتونو معین، د امنیه قوماندانۍ ښاري مرستیال او د کابل د ترافیکو مدیر سره مطرح شول.

یادو چارواکو د کمیسیون د څرګندونو په تائید سره زیاته کړه، د کابل په ځینو سیمو کې یو متر پلي لار د اوو سوو څخه تر اتو سوو ډالرو پوري د معلولینو له خوا اخیستل او پلورل کیږي چې ځینې یې د مافیایی کړیو د ملاتړ څخه برخمن دي.

د مسئولانو د څرګنددونو په اورېدو سره د کمیسیون غړو وویل، ستاسو د څرګندونو څخه جوتیږي چې د شته ادارو تر منځ هوکړه او همغږي شتون نه لري حتی د متر مربع په مقیاس سره د پلي لارو د غیر قانوني کرایې او پلور څخه د پوهاوي سره سره قانوني اجراات نه ترسره کیږي.

په پایله کې یادو مسئولانو ته تر چهار شنبې وخت ورکړل شو تر څو د ستونزو د حل په لاره کې اقدام وکړي او د پآیلو څخه رپوټ وړاندي کړي له دې پرته به د مخربو عناصرو سره د مسئولانو د هم لاسۍ او په دندو کې د ناغیړۍ موضوع لویې څارنوالۍ ته ولیږل شي.

همدا راز د امریکایی پوهنتون له خوا د کابل پوهنتون د څلور اویا جریبه ځمکې او د کرهنې وزارت د څلور نوی جریبه ملکیت د غیر قانوني تصاحب او د لوړو زدکړو وزارت د پخواني وزیر شریف فایض له خوا د کاري واکونو څخه ناوړه استفاده چې وروسته د امریکایی پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کړي وه، د کرهڼې وزارت، د دولت قضایاو د مسئولانو، د کابل پوهنتون د مرستیال او د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د رئيس په حضور سره په بحث کې مطرح شوه.

د کرهڼې وزارت اړوند مسئول وویل، د دې وزارت ملکیت د دوی د پوهاوي پرته امریکایی پوهنتون ته ورکړل شوې او د مکتوبونو او رپوټونو د مبادلې په اړه د دوي وروستۍ هڅو کومه پایله نه درلوده، کمیسیون د څرګندونو د اورېدو تر څنګ د یوه خصوصی بنسټ په مقابل کې د دولتی ادارو ناتواني، عاجزی او په دندو کې ناغیړي د شرم وړ کار وګاڼه او د امریکایی پوهنتون د رئیس او مسئولانو پر نه  راتګ یې نیوکه وکړه او هم پرېکړه وشوه چې کمیسیون به د راتلونکې دوشنبې په ورځ  د مطبوعاتي کنفرانس د جوړېدو وروسته د پولیسو او لویې څارنوالۍ په همغږۍ سره به پدې اړه جدي اقدام وکړي.

په پآي کې د امنیتي بنسټونو د یو شمیر افسرانو او پرسونل راغلي شکایتونه چې د زیاتو کلونو راهیسې تر اوسه د جګړې په لیکو او همدا راز په لیرې پرتو ناامنو ولایتونو کې دنده ترسره کوي خو تر اوسه نه یواځي د روتیشن سیستم کې شامل شوي نه دي بلکې د دوی امتیازونه او د رتبو ارتقا هم نه ده اجرا شوې، یاده موضوع د کورنیو چارو وزارت د پیژنتون ریاست د مرستیال په حضور کې مطرح شوه.

13-Mizan98-Shikayat.JPG

نوموړي د موضوع په تړاو د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ د اتو شمالي ولایتونو کې د روتیشن د پلي کیدو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، پاتي ولایتونه د ولسی جرګې او جمهوری ریاست د ټاکنو د جوړېدو پر بنسټ ځنډول شوي، د کمیسیون غړو د نوموړي څرګندونې د نه منلو وړ وګڼلې، ټینګار یې وکړ چې د کورنیو چارو وزارت چارواکي دې د فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په پلي کیدو کې او ددې د عواملو په اړه له مخکې زیات، کوټلي ګامونه پورته کړي او هم یې پریکړه وکړه چې په راتلونکې ناسته کې دې د ملي دفاع وزارت د پیژنتون ریس او د ملي امنیت د کادر او پرسونل ریيس ګډون وکړي.